Categories

اعلان

Loading…

نامعلومو وسله والو په کابل کې د صوفیانو پر مذهبي ودانۍ برید وکړ

تاند- وسله والو کسانو نن ماښام په کابل ښار کې پر یوه مذهبي مرکز د بې ږغه وسلو په وسیله حمله وکړه. د لومړنیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۶ تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې څو تنو وسله والو د ښار په لوېدیځ کې پر یوې ودانۍ، چې خلکو پکې د ماښام لمونځ کاوه، برید وکړ.

ویل شوي چې مذهبي مرکز په صوفیانو یا نقشبندیه طریقې پوري اړوند دی. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د صوفیانو پر یوه مرکز برید کېږي.

په دې برید کې لږ ترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي. وسله وال له حملې سمدستي وتښتېدل خو پولیس وايي چې د برید په تړاو یې ۵ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

تراوسه چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

9 total views, 1 views today

2 comments

  1. زلمی Reply

    دنادانو ، احمقو او جاهلو مسلمانانو په وسیله به یو او بل سره وژنی د طریقی او مذهب په نامه، ددی نه بل لوی حماقت او جهالت به تاسی ونه گوری په تول جهان کی، دخدای لپاره که طریقه او مذهب گناه او کفر وی نو بیا ولی داسلامی ملکونو عالمان قرار ناست دی هیس هم نه وایی دطریقو په باره کی خو دغه عالمان دی تول سره یو زای شی اویوه فتواه دی ورکری ، صحیح یا غلط ، تر سو چه خلگ خپله لاره وپیژنی. په درناوی

  2. Mohib Reply

    دا به لا کوم لیونی وی چی طریقت او تصوف ته مکروه قدری هم ووای ناروا خو یی لا پریږده.

Leave a Reply to Mohib Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *