Categories

اعلان

Loading…

چیغې وهو د مارچ اتمه ده نن- څوک به یې واوري؟

پوهندوی آصف بهاند –

بیا د مارچ اتمه ده، د ښځو تړیواله ورځ. قلموالو او فرهنګیانو به چا قلمونه تیره کړي وي او چا به ګوتې تکړه کړې وي، ، سپین کاغذونه به یې کوټه کړي وي، یا به یې په خپلو کمپیوترونو کې یوه ځانګړې صفحه پرانیستې وي چې د ښځو له پاره، د مارچ د اتمې له پاره یو څه ولیکي او په لوړه غاړه ځانته قناعت ورکړي چې دا دی ما خو د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ یو څه ولیکل ، خپل حق مې ادا کړ، نور نو دنیا ګل ګلزار ده، هر څه سم دي، ښځې هم په همدې مقالو له غم او رنځ نه خلاصې او آزادې شوې او …

زه هم له دغې یادې ډلې نه مثتثنا نه یم. بیخي همدغسې یو شی یم، خو زما توپیر له ځینو سره په دې کې دی چې یو خو د دې ورځو د لمانځلو شوقي نه یم، دعمل پلوي یم. او بل دا چې زه له نورو سره د خپل نظر توپیر په دې کې وینم چې هر کله مې ویلي او اوس هم وایم چې:

دوستانو!

ــ د مارچ اتمه مه لمانځۍ، چې کور ته لاړئ، ښځې ته ښکنځل مه کوئ،

ــ د کور او ژوند د هرې ملامتیا پیټی د ښځو پر اوږو مه باروئ،

ــ په ښځو نمایشي فوتبال مه کوئ، لږ انساني آزادي ورکړئ،

تیر کال هم په همدې ورځ ما دې موضوع ته همداسې اشاره کړې وه:

«هرکال چې د ښځې ورځ، د مور ورځ او یا په ښځو پورې اړوند بله کومه ورځ رارسیږي او یادیږي، ما ته دغولولو، تیرایستلو او پر ښځو باندې د ترسره شوو او روانو ظلمونو د انځورولو له پاره د لغاتو لښکر را روان وي او راته وایي چې دا دی موږ تیاریو، موږ وکاروه، د دې موجود«ښځګلې» دغه اوسنی حالت ورباندې انځورکړه او… »

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_mubarak_de_march_atema.pdf

زه یې داسې انګیرم چې په دې یوه کال کې چې تیر شو(د ۲۰۱۴ کال د مارچ له اتمې تر نن پورې) موږ نه یوازې د ښځو د حقونو په برخه کوم مثبت بدلون نه دی راوستی، بلکې که څه پټ نه کړو او په رښتیا له ښځو سره خپل کړه میدان راو باسو ، نوښکاره به شي چې له نورو وختونه په دې تیر یوه کال کې زموږ د بدو کړو تله نوره هم درنه شوې ده او هغه څه مو کړي دي چې اوس یې خپله هم بیرته ویلای او یادولای نه شو.

میډیا ته که لږ سر ور ښکاره کړئ،له ښځو سره د شوو بدو کړو تله دومره درنه ده چې ښه یې په سلنه کې نه راځي. څو مثالونه یا سرلیکونه او مثالونه به یې وګورو، بیا دې هر څوک خپله قضاوت ته کینې چې موږ څومره له ښځو سره ښه کړي او څومره مو بد کړي دي.

خپلو کړو ته په کتو سره، آیا موږ حق لرو چې ووایو:

افغان میرمنو او ښځو!

د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ دې درته مبارکه وي!

نه،

زما له خوا خو نه ده،

موږ دا حق نه لرو چې ښځو ته دا توري د درناوي په توګه وکاروو. ښځه به وايي چې: له دې مبارکۍ نه دې زه تیره یم، وهه مې مه، ښکنځلې مه راته کوه، مور پلار مې په بده مه یادوه او …

زموږ په ټولنه کې تریخ واقعیت دا دی چې ټول پوهیږي چې موږ له ښځې پیدا شوي یو، زموږ د ناتوانۍ، ځوانۍ، زړبودۍ او هر ډول حالت خدمت، د مور، خور ورینداراو میرمنې په نامه،همدې ښځې کړی دی او کوي یې خو …

که د اولاد څیره هسې لږ ستړې او نیولې ښکاره شي، دمور زړه ورسره ستړی وی او نیولی وي، رپیږي چې اولاد ته یې څه ور پیښ دي؟ او…

خو له دې ټولو خبرو سره سره، ښځې ته د دویم لاس موجود په سترګه کتل کیږي او د «ښځه یا په کور یا په ګور» مساله که په خوله ونه وایو، د ذهن په دهلیزونو کې خو مو دغه ایدیا شپیلۍ غږوي. دا ځکه چې دا ایدیا مو له ټولنې نه اخیستې ده او په همدې فکري دایره کې را لوی شوي یو. په همدغه حساس ځای کې دی چې د ښځې په برخه کې روڼ اندي او مسول قلموال باید له دې فکري دایرې پښه دباندې کیږدي او و وايي: نه، نه ښځه په کور او نه ښځه په ګور، بلکې ښځه د ژوند ملګرې او مور، بیا نو که کور هم وي د خدای رضا به وي او که ګور هم وي د خدای رضا به وي، او د خدای دا رضا به نه یوازې د ښځې له پاره وي، بلکې د نر او ښځې دوا ړو له پاره به وي.

که یې د تیر کال د مارچ له اتمې نه را ونیسې بیا تر دې مارچ پورې او لکه د چا خبره تول او ترازو یې کړې، هغه نصیحتونه، عذرونه، توصیې، انتقادونه او … چې تیر کال په همدې ورځ شوي وو ، که له ښځو سره خپل چلن د هغو په آیینه کې وګورو،نه یوازې دا چې د افغان ښځې په عیني ژوندانه کې د ښيګڼې پر لوري بدلون نه دی راغلی، بلکې منفي اړخ یې غوړیدلی او چاق شوی دی.

د نړۍ په ټولو برخو کې د دنیا څه نا روا او ظلم چې دی ، د افغان ښځو په برخه لیکل شوی دی. کیدای شي شل سلنه د میډیا دایرې ته رسیدلي وي او نور یا عمدآ او یا د نا پوهئ او بې خبرئ له وجې او یا د ځان سانسورئ له مخې د میډیا له ستوني نه وي را وتلي او د ښځو په حق کي په سل ګونو زره نا رواوې پټې پاتې وي. زه به یې یو وارې بیا څو بیلګې در په یاد کړم، ستاسو خوښه چې ملامتوئ مې او سلامتوئ مې:

ــ د پغمان ډله ایز جنسي تیری (بي بي سي)،

ــ پر پنځه کلنې نجلۍ جنسي تیری (بي بي سي)،

ــ پر خپلې لور باندې جنسي تیری (روهي)،

ــ جسد بې سر زن جوان از غرب کابل پیدا شد (ګران افغانستان)

ــ دایکندي کې سړي د خپلې ښځې پزه پرې کړې (بي بي سي)

ــ مردی در ولایت بغلان لب های خانمش را برید(ګران افغانستان)

ــ مردی در ولایت هرات ، همسرش را با بیل کشت(ګران افغانستان)

او په سلګونو داسې نور بیلګې.

زموږ په هیواد کې چې له ښځو سره څه شوي او څه کیږي، هر څوک له خپلې کړکۍ ور ته ګوري. څوک یې ملامتیا د ټولنې په وروسته پاتې والي ور اچوي او څوک یې د جګړې اور او باد ته سپاري، خو یو نمونه له یوه بل هیواد نه:

په لویدیځ کې که یو نارینه یوې ښځې ته لاس ور واچوي، نو له سختې سزا سره مخامخیدای شي. د ۲۰۱۴ کال د اګست په اولسمه نیټه میډیا دیوې پيښې ګزارش ورکړ چې یوه پاکستاني یوې ښځې ته په لاس اچولو اوه کاله د زندان سزا ور په برخه شوه.

«د بریتانیا په ستوک انډ ترینټ ستفودشایر ښار کې یوې محکمې دا پاکستانی په دې خاطر په ۷ کاله کوټه قلفي بند محکوم کړ چې یوې نجلۍ ته یې لاس اچولی و.

د پاکستان د ګوجرات دغه ۳۱ کلن ځوان ته دومره سخته سزا په دې خاطر ورکړای شوه، چې ده د سږ کال په اپریل میاشت کې په یوه کلب کې د یوې شپاړس کلنې نجلۍ د ښکلولو او دوه ځلي هغې ته د لاس اچولو هڅه کړې وه.»

http://www.taand.com/archives/29548

د ښځو د حقونو په ځای کیدل او مراعاتیدل ، نه د ښځو وزارت په جوړولو کیږي اونه هم د کومې بلې چوکۍ په ورکولو. زه یې داسې انګیرم چې د ښځو د حقونو مراعاتیدل او احترام لومړی له یوه شخص نه پیل کیږي، بیا له کورنۍ نه او بیا همدغسې وړاندې تر ټولنې پورې . تر څو چې موږ د ښځو پر وړاندې خپل فکري لوری بدل نه کړو او په ذهن او ضمیر کې ښځه ونه پیژنو، نه د ښځې مقام پیژندلای شو او نه یې درناوی کولای شو.

د افغانستان په ټولنه کې پر ښځو باندې تیری، ناروا او ظلمونه په هیڅ ډول تورو او کلماتو نه شي بیانیدلای.

پای

17 total views, 1 views today

1 comment

  1. ع. شريف زاد Reply

    بهاند صاحب دغه ټولنه بدلون غواړي،پوهه غواړي، قناعت غواړي، رښتيني انساني جهان بيني ته چې په هغې کې چل ،دروغ، سازش، لاپې او شاپې، احساسات او هسې په نوم ناري سورې لکه د مارچ اتمه څه ګټه لري . که ګټه لريي هم خو ستا د خبرو پر بنا چې علاج ېې بايد وشي چې څه ډول امکان لري ؟تاسي وګوري چې زموږ فرهنګ په کوم لوري روان دى په کلونو مو دغه ناوره اوريديلي، کتلي، ليدلي خو بيا مو ځانونه د همدې حکومتونو په شان کاڼه اچولي دي ولې ؟ د خپلو ګټو لپاره اويا د خپلې ناپوهي لپاره؟ اوس زموږ فرهنګ له د ننه د بل چا په زور دغه لمانځني پيل کړي د بيات تلويژن مو يوې خواته کشوي د اميتابچن يا باليووډ فلمي جايزې مو بلي خوا دتماشو ته رابلي چې عاقبت به خير! خبره لاچيرې ده بيا دپارلمان ګونګي چې د فساد په زور دلته راغلي د ابه په دې چيغو ،په بشپره بيسوادي کې د ښځو لپاره څه پيغام ولري خو هرڅه په پوهه او ځان پېژندنه کيږي نه په دې دول چمونو دابار مزله ته ته رسيږي ځکه بدلون چيغې نه دى، ګواښ نه دى، غاښ چيچنې نه دى او نمايشي يا قالبي تصوير نه دى چې د ټولنې پر اوږو يې سپور کړو موږ لاهم د احساستو په بړاسونو کې بل راپرزوه او کوښښ مو په دې کې چې له لنډې لاري ځنګه خپلې ګټې تر لاسه کړو او ډير اوچته خبره لاد داده چې هر څوک غواړي چې مشهوره شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *