Categories

اعلان

Loading…

د پنجشېر له درده/ اباسین جکړ

له بده مرغه لاتراوسه د پنجشیر پر لیدلو نه یم مشرف شوی. تل غواړم د هیواد ګرد وګرځم، خو ځنې وخت دا کار شونې نه وي.

له ورایه چې پنجشیریان وینم او د هغوی په اړه اورم نو هر پنجشیری راته د افغانستان بیل ګیټ ښکارېده. او تر ډیر کچه زما دا ګومان پر ځای هم و. ځکه، د یوه ملک ټول دولتي لوړپوري چارواکي چې د یو ولایته وي، نو حتمأ به زما په څیر د پنجشیر بیوزله اوسېدونکو په پیژندلو تیروتلي یاست.

د ډاکټر صیب نجیب اللَه په وختونو کې مي ګاوڼدی د پنجشیر و، خوراکی ډیر خواریکښ و او تل به یې لور پر اوږه و، او  د پروانې سې په سیمه کې به یې د کرنیزو ځمکو له پولو څخه خپلې غوا ته واښه راوړل او ماستې او شودو څخه به یې د خپل ژوند لارې چارې پر مخ بیولې. د هغه د وینا له مخې، خپله د پنحشیر ولایت اصلې اوسېدونکې و، د پنجشیر ولایت (د هغه وخت ولسولي) اکثر خلک یا ډرایوران دي او یا هم دهقانان.

خو وروستنیو تحولاتو تل ما ته  د هغه خبره په زړه راووروله، داسې څه وشول چې یو ځل دا خلک دمخه وزیران، والیان، رییسان او لنډه دا چې د هیواد ټولو کلیدي چوکیو وارثین شول؟

همدا شان د کابل ښار ښکلې ماڼۍ او کور چې ګورې نو د مربوطه ولایات کس به یې خاوند وي.

اوسنی ناورین چې پر پنجشیر راغلې نو ټول قربانیان یې د پنجشير ولایت اصلې بې وزله اوسیدونکې دي، او د رسنیو له قوله د قربانیانو شمیره تر دوه سوو رسېږي! د نوموړې غمیزې مړو ته د اللّه (ج) له درباره مغفرت غواړم او د پاتې شوو کورنیو، دوستانو او خپلوانو ته د زړه صبر، او ټول افغانان د هغوېی په غم کې شریک بولم.

خو دې غمیزې مې ګاوڼدی بابی مخ ته يوځل بیا نیغ ودراوه. رښتیا چې غریب تل غریب وي او په دې خاورې کې که کلیوال دي ولسمشر هم شي نو تش د هغه جیب به ډکیږي، او د کلي ملنګانو پر دسترخوان به وچه ډوډۍ لمده نشي. که داسي نه وای نو دې ظالمانو خو به د خپل کلي د غریبانو پوښتنه هم کړې وای!

53 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *