Categories

اعلان

Loading…

هیله او کبرا؛ دوه پیښې یوه کیسه/ مدثر اسلامي

هیله آرین زما د ماسټرۍ دورې همصنفۍ وه، خواري کښه او درسونو ته پابنده نجلۍ ښکاریده. د ماسټرۍ درسونو تر څنګ دارالمعلمین کې ښوونکې هم وه. د ماسټرۍ په پای کې د تیزس دفاع لپاره سویډن ته تلو؛ دې سره اندیښنه وه، چې کورنۍ یې بهر ته د تلو اجازه نه ورکوي.

سره له دې، چې هغې پخوا هم امریکا ته سفر کړی وه، د سویډن په لاره ترهیدلې معلومیده، ډیرې خبرې یې نه کولې، خپل ټیلیفون کې بوخته وه، له نجونو سره هم ډیره نه غږیده.

د سویډن کارلستاد ښار ته نیمه شپه ورسیدو، د ښار یواځې څو هوټلونه خلاص وو، چې حلال پکې له سره نه و. مونږ له مجبورۍ یوه ایټالوي هوټل ته ورغلو، چې له پاستې (مکروني ډوله خواړه) پرته پکې نور څه نه پیدا کیده. د پاستې قابونه لا هماغسې ډک ایښي وه، چې مونږ په پاسته اخیستو پښیمانه شوي وو. بیا مو ځانونه ایله د خوب خونو ته ورسول.

نور همصنفیان تر ډیره د تیزس دفاع ته وارخطا وو، خو دا تر ډیره ارامه او انګریزانو په خبره ریلکس وه. دوه ورځې، چې تیرې شوې، رویه یې پوره بدله شوه. اوس نو مونږ باوري شوي وو، چې هیله له کور نه د لرې والي له امله ناروغه شوې.

دریمه ورځ سهار مونږ ډلې ډلې پوهنتون ته لاړو. په ټولګي کې د هیلې د کوټې ملګرې مونږ ته د هیلې د ناروغۍ په اړه وویل؛ دې خبرې ټول لا نور وارخطا کړو. زمونږ سویډني ښوونکې له اندیښنې ټولګی پریښود او د هیلې د پوښتنې لپاره له یوې بلې نجلۍ سره هوټل ته ورغله. د هوټل کمرو له لیدو وروسته یې زمونږ افغان ښوونکي ته ټیلیفون وویل، چې هیله نور بیرته نه راګرځي. ټوله ورځ د هیلې د راتلو په تمه وو، خو رانغله.

سبا یوې بلې همصنفۍ د ښوونځیو په پرمختیايي شوراګانو کې د ښځو ونډې په اړه د تحقیق نتایج وړاندې کړل. په پای کې یې وړاندیز دا وه، چې د افغانستان تعلیمي بهیر کې د ښځو د ونډې ډیرولو هره هڅه باید د اسلامي فرهنګ او افغاني دود په رڼا کې وشي، که نه نو پایلې به یې ناکامې وي.

له دې سره د تیزس لارښود استاذ د نوموړې په خبرو کې ورولوید او په جدي لهجه یې ترې وپوښتل: که افغاني دود او اسلامي فرهنګ دومره منل شوی وی، نو هیله ولې درنه وتښتیده؟ د هغه په وینا هیله او ورته نورې نجونې له افغانستانه ځکه تښتي، چې له اسلامي فرهنګ او افغاني دود نه تنګ شوي!

پرون، چې کبری خادمي د خپل بدن شا او مخ ته وسپنیزه توبره اچولې وه، یو ځل بیا مې د سویډني استاذ خبرو په غوږونو کې کړنګهار وکړ. له هیواده بهر ډیرو ښځو او سړیو به بیا تصور کړی وي، چې افغان سړي د وحشت او حیوانیت ښکاره مثالونه دي. په داسې حال کې، چې کبری او هیلې دواړو د خپلو شخصي غوښتنو په موخه وطن ته بدنامي واړوله.

318 total views, 1 views today

3 comments

  1. خالده Reply

    وائې په پاده کې چه یو پرښنه (ریخ باد) وکړي نو دټولې پادې نوم بد شي: کبرا خادمي لمړۍ یوه افغانه نه ده بلکې دخارج چوپړه ده .دبلې خواه که دا افغانه هم وي یوه ډمه ده او ډمه په اسلام څه خبره ده .دا ټوله پالیسي ده له یوې خوا غواړي چه مشهوره شي او له بلۍ خوا زمونږد ښخو،دین او مذهب نوم بد کړي .خو وروره مه خپه کیږه دسپي په خوله دریاب نه مرداریږي ددې پلان دی چه په په رکم خارج ووځي۰

  2. سیدولی صافی Reply

    اسلامی صیب ډیر ښه تړاو او ربط دې د دوو پیښو ترمنځ بیان کړی.

  3. سیدولی صافی Reply

    اسلامی صیب ډیر ښه تړاو او ربط دې د دوو پیښو ترمنځ بیان کړی. په ګوتو او قلم دې برکت شه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2