Categories

اعلان

Loading…

مولز: افغانانو د کرکټ په نړیوال جام کې بریالي و

تاند – د افغانستان د کرکټ د ټیم روزونکی اندي مولز وایي، په نړیوال جام کې افغانستان تر هغه ډیر څه وکړل چې تمه یې کیده. افغان ټیم ته دا چانس د دې جام له برکته ورپه برخه شو چې د نړۍ له پیاوړیو لوبډلو سره لوبې وکړي.
افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ کال کې له یوه منلي ټیم سره وکړه، چې دا د یوه ټیم د تجربې لپاره خورا لنډه موده ده.
د افغانستان د ټیم روزونکي زیاته کړه چې د ده لوبغاړو نړیوالو ته دا ثابته کړه چې  د دوی په هیواد کې تر جګړې او ناکراریو ورها خوا هم ډیر څه شته. مولز د نیوزیلنډ ( سپورت راډیو) ته په مرکه کې وویل چې افغان لوبغاړو ته د هغوټیمونو په پرتله چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري، هیڅ امتیازات نه شته. خو دوی په میړانه د خپل هیواد لپاره ویاړ راوړی.
انډي مولز بیا وویل، په دې کې هیڅ شک نه شته چې په تیرو پنځو شپږو کلونو کې افغان لوبډلې ډیر پرمختګ کړی دی، خو د دې ټیم د لابریالتوبونو لپاره نورې پرمختیا ته اړتیا شته.
د افغانستان د کرکټ د ټیم روزونکي بیا وویل، په تیرو دوو کلونو کې افغان لوبډلې له تکړه ټیمونو سره یوازې درې لوبې کړې وې او په همدې وړې تجربې یې په نړیوال جام کې برخه واخیسته، د دې په مقابل کې مثلا نیوزیلنډ ۱۷ میچونه په پنځو میاشتو کې تر نړیوال جام مخکې کړې وې.
1د کرکټ د مبصرانو په باور د استرالیا او نیوزیلنډ میدانونه د نړۍ له نورو میدانونو سره توپیر لري او د همدې لپاره د هند کرکټ بورډ تر نړیوال جام نژدې دوې میاشتې مخکې پریکړه وکړه چې خپل ټیم استرالیا ته واستوي او هلته لوبې وکړي، څو د دوی لوبغاړي د استرالیا له پیچونو سره اموخته شي. دغه اموخت دی چې نن ګورو چې د هند لوبډلې تر دې دمه خپلې ټولې لوبې ګټلې دي او تر نیمه پای لوبې مخکې مرحلې ته بریالۍ شوې ده.
د افغانستان د کرکټ د ټیم روزونکي انډی مولز وایي، په کابل کې د لوبغاړو یو نوی نسل شته چې ډیرې هیلې ورته شته، خو انډي مولز اندیښنه څرګنده کړه چې د امنیتي ستونزو له امله به لا هم نورې لوبډلې دې ته زړه ونه کړي چې په افغانستان کې لوبې وکړي، خو تر څو چې د امنیت ستونزه وي پکار ده چې افغان لوبډله په متحد عربي اماراتو کې له نورو لوبډلو سره د لوبو مهالویش ولري او مسابقې وکړي.
د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکي بیا وویل، په خپل کور کې د لوبې تجربه د یوه ټیم لپاره ډیره مهمه ده. خو روزونکي بیا هم امنیتي ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې تر نړیوال جام مخکې چې څو میاشتې په کابل کې دوی لوبغاړي روزل امنیت ته اندیښنه وه. ده بیا وویل چې زه به د ماښام خواته بهر نه وتلم. خو په دې هیواد کې له کرکټ سره دومره مینه شته چې زه یې ورجذب کړی وم

84 total views, 2 views today

1 comment

  1. mursalmihad Reply

    afghanistan cricket team is best for afghan peopels

    thanks

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *