Categories

اعلان

Loading…

اوښکه ! – خانزاده تراب

! تر لوستلو وړاندي یې هر ځوان لوستوال ته ډالۍ کوم

که له اوښکو دریابونه جوړیدلی
زما اوښکو به ورانکړی ټول جهان وای

اوښکه د زړۀ هغه قیمتي اوبه دي چې بغیر له زیاتي او نه کابو کیدونکې خوشالي او یا د زیات دردناک غم او مصیبت وروسته د انسان له سترګو راوځي او بهیږي.

اه !

دا چی دغه اوبه ولي له سترګو راوځي په دې به لوی الله خبر وي !
ډیر ځله مې اوریدلي چې؛ هغه اوبه کومي چې د زیات غم او خوشالي له وجي له سترګو څخه بهیږي په اصل کې د زړه اوبه دي.

کله چې زړه زیات خوشال او یا غمجن شي نو د دغي خوشالۍ او یا غم د ناتوانایۍ له وجې زړه په درزا شي او اوبه پيداکړي؛ چې د همدغه اوبو د وتلو لار یواځي سترګي دي.

اوښکه چې خورا تروښي (تروې) او سرښناکې اوبه دي، د سترګو له منځ څخه راوځي چې لار یې لیمو او اننګو په غاړه اخیستې؛ او بیا یې خوله هم غوښتونکې ده کنه نو (زنې) او ګریوان ورته سلام او ښه راغلاست وایي.

دغه تروښي اوبه (اوښکې) چې ښځینه یې نسبت نارینوؤ ته زیاتي لري، هغوی ته خورا ارزښت لرونکې دي.
اوښکې د ښځي پرمخ خورا نازکه سره لیکه جوړوي او ځانګړې ښکلا لري، چې همدغه غمجنه ښکلا د نارینه زړه هم څه نا څه له نرمي سره مخامخ کوي؛ ورته عطف او زړه نرمي وربخښي.

دغه قدرمني اوبه چې بغیر له غم او یا خوشالي څخه نه بهیږي، که بهیږي هم هغه به دومره د قدر وړ نه وي؛ لکه د سترګو خوږیدو له وجې، د تریخ دود او یا بل کوم مشکل له وجې چې سترګو ته زیان رسوي او د اوښکو بهولو لامل ګرځي.

هغه لاملونه چې د سترګو څخه د اوښکو بهيدلو او څڅیدلو علت (سبب) ګرځي په لاندي ډول دي چې زه یې ځیني دلته يادوم !

» له خدای او رسول سره د زیاتي میني له وجي د اوښکو بهېدل .
. » له خدای څخه د خوف، وېري او د دعا پروخت د اوښکو بهېدل
. » د زیاتي خوشحالي له وجي د اوښکو بهېدل
. » د رواني ناروغیو له وجي د اوښکو بهیدل
. » د غم او خپګان له وجي د اوښکو بهېدل
. » دخدای له وېري د اوښکو بهیدل

» د سترګو د مشکل او مرض له وجي د اوښکو بهیدل.
او داسي نور…

د دغو اوبو (اوښکو) بهیدل هسي عبث او بې ګټي هم نه دي، حتماً به یو عکس العمل لري لکه په لاندي ډول.

که دي زړه له غمه ډک وي په ژړا او د اوښکو په بهيدو دي غم سپک کیږي. √

که دي زړه د زیاتي خوشحالي طاقت ونه لري؛ زړه ته د خوشحالي د زغملو توان وربخښي. √

که په غلطي کولو سره دي ضمیر او وجدان ملامت کړې په ژړا سره دي زړه، او وجدان له غلطي کولو معاف√

حسابوي.

او داسي نور…

دلته په افغاني ټولنه کې لکه څنګه چې انساني کرامت تر زیاته بریده له منځه تللی همدارنګه اوښکو هم خپل قیمت له لاسه ورکړی، او څوک ورته د قدر په سترګه نه ګوري ، د ډیری ظالمانو، زورواکانو، او سیاسي ډلو بیځایه فعالیتونو له وجې ډیری مظلومان وژړیدل او وکړیدل، زړه مي غواړي چې د هیوادوالو په سترګو کې مو د ځوروني او د غمجنۍ اوښکې وچې او د خوشالۍ اوښکې پیدا شي.

۱- را ځئ چې ځیني وخت د ماښومانو له ژړاګانو څه زده کړو، د هغوی په ژړاګانو خپل د ماشومتوب وخت™ او تیر شوي یادونه را تازه کړو.

۲- راځي چې د تیر وخت™ په یادیدلو د وخت او ژړا په قدر پوه شو او تر ډیره بریده نور خلک ونه ژړو بلکې د هغوی هغه اوښکې چې په مخ کې یې سرې او زرغوني لاري جوړوي وچی او پاکې کړو.

۳- راځي چې خپلو وروڼو او خویندو ته د غم او تکلیف د ژړا پر ځای د خوشالي ژړا ور وبخښو؛ او په خوشالي یې وژړؤ نه په غم او مصیبت رسولو.

۴- د هغه چا د اوښکو قدر وکړه چې په فراق کې دي اوښکې تویوي او په وړکتوب کې یې درسره شپې په ویښه سبا کولې.

مطلب مې د جنت خوږ میوه ( مور ) ده چې تل د یو اولاد په غم درد رنځ اوتکلیف خوږمنه او دردمنه وي؛ دهغه چا د سترګو اوښکې وچې او پاکې کړئ چې د پلار مینه یې نه وي لیدلې ( یتیم) او نه یې هم د هغه میني پاک لاس پر سر تیر شوی وي.

د کونډو، بورو میندو، او د یتیمانو ماښومانو ته مو د تصلیت، شفقت او ا حترام لاسونه ور وغځوئ او د هغوی زخمونو ته ملهم او پټۍ شئ .

خانزاده تــــــــراب – پکتیکا، شرنه

11 total views, 1 views today

3 comments

  1. خالد خالد Reply

    ښاغلیه خانزاده تراب ! ډیـــــره عالي، واقعیت او په زړه پورې لیکنه ده. الله (ج)دپه لاسونوبرکت کړه چه داسې نورحقیقت ولیکۍې۰
    که هر څه ځان ایسار کړم په ایسار باندې نشي ــــــــــــــــــ که هرڅه ځان کرار کړم په کرار پاندې نشي
    دا زړه چه لیونی شي په اختیار باندې نشي
    ما ټـیـنګه کړه ژړا چه دریاب ترې جوړ نشي ــــــــــــــــــ دزړه په وینو سور یوغـرقـاب تري جوړ نشي
    د ا ښـکو بهــیـد ل په ټـنګار باندې نشي

    1. Khanzada Turab Reply

      خالد صیب!
      که ستاسو تشویق راسره وي زه به د خپلو لیکنو لپاره نور هم وهڅیږم. ستاسو د میني او نیکو څرګندونو حخه دنیا مننه

  2. خانزاده تراب Reply

    خالد صیب!
    که ستاسو تشویق راسره وي زه به د خپلو لیکنو لپاره نور هم وهڅیږم. ستاسو د میني او نیکو څرګندونو حخه دنیا مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *