Categories

اعلان

Loading…

د کوچنیانو ادبیات- تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

پوهندوی آصف بهاند

شپږمه برخه –

پخوا له دې چې په افغانستان کې جګړه او له جګړې نه را زیږیدلې سونامي ګانې پیل شي، د کوچنیانو ادبیاتو ته د هغه وخت د پوهې او امکاناتو په چوکاټ کې پاملرنه شوې وه. کوچنیانو خپرونې درلودې، کیسې او شعرونه ورته چاپیدل، ځانګړې مجلې یې درلودې او په رادیو افغانستان کې د کوچنیانو په نامه مطالب خپریدل او د کوچنیانو د روزلو په نامه ټاکلی وخت ورته ځانګړی شوی و.

زما د خپل تنکي زلمیتوب وخت په یاد دی چې رادیو د کوچنیانو د پروګرام نه علاوه، ماښام مهال د ماشومانو د ویده کیدو په وخت کې د ماشومانو په ژبه، په ډیر خوږ او مهربانه انداز سره د پنځو دقیقو له پاره د کوچنیانو د آرامه ویده کیدو په غرض یوه کیسه خپروله او زه خپله سره له دې چې د کوچني دوب دوره مې نوره پای ته رسیدلې وه، خو دې کیسو دومره خوند راکاوه چې ما به ټول کارونه پریښودل او دماشومانو او کوچنیانو په ډله کې به ورته ناست ومه او غوږ به مې ورته نیوه او حتی د هغو کیسو په فکو او خیال کې به ویده کیدمه، خو اوس …

د ظاهر خان او داود خان د واکمنۍ په وخت کې، په هماغه وروسته پاتې زمانه کې او د ډیرو لږو امکاناتو نه په استفادې سره د کوچنیانوغم تر یوې اندازې خوړل کیده. یعنې هیر نه وو، خو د سرو، شنو، سپینو او اوس لا تورو بادونو له را الوتلو سره سم د کوچنیانو له پاره هغه پروګرامونه، فکرونه او پلانونه لاړ په اوبو لاهو شول. د کوچنیانو پروګرامونه لا څه کوې چې خپله کوچنیانو باندې څه راغلل او څه به ور باندې راشي. د ادبیاتو اوروزنې غم خو نه شته چې نه شته، د یوې مړۍ ډوډۍ او ژوندي پاتې کیدو سوال یې را مخته شوی دی.

د ظاهر شاه او دواود خان د واکدارۍ په زمانه کې د کوچنیانو له پاره ټاکلې چاپي خپرونې او په رادیو کې د کوچنیانو له پاره له ټاکلی پروګرام نه علاوه، ماښامنۍ کیسې اورول کیدې. پخوا یې زما د کار کوونکو نومونه لا په یاد وو، خو اوس مې یوازې د آغلې ستاره امیني نوم په یاد ده، هغه هم بل چا را په یاد کړ.

کله مې چې د کوچنیانو د ادبیاتو د مقالو پر همدې لړۍ او همدې برخې باندې څیړنه کوله، د ستاره امیني نوم مې هم هیر شوی و، نو مې لطیف لالا(ډوکتور لطیف بهاند) ته په چت کې ولیکل:

سلامونه،پخوا له انقلاب نه په رادیو کې یوه میرمن وه چې د ماښام له خوا به یې د پنځو د قیقو له پاره ماشو مانو ته د ماشومانو په ژبه د خوب په وخت کې کیسې کولې، هغه څه نومیده؟

هغه بیرته راته داسې ولیکل:

«سلامونه ، یوه خو ستاره امیني وه او لږ بوډۍ زلیخا فخري. له هېواد دوسته هم وپوښته. هغه کله کله د ماشومانو خپرونې ته ورته.»

بیا مې پر کاره فرهنګي، ښاغلي یوسف هیواد دوست سره د تیلیفون له لارې دا موضوع مطرح کړه او وریاده مې کړه چې د ستاره امیني کیسه کول دې په یاد دي که نه؟

هیواد دوست صاحب لطف وکړ او له ستاره امیني نه ور وړاندې یې څه نور خلک را یاد کړل او په دې باب یې مفصل ځواب را کړ. لنډیز یې په دې ډول دی:

«په ۱۳۴۶ او ۱۳۴۷ کلونو کې د سالار زي په نامه څوک و چې د ماشومانو له پاره به یې کیسې کولې،

بله میرمن ظریفه نومیده چې د وړو له پاره به یې نصیحت ډوله کیسې او نکلونه برابرول او اورول،

وروسته بیا کاکا منجاني را پیدا شو چې همدا اوسنی مرزا قلم یا استاد امان اشکریز دی چې د ماشومانو په ژبه به یې دوی ته خوږې کیسې کولې،

بیا د ویاند په نامه هم چا کیسې کولې،

بیا بل څوک راغی چې طوطاخیل نومیده او همدا د کوچنیانو پروګرام یې چلاوه،

وروسته بیا صایمه مقصودي راغله او څه موده یې دا پروګرام وچلاوه،

بیا همدا ستاره امیني راغله او ښایسته ډیره موده یې په ډیره ښه وجه د ماشومانو د کیسو پروګرام پر مخ بیوه،

له ستارې نه وروسته بیا خپله ماشومانو ته وخت برابر شو او تمثیل به یې کاوه او په خپل غږ او هڅو سره یې د کوچنیانو د خوښې وړ مطالب برابرول او خپریده به.»

د ټوپکي ناورین له پیل نه وروسته، د کوچنیانو ادبیاتو لکه نورو ټولنیزو بنسټونو داسې صدمه ولیده چې اصلاً د صحنې او میډیا له مخ نه لرې کړای شول. د کوچنیانوادبیات څه چې خپله کوچنیان د تباهۍ کندې ته ور پورې وهل شول. تر دې بریده ضربه ورکړل شوه چې ځینو څیړونکو د کوچنیانو د ادبیاتو بد حالت د انځورولو په ترڅ کې وايي چې اوس ماشومان د بزک چیني کیسه نه پیژني. د کوم پلار یا کومې مور که په یاد پاتې وي، ښه و تر ښه که نه … او لږ د کوم کوچني په یاد پاتې وي نو د اوسنیو جګړو او ټوپکي حاکمیت له کبله بزک چیني د ماشومانوهیر دی یوازې یې د بزک چیني د کیسې داړونکی لیوه په یاد دی او …

له ۱۹۹۲ م کال نه وروسته د افغانستان په تاریخ کې د یو نوي ناورین په پیل کیدو سره، تر ۲۰۰۲ کال پورې د ننه په افغانستان کې د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې هیڅ هم نه دي شوي.

له ۲۰۰۲ کال له پیل سره سم کله چې دامریکايي او غربي دیموکراسۍ پیښې پیل شوې، د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې یو څه شخصي او څه هم رسمي حرکتون شوي دي چې هغه هم تر ډیره له ناکامۍ سره مخ شوي دي. هغه خوب، خیال او پلان چې ځینو قلموالو او فرهنګیانو د ماشومانو او کوچنیانو د روزلو او په ځانګړي ډول د کوچنیانو د ادبیاتو د بیا رامنځ ته کولو له پاره درلود، په ټولنه کې د بد نظامي او سیاسي حالت د حاکمیدو او ټولنه باندې د فقر، بیسوادۍ او جهالت د تورې پردې د غوړیدو په وجه د تطبیق وړ نه و او نه دی.

هغه شرایط چې په اروپا کې د یو ماشوم د پالنې، تغذیې، صحت او روزنې له پاره په نظر کې نیول شوی او عملاً تطبیقیږي، د هغه دوه سلنه زموږ په هیواد افغانستان کې نه شته او نه هم تطبیقیږي. دا حالت دا تریخ واقعیت باید سترګو ته ودرو چې ماشومان او کوچنیان چې له هره اړخه وکتل شي، حقونه یې نه ورکول کیږي، ظالمانه چلن ورسره کیږي، خوار او بیوزلي دي.

زموږ په ټولنه او زموږ په هیواد کې د کوچنیانو ادبیات هم داسې خوار، بیوزلي، ټپي او بې ارزښته دي، لکه زموږ ماشومان او کوچنیان. نه میندي پلرونه ورباندې لازم پام کوي، نه ټولنه، نه دولت او نه هم قلموال او فرهنګیان.

زموږ د ټولنې ډیری خلک د یو ویشتمې پیړۍ د دویمې لسیزې په نیمايي کې، د خپلو څو سو کلونو مخکې نیکونو په فکري تابوت کې تنفس کوي. جسماً په اوسنۍ زمانه کې دي او د دې خلکو روزي او امکانات مصرفوي، خو فکراً د څو سوه کاله پخوا فکري چوکاټ کې یې ځانونه بندیان کړي دي.

په دغسې یو فکري حالت کې چې زموږ د ټولنې د پام وړ سلنه خلک راګیر دي او ژوند په کې کوي، څنګه کولای شو چې ځان، نوی نسل او خپل کوچنیان د نوي ژوند له کاروان او غوښتنو سره همنوا او یو ځای کړو او پرمخ ولاړ شو؛ او که داسې ونه شي او یا ښه ده ووایم:

که داسې ونه کړای شو، طبعي ده چې دا خلک، دا ژبه، دا کلتور، دا نوی نسل، خاصتاً ماشومان، کوچنیان او هر څه د تباهۍ کندې ته ور نږدې کیدونکي دي. د همدغسې طرز فکر او په ټولنه او روان ژوند کې د همدغسې وګړو د موجودیت په سبب، همدا اوس هر څه، په تیره نوی نسل د بر بادۍ او او پو پنا کیدو د کندې پر څنډه ولاړ دي.

د شپږمې برخې پای

46 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *