Categories

اعلان

Loading…

القاب ورکول کېږي، غوښتل کېږي نه!- سید اصغر هاشمي

القاب هغه چا ته ورکول کېږي چې مستحق یې وي، خو ځينې وخت ولس مو د خلکو په قوارو تېر وځي او ځینې کسان په بېلابېلو لقبونو یادوي.

که ښایسته ږیره ولرې او سپینې جامې دې په تن وي، ډېر خلک دې د حاجي صاحب په نوم یادوي.

څوڅو ځلې د خلکو له خوا د ډاکتر، انجنیر، مدیر او قاري په نامه یاد شوی یم، چې یو هم نه یم.

القاب  اکثره وخت د خلکو له خوا ورکول کېږي او ځینې وخت یې خپله شخص غواړي، چې په دواړو حالاتوکې باید له احتیاطه کار واخلو او داسې انتخاب ونه کړو چې د خلکو د خبرو لاندې راشو.

د وزیر محمد ګل خان مومند په وخت کې پوهاند عبدالحی حبیبي، استاد ګل پاچا الفت، عبدالروف بېنوا، قیام الدین خادم او پوهاند صدیق الله رشتین ته د پنځو ادبي ستورو القاب ورکړل شول. که چېرې داسې یو کس پیدا شي، چې له دې پنځو ستورو نه  یې زیات خدمتونه خپلې ژبې او فرهنګ ته کړي وي، نو دې ښاغلو ته به څه وایو.

سره له دې چې پنځه واړه کسان زما د سترګو تور دي، خو بیا هم حقیقت نه سترګې نشو پټولای.

په نورې نړۍ کې داسې معیارونه نشته او د القابو په ورکولو کې له دقت او فکر نه کار اخلي.

د ځینې لیکوالانو او محقیقینو په کتابونو کې وینم چې د ځینو کسانو د نومونو سره فاضل، لوی، علامه، نابغه او داسې نور القاب ذکر کوي، چې د څېړنې میتودولوژي د اساساتو پر بنا دا سم کار نه دی.

په ډېرو کتابونو او د خلکو له خولې مې اوریدلي دي، چې حمزه شینواری د غزل بابا دی، دې کې هېڅ شک نشته، چې حمزه شینواری د درېیمې دورې ښه غزل ویونکی شاعر دی. خو د غزل بابا نوم ورته ځکه مناسب نه دی. که چېرې له دې بل ښه غزل ویونکی شاعر پیدا شي، هغه ته به څه وایو او که له دویم کس نه بل ښه غزل ویونکی پیدا شي هغه ته به څه وایو.

ځینې لیکوالان داسې استدال کوي، چې حمزه شینواری د خپل وخت د غزل بابادی او که بل پیدا کېږي هغه به د خپل وخت د غزل بابا وي، چې دا سمه خبره نه ده، او که داسې وي نو موږ به په یوې دورې کې په لسهاوو د غزل باباګان لرو.

ځینې القاب دي چې په زحمت اخیستل کېږي، لکه: د پوهنتون د استادانو علمي رتبې چې هر استاد یې په هرو درېیو کلونو کې اخلي، د پوهنتون هر استاد کولای شي چې د خپل نوم سره د خپلې علمي رتبې یادونه په ځینو ځایونو کې وکړي.

د پوهنتون یو استاد و، علمي رتبه یې پوهنیار وه او د ځان لپاره یې پوهنمل لیکه، چې کله وزارت پرې خبر شو، اختاریه یې ورته ورکړه . او رښتیا هم دا په اکاډمیکو چارو کې لویه تیروتنه ده.

د افغانستان منتخب ریس جمهور ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی، چې درې phd  او درې ماسټریانې لري، ټولو ادارو ته وویل، نور به زما له نوم سره ډاکټر او احمدزی نه لیکئ او یوازې محمد اشرف غني به لیکئ او د دې په مقابل کې ډاکټر عبدالله عبدالله د جلالتمآب د لقب غوښتنه کړې ده.

لقب غوښتل کېږي نه بلکې په زحمتونو او کړاوونو اخیستل کېږي.

11 total views, 1 views today

2 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    سيد اصغر هاشمي؟

    داجه خبله بوه او دانشمند ليكنه دي هم علمي أودّ درس ور ده.

  2. خالده خالد Reply

    جل جلاله هو، جلال،تعالی،عظیم،عزت،قدرت،رحمت،حضرت،سادات،مارشال،جنرال،ډاکترپروفیسور،پروفیسور،استاد،معلم،خادم : دا ټول دهغو درجو یا رتبو نومونه دي چې نظرپه لوړوالي ، کار او لیاقت دمقابل له خوا دحق څښتن ته ورکول کیږي.لکه دکائناتو پیدا کونکئ لوی خالق دی چه د جلال الله او دهغه رسولانوئې چه خلکوته یې دالله (ج) عبادت کولو لاره وښدله
    دحضرت لقب یا درجه ورکړه۰
    خو زمونږدبې سر پوښه کټو ِغریب هیواد کې هر یو سترګی وزیر پاچا دی او بې له کوم لیاقت یا کوم ښه کار چه امت یا ولس ته ئې کړی وی ځانوته په
    سرالقابونه او درجې ورکوي،او څه په فخر. په امریکه یا نورو هیوادو کې چه۶۰ ،۶۵،کلو ته ورسیږي هیله دمارشالۍ رتبه ورکول کیږي خو په کوبل
    کې هر وخت چه دزورور زړه وغواړي ځانته یو لقب ورکوي.دي ته وائې خودخوائې .یو نه وائې چه ربه خادم بنده دیم ،دخلکو دپښو خاورې یم وس راکې چه ستا امت زړونه له ځانه خوښ کړم . بیتالمال چورسو اوس دلقبونوواردی،داسې نه وائې چه آخر درویش اوخان دواړه ددې خاورې بنده دي۰
    اګر ز باغ رعیت ملک خورد سیبی
    بر آورند غلامان او درخت از بیخ
    به پنج بیضه که سلطان ستم روا دارد
    زنند لشکریانش هزار مرغ به سیخ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *