Categories

اعلان

Loading…

د کرکټ ناراضه ورونو! / عبدالحق سمون

نړيوال جام کې لوبېدل نه تصادف و او نه هم د کوم چا ځانګړې لوريېنه وه. نه مو هم ددې چارې لپاره رشوت ورکړی، نه مو چاته واسطه کړې او نه مو هم چاته په سوال او زاريو خوله چينګه کړې وه. هڅه مو کړې وه او د افغاني مېړانې او همت په مرسته مو د لوبېدو حق ترلاسه کړی و.

د کرکټ نړيوالې شورا سره په ټوليزه توګه 106 غړي هېوادونه ثبت دی. له دې ډلې 10 هېوادونه يې بشپړ غړيتوب لري او د شورا د هر راز سهولتونو څخه برخمن دي. د افغانستان په ګډون 37 هېوادونه د دويمې درجې غړيتوب لري او پاتې 59 نور يې د درېمې درجې غړيتوب لري. دغه هر يو هېواد په هر لحاظ له افغانستانه پرمختللی دی.

له 10 بشپړ غړو هېوادونه څخه پرته (چې دوی په اتومات ډول د لوبېدو حق لري)، پاتې 96 هېوادونه نړيوال جام کې د لوبېدو لپاره يو لړ سيالۍ ترسره کوي. او په همدې سياليو کې ښې ځلېدونکې لوبډلې نړيوال جام ته لاره پيداکوي.

د 96 هېوادونو له ډلې څلورو هېوادونو، افغانستان، آيرلنډ، سکاټلنډ او عربي متحده اماراتو د 2015 ز. کال د کرکټ نړيوال جام کې د لوبېدلو حق ترلاسه کړ.

افغانستان د متحده اماراتو، آيرلنډ او سکاټلنډ په څېر پياوړی اقتصاد نه لري. د دوی په څېر ښکلي او په نړيوال معيار برابر ميدانونه هم نه لري. د دوی د لوبغاړو په څېر سهولتونه هم نه لري، او لنډه دا چې د دوی په څېر سوله هم نه لري. د 10 بشپړو غړو هېوادونو سره خو يې هډو د پرتله کولو توان هم نه لرم!

که ځير شو نو ويلی شو چې په تش لاس دې ځای ته رسېدلې يو. که معجزه نه وي، نو له کرامته هم کم کار نه دی!

ځينې پياوړي هېوادونه؛ لکه: نيپال، هالنډ، برموډا، کينيا او نور مو شاته پرېښودل او له دوی څخه زموږ لوبډله ښه وبلل شوه چې نړيوال جام ته وټاکل شوه. د يادونې وړ ده چې کينيا په 2003 ز. کال د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته هم وتلې وه. خو افغانستان په پرله پسې توګه له ماتې سره مخامخ کړې ده.

دا زموږ لومړی ځل و چې نړيوال جام کې د لوبېدو حق ترلاسه کوو. په حقيقت کې هغه واټن چې ځينو هېوادونو په پېړيو او ځينو په شلګونو او سلګونو کلونو کې ترلاسه کړی، مونږ د لسو کالو نه په کمه موده کې ترلاسه کړی.

نړيوال جام کې مو اوس ګډون وکړ، ګټه مو هم وکړه او ماته هم. د خوشحالۍ ځای لا دا چې په لومړي ځل لوبېدو مو يوه لوبه هم وګټله.

په ټوليزه توګه په جام کې ډېر ښه ولوبېدو. د کاناډا او برموډا په څېر شرموونکې او رېکارډ جوړېدونکې ماتې مو ونه خوړې. له هره اړخه مثبت و. ډېر څه مو زده کړل او ډېر څه مو ترلاسه هم کړل.

هغه هېوادونه مو هم وډارول او خپله وړتيا مو ورته وښودله چې موږ سره لوبېدل به ورته شرم ښکارېده.

هغو چې ويل به يې اسټراليا، جنوبي افريقا، نيوزيلنډ او يا نور هېوادونه تېز توپ اچوونکي لري، يوازې د چينايي آلو په مرسته هغوی تېز ثابت شول، خو موږ د عمل په ډګر کې ثابته کړه چې په حقيقت کې موږ تېزه توپ اچوونه کوو. د همدې خبرې د ثبوت لپاره مو په تېزه توپ اچونه يو بېټ مات کړ. ځينو تصادف وګاڼه، نو بل بېټ مو هم ورمات کړ!

په ملاقونو مو هم خلک هک پک کړل. حميد حسن اوس هم د نړيوالو لوبغاړو په مغزو کې ملاقونه وهي.

لوړې شپږيزې مو هم ووهلې. د نيوزيلنډ ناپيير ميدان په ودانۍ به هغه توپ اوس هم پروت وي چې د نجيب ځدران پر بې رحمه بېټ لګېدلی و. د سميع الله شينواري مرمۍ څلوريزې هم خلکو وليدې. سنګاکارا پر نورو د سليزو رېکارډونه جوړ کړل، خو حميد حسن داسې وسوځاوه چې ټول عمر به يې هېر نشي! سليزه خو لا پرېږده، 8 منډې يې هم ونکړې!

موږ په خپلو لوبغاړو وياړو، زمونږ شمله يې په نړيوالو ډګرونو کې هسکه وساتله. دا زموږ لوبډله ده، هم يې په ماته خپه کېږو او هم يې په ګټه خوښۍ کوو. د ملي لوبډلې په وياړونو بايد سترګې پټې نه کړو. هيڅوک دا حق نه لري چې د ملي لوبډلې پسې سپکې سپورې وکړي. په لوبه کې ګټه او تاوان راځي. د نړۍ سترو هېوادونو سترې ماتې کړي، رېکارډونه پرې جوړ شوي. (د شيطان غوږونه دې کاڼه وي!) پر موږ خو تر اوسه کوم شرموونکی رېکارډ نه دی جوړ شوی.

– رېکارډ انګلنډ لري چې په جام ګټلو پسې يې سترګې سپينې شوې!

– رېکارډ سکاټلنډ لري چې د 1996 ز. کال راهيسې په نړيوال جام کې لوبېږي، خو يوه بريا هم نه لري!

– رېکارډ بنګله دېش لري چې په نيمه پايلوبې پسې يې سترګې راووتې او هيڅ جادو او منتر يې کار نه ورکوي!

– رېکارډ پاکستان لري چې تر اوسه پورې يې د هند پر ماتولو تبليغيانو، سنتو او نفلو هيڅ اغېزه نده کړې!

– رېکارډ نيوزيلنډ او جنوبي افريقا لري چې تر اوسه پورې د کرکټ پياوړو لوبغاړو په لرلو سره هم د نړيوال جام پر ګټلو بريالي شوي ندي!

– رېکارډ د ويسټ انډيز لوبډلمشر “جيسن هولډر” لري چې يوازې په دوو اوورونو کې يې 64 منډې ورکړې. د يو ورځنيو لوبو تر ټولو دوه چټکې سليزې هم پر همدوی جوړې شوي دي.

– د چټکو 50 او 150 منډو رېکارډ هم پر همدې ويسټ انډيز جوړ شوی.

– رېکارډ هغه خلک لري چې د ډېر فشار له کبله ترې په ميدان کې پرتوګونه ووتل!

342 total views, 1 views today

2 comments

  1. Faizullah Isaqzai Reply

    زموږ ملی لوبدله زموږ ملی ویاړ دی خو موږ د انصاف خلک نه یو پخپله مو هیڅ د لاسه نه دی خو د نور څخه ډیر څه غواړو. زما په نظر همدومره هم بسنه کوی چه وړاندی د مخدره مواو په قاچاقبر او تروریست پیژندل کیدلو اوس په لوبغاړی پیژندل کیږو. دا چه زموږ ملی سرود په میدان کی ږغول کیږی او ملی بیرغ مو رپول کیږی دا ځموږ د همدی ټیم ستره لاسته راوړنه ده . موږ پری ویاړو. د یو څو نااهلو کسانو په بدو کامنټونو باید زموږ د ټیم قهرمانان خپل زړونه مات نکړی دوی باید پوه وی چه زمو په زړونو کی ځای لری ،که لوبه ګټی یا بایلی، په هر زموږ ویاړ دی. ژوندی او بریالی دی وی

  2. هدایت الله Reply

    د ویاړ ځای دی او مونږ په هر حال په خپلو لوبغاړو ویاړو محترمه تاسی خو زیاته تبصره کړی ده زه د هغه خلکو لپاره چی په افغان ملی لوبدلی بد وایی همدومره وایم هر کله چی یو ۲۰ کلن ځوان د ۱۰ کلن او یا ۵ کلن ځوان سره په غیږه ورولی نو سوک به سملولو کیږی نو ددوی ځواب به دا وی چی ۱۰ کلن او ۵ کلن ځوان او که بیا ورته ووایی که چیری همدا ۱۰ کلن او یا ۵ کلن ځوان دا ۲۰ کلن ځوان څملوی نو بیا سنګه نو د هغه جواب به دا وی چی دا به دیر پیاوړی شخص وی نو د افغان ملی لوبدلی مثال هم د ۱۰ کلن یا ۵ کلن شخص دی او مقابلی لوبدلی د ۲۰ کلن ځوان حیثیت لری الله ج دی وکړی چی زما په نظر شه پوه شوی اوسی مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2