Categories

اعلان

Loading…

بيټني: په کراچي کي د افغان تجارانو ستونزي له منځه وړم

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١۲-۱۲

کندهار، افغانستان- د پاکستان نوي کونسل د کندهار له سرپرست والي سره د ليدني پر مهال ژمنه وکړه چي د افغان تجارانو په وړاندي هغه ستونزي چي ځيني وختونه يې په کراچي کي اموال بند پاته وي، له منځه وړي.

په دې ليدنه کي چي په ولايت مقام کي وسوه، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د پاکستان کونسل محمدعارف بيټني، پخواني کونسل فرمان الله يوسفزی او د هغه مرستيال ساغر سليم او د بهرنيو چارو رئيس عبدالنافع ثناء ګډون کړی وو. په غونډه کي محمدعارف بيټني د پخواني کونسل له خوا کندهار والي ته وروپېژندل سو.

د پاکستان مخکني کونسل وويل چي د وېزو په برخه کي يې مراجعينو ته ډېري اسانتياوي رامنځته کړي دي. هغه زیاته کړه په ۲۴ ساعته کي وېزه ورکوي، خو که کوم څوک ناروغ وي او عاجل سفر ولري، نو په هماغه ګړي وېزه ورکوي. نوموړي غوښتنه وکړه چي افغانان په قانوني ډول او له پاسپورټ سره پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان نوي کونسل محمدعارف بيټني وويل په کندهار کي ډېر پرمختګونه سوي دي. اوس د کندهار بڼه بېخي بدله سوې ده. هغه زياته کړه: ډېره خوشحاله سوم چي کله مي د کندهار پاک سړکونه وليدل او له پرمختګونه څخه يې خبر سوم.

بيټني ژمنه وکړه چي تر وسه به په اينده کي د وېزو په برخه کي اسانتياوي رامنځته کوي او د کندهار له ولايتي ادارې سره به ښه مناسبات پالي. نوموړي له ولايتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چي د تعليمي بورسونو لپاره دي د ولايتي ادارې له خوا متعلمين رامعرفي کيږي، تر څو مستحق کسان سکالرشيفونو ته لار پيدا کړي.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کندهار د پرمختګ لوی لامل د خلکو همکاري وښوده او هيله يې وښوده چي له پاکستان سره ښې اړيکي ولري. نوموړي وويل ځيني وختونه په کراچي کي د افغان تجارانو اموال بند پاته وي، چي له دې سره خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وي. ښاغلي ويسا هيله وښوده چي د تجارانو دا ستونزه هواره سي.

سرپرست والي داراز غوښتنه وکړه چي د کندهار او کويټي تر منځ د بسانو او الوتکو تګ راتګ يو ځل بيا پيل سي او ويې ويل چي د هر هيواد کونسلګري بايد د ولاياتو لپاره امتيازات ولري، يعني یوازي پر سفارت اکتفا ونه کړي. نوموړي وويل پاکستان او افغانستان په کلتور، مذهب، ژبه او تجارت کي ډېر مشترک ټکي لري، ځکه نو سوله ييزي اړيکي د دواړو هيوادونو په ګټه دي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي هم د پاکستان او افغانستان له ګډو ټکو او مشترکاتو څخه يادونه وکړه او ويې ويل چي سوله ييزي او دوستانه اړيکي د دواړو هيوادونو په ګټه دي. هغه زیاته کړه نور د دې وخت رارسېدلی چي دغه دواړه هيوادونه په ګډه د ترهګرۍ په وړاندي مبارزه وکړي او له روانو ناخوالو څخه ځانونه وژغوري.

د بهرنيو چارو رئيس عبدالنافع ثناء وويل چي د بسانو د ټرانسپورټېشن قرارداد سوی، چي بايد د کونسلګرۍ له خوا تعقيب سي او هيله يې وښوده چي پاکستان يو ځل بيا د کوچنیو الوتکو د تګ راتګ زمينه برابره کړي. هغه داراز يادونه وکړه چي پاکستان بايد تعليمي بورسونه له ولايتي ادارې سره همږغي کړي، تر څو له متعلمينو څخه همدلته ازموينه واخيستل سي او مستحق کسان د تعليم لپاره پاکستان ته ولاړ سي.

5 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *