Categories

اعلان

Loading…

کاغذي سلطان/ اباسین بریال

له ملګرو سره مې بحث و، هغه څوک چې یوه جوړه درېشي په ۱۶ زره امریکايي ډالره په فرانسوي خياط جوړه کړي او د نړۍ تر ټولو قیمتي ګړۍ په لاس کړي، هغه هېڅکله د خلکو د وژلو شوق نشي کولای – هغه شخص په ژوند او د ژوند په نعمتونو مین پوست سړی دی.

د لویې جرګې په خیمه کې د موازي حکومت د اعلان په ورځ مې خپل رنځېدلي ملګري د شيک پوش کاندید په اړه په دې خبرو ډاډمنول، خو چې شپه به شوه له ځان سره به مې مسولانه مناقشه شروع کړه، نو زه به تر ملګرو ډېر وځورېدم، خبره داوه، چې موږ خواران له مقتدرو خلکو د خير تمه نلرو، له شره یې امان غواړو.

په وروسته پاتې دنیا کې د خلکو او غټانو ترمنځ رابطه همدغسې غیر اخلاقي فلسفه لري.

د ډاکتر عبدالله په انتخاباتي کمپ کې ډېرو شريفو خلکو، ډېرو مهذبو او وطندوستو خلکو خولې تويې کړې او د خپلو ملي ارمانونو رژېدا یې غوښته، خو هغه ارمانونه چې د خلکو په سینو کې وو او هغه ارمان چې د کتار د سر سړي په ککره کې و، لکه ځمکه او اسمان سره ټیټ او بر وو.

له انتخاباتو پنځه مياشتې وخت تېر شوی، ډاکتر عبدالله د حکومت دویم ستر سړی دی، هر ملي تصمیم ويتو کوي، تصمیم نيسي، هم یې متلفین او هم یې انتخاباتي حریفان کرم ته ناست دي، خو د نوموړي هېڅ اقدام ځورېدلو او مرستې ته سترګې په لاره خلکو ته ځواب نشي ویلای.

چې د دارلامان په سړک په ځانمرګي برید کې کابلۍ نجلۍ مړه شوه، عبدالله یې کور ته له یو درځن تلویزیوني کمرو سره لاړ، خلک حیران وو، چې مشر غمرازي کوي، که د مړي د ورثې په خوله پورې خاندي.

چې پنجشیر ته لاړ د بېلچې ډانګی یې لاس کې نیولی و او پلویانو یې په خواله رسنیو کې عکسونه شریکول، چې ډاکتر صیب خپله واورې توږي. هېچا سفر ته ونه کتل، چې مشر څومره فیشني مانور کوي؟ له سړکه به یې یو پارو واوره توږلې وي، خو تر شا یې دېرش سرتیري او باډیګارډان دده د ساتنې لپاره پیره ولاړ او له عملیاتي کمپاینه وتلي وو، لارې بندې وې، غریب سړي – کلیوال سړي‌ صحنې ته د تګ اجازه نلرله، له مشر سره د خلکو د کتلو امکانات تر والي او څو بړیڅو محدود وو او تلویزیونونو د خلکو د بدې ورځې پر ځای د مشر مستند تصویراوه.

زه چې ښار کې بنرونه ګورم، چې په ملي ټلویزیون د ولسمشر او عبدالله عبدالله ترمنځ د راپورونو د خپراوي سیالي ګورم، په سرو غالیو یې پریډونه ننداره کوم، راته ښکاري، چې لا هم مشران د کمپاین موډ کې دي، لا هم بریالي شوي ندي او د خلکو د غلطولو، سترګو ته د خاورو شیندلو او تبليغاتو مسابقه په خوند روانه ده.

یوه هندي پښتانه راته د پخواني هندوستان د نوابانو کیسه کوله، چې خلکو زړونو ته رسېدلې وه، چې نوابان تر عادي وګړو خدای ته نږدې دي، موږ فطرت مجبوره کړي وو، چې ټول وخت د دوی لاسونه ښکل کړو (‌بس یوازې تر اقتدار وړاندې د نوابي ذات د مورثیانو په توګه په ولاړه او په اقتدار کې په ناسته او خاپوړو.)

موږ په یوویشتمه پېړۍ کې له همداسې یو حالت سره مخ یو، فرق دا دی چې موږ مستبد خلک پخپله په ځان مسلط کړل، د خلکو د رایې په نامه مو مشروعیت او صلاحیت ورکړ او هندي نوابان له حاکمو پلرونو مسلط زيږېدل.

حکومت او اقتدار په افغانستان کې د فېشن، مانور او د څو کسانو د سليقې د تمثیل دایره جوړه شوې. د وړمې ورځې فرمان د همدې سلسلې یوه عادي کړۍ ده، چې اجرایه ريیس سره مقام عالي مه لیکئ، جلالتماب یې بولئ. نه پوهېږم، له دې وېرې چې له شانه به یې څه کم شي، اعزاز به یې صدمه وويني او که له غریب ولس سره به د مشر توپیر سخت شي، که جلالتماب ونه بلل شي.

که د افغانستان ستونزه د القابو کمی وي، نو بیا ښې خواته روان شوو.

7 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *