Categories

اعلان

Loading…

زموږ ارزښتونه اودهغو بحران/ م·اكبر كرگر

دويمه برخه :

ارزښتونه دسارتر اود نورو له نظره

داكبر اونيمكف له نظره هغه پيښه اوحادثه چې د ټولو خلكو په نظر د حساب وړ گڼلي شي، ټولنيز ارزښت يې بولي · ټولنيز ارزښت د ټولنيزو تمايلاتو ( Social attitudes ) انگيزه گرځي· ټولنيز تمايلات هغه كلي تمايلات دي چې په هر وگړي كې را منځ ته كيږي او پوهې، ادراكاتو،عواطفو اوكړنوته په ټاكلي مسير اواستقامت كې حركت وركوي· دغه تمايلات چې دسختو عاطفي چلندونو سره يو ځای وي عقده ( Complex) بلل كيږي ·اوهغه تمايلات چې ددرك اړخ يې كمزوری وي خو ژوري ريښې ولري تعصب يا له وخته مخكې قضاوت يې بولي·په هره برخه كې دبيلابيلو تولنيزو تمايلاتو له يو ځای كيدو نه عمومي عقيده رامنځ ته كيږي · عمومي عقيده هغه قضاوت دی چې هم عاطفي اړخ لري اوهم له تعصب نه گوښې نه ده · عمومي عقيده كه په شدت سره تعميم پيدا كړي اوږدي ريښې ځغلولی شي اوداجماع يا عمومي وفاق په ډول رامنځ ته كيږي ·

ارزښتونه د تجاربو او متقابلو ټولنيزو اړيکو اوچلندونو له لارې يوی نه بلې ته انتقاليږي . ځينې يې د مخکينې عمل په بنياداوځيني يې کليشه شوې يا ستيريو تايپ په ډول انتقاليږي .

سارتر له نظره ارزښتونه اواحساسات لږ پيچلي اوناروښانه دي .د هغه باور دا دی چې په چټکې يې نه شو کولای دخپلو افکارو اواندو سره انطباق ورکړو . هغه وايي بله لاره نشته پرته له دې چې ځان غرايزو ته وسپارو .

دسارتر ليد په دې برخه کې فلسفي هغه دی اوزيات په فرديت باندې متمرکز دی ۔هغه ديو ځوان مثال راوړي . يو ځوان غواړي يو کار ترسره کړي . هغه باور لري چې يوازې احساساست اعتبار لري   نو ځوان ددې هڅه کوي چې بايد هماغه کار ترسره کړي . دمثال په توگه يو ځوان چې مور يې يو زوی په جگړه کي له لاسه ورکړی دی يوازې اوبې سرپرسته پاتې ده . ځوان له دوه ستونزو سره مخامخ دی يو داچي ايادهيوادنۍ جبهي په ليکو کې ځان ثبت کړي جنگ ته ولاړ شي چې وطني داين ادا کړي او په دې ډول دخپل و رور بدل هم واخلي اوکه دمور سرپرستي وکړي . هغه ويني چې که جبهي ته ولاړ شي نو کيدای شي ژوند يې په خطر کې واقع شي بيرته ژوندی را ونه گرځي اوکه له موره سره پاتي شي ممکن خوندي وي خو ديو ځوان په توگه څنگه کولای شي دوطن داين هير کړي نو په دوه ارزښتونو کې دغوراوي سره مخامخ دی ،مور اوکه دوطن نه دفاع .

سارتر پوښتنه کوي ديو احساس ارزښت څنگه ټاکل کيږي ؟. ايا هغه يې دمور په نسبت ټاکي ؟ نو عملا له مور سره پاتې کيدل .يا که څوک ووايې چي يو دوست مې دی غواړي يوڅه مالي مرسته ورسره وکړم خو دا تر هغه وخته دنه منلو خبره ده چې تر هغو مرسته نه وي شوي . کله چې مرسته وشوه نو مالوميږي دوست ارزښت لري اوکله چې جنگ اوجبهي ته ولاړ نه شو نو جوتيږي چې مور ورته ارزښت لري .

سارتر وايي چې داسې ويل کيږي چې ارزښتونه جدي نه دي دا ځکه چی تاسو يې غوره کوئ . ددې ځواب داسي ورکوي چې : کله چې واجب الوجود دبشر دسرپرست په نوم ليرې کړو نو يو څوک بايد دارزښتونو د هستولو له پاره دهغه ځای ونيسي . دا چې وايي بشر دارزښتونو هستوونکی دی نوله دې پرته بله مانا نه لري چې ژوند مخکې له مخکې بل مفهوم نه لري .

مخکې له دې چې تاسو ژوند پيل کړۍ ژوند په خپل ذات کې هيڅ دی خو ستا سو په اوږو بار دی چې مانا ورته ورکړۍ . ارزښت بل څه نه دی پرته له دې چې هغه څه چې مانا ورته غوره کوۍ په نتيجه کې دبشري ټولني ايجاد دهمکارۍ اوتړون له مخې امکان لري .

دلته دسارتر ارزونه اوشننه كومه ټولنپوهنيزه هغه نه ده بلكې فلسفي اړخ يې دفرديت په مقياس پياوړی دی ·زموږ موخه دخپلي ټولني په ټولنيزو فرهنگي مسايلو باندې راڅرخي اوپه دې ېاد شوی ارتباط خبرې را ټولوو·

لومړۍ برخه

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *