Categories

اعلان

Loading…

رييس خدای داد نن اعدام شو

 تاند- راپورونه وايي چې رييس خدای داد، چې د انسان تښتونو په تور د ملي امنیت د ریاست له لوري بندي و، اعدام شوی دی.

د رييس خدای داد په اړه راز راز ادعاوې کېدې. ځینو نوموړی بېګناه باله او ځینو نورو ویل چې نوموړی لوی برمته ګر او انسان تښتونکی دی او د پخواني حکومت له جګپوړو چارواکو سره یې هم لاس درلود.

تر څو چې پاکه او عادله قضاییه قوه نه وي جوړه شوې تر هغو به د افغان محکمو پر پرېکړو شکونه کېږي.

راپورونه وايي چې خدای داد نن تر غرمې مخکې په یوولس نیمې بجې په پلچرخي محبس کې په دار ځړول شوی دی.

رييس خدای داد د سنبلې د میاشتې په وروستیو کې په کابل کې په یو لړ عملیاتو کې ونیول شو.

ملي امنیت د نوموړي له نیولو وروسته وویل چې ده په کابل او ولایتونو کې د اختطاف شبکې جوړې کړې وې. دغه ریاست دا هم ویلي و چې د خدای داد د نیولو خاصو عملیاتو ۲۶ ساعته دوام وکړ.

7 total views, 1 views today

2 comments

  1. د . ا . عثمان . ر Reply

    تر څو چې ریس خدایداد ژوندی وای په دولت کې لوړ پوړو مافیايي کړیو په هیڅصورت نه شول کولی چې په آرامه ساه وباسي ځکه چې که ریس خدایداد خوله خلاصه کړې وای کیدلی شول چې نوموړي چارواکي هم د ده په سرنوشت اخته شي له بده مرغه نن په لوړ پوړو مافیايي چارواکو باندې اختر دی ځکه چې له ریس خدایداد سره د دوی پت لاسونه او رازونه هم خاورو ته وسپارل شول

  2. shahed Reply

    رییس خدا یداد ډیر پټ را زونه له ځانه سره یوړل، کوشش همدا وو چې هر څومره زر کیدای شي ددی سړي ژوند ختم شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *