Categories

اعلان

Loading…

د ملي هويت مسله قانوني حل غواړي/ استاد امله وال

په معاصره نړۍ کې ډېرى هېوادونه د ملت له نامه رغېدلى او هريو ملت ځانته ملي پېژندنه ( هويت ) لري او ملت اړوند وګړي د خپل قومي، مذهبي سيمه ييز هويت ساتنې ترڅنګ يو ملي هويت لري، د هېواد په داخل او بهر په همدې هويت يادېږي، لکه هندوستان ، فرانسه، روسيه، انګلستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، افغانستان او نور…

هويت د انسانانو بنسټيز ( اساسي) حق دى او د دولتونو په اساسي قوانينو کې د ملت کليمه واضح تسجيل شوي وي، چې د دې هېواد اړوند اوسيدونکي اتباع په کوم نوم يادېږي، د همدې اساسي قانون له مخې فرعي قوانين جوړېږي د نړۍ په هيڅ هېواد کې به داسې بېلګه او مثال نه وي، چې فرعي قانون دې له اساسي قانون سره په ټکر او مخالفت ک ې وضع شي، له بده مرغه د افغانستان ملي شورا دواړه مجلسونو له لوري د افغانستان اساسي قانون ( ٤) څلورمې مادې او په ټوله کې د اساسي قانون مفرداتو او اساساتو پرضد د ملت کليمه ( افغان ) له ليکلو او تثبيت پرته د نفوسو احوال ثبت قانون تصويب او تر ډېر ځنډوخنډ اوفشارونو وروسته د ولسمشر له لوري توشيح شو، خو دا قانون د اساسي قانون د اصل متن او روح خلاف او هم د وياړلي افغان ولس د غوښتنو ، هيلو ، ارزښتونو، هويت او حيثيت پرضد دى، ملتپالو افغانانو د ملي هويت د ساتنې او پالنې لپاره فکري او عملي مبارزه پېل او له افغان منتخب ولسمشر څخه يې وغوښتل، چې ياده موضوع قانوني حل وفصل اوپه ټولنه کې شته ستونزې او کړکېچ ( بحران )د پاى په خاطر سترې محکمې ته واستوي او د اساسي قانون ١٢٢ مادې مطابق يې تفسير کړي او تر هغې وروسته چې سترې محکمې هره قانوني پرېکړه وکړه، ټولو لوريو ته دمنلو وړ او د تطبيق او اجرا لپاره يې عملي شرايط برابر شي، خو لاتر اوسه هم دا قانون سترې محکمې ته نه دى استول شوى، امکان لري چې د ملت د کلمې ( افغان ) له ليکنې پرته د هويت پېژند پاڼې ( تذکرې ) وويل شي، عجيبه ده نوم يې پېژندپاڼه ده، خو ملي هويت به نلري، که د ملت کليمې ( افغان ) له ليکلو پرته د هويت تذکرو وېش شروع شي د ډېرى افغانانو د نا خوښۍ لامل او ملت او د ولت به تر يو بل بحران سره مخ شي ديوه افغان په توګه د دولت له درانه مشرتابه څخه هيله کوم چې ياد قانون دې د اساسي قانون د حکم او ولس د غوښتنې له مخې سترې محکمې ته واستوي او دقانون په رڼا پرېکړه وکړي اوستونزو ته دې د پاى ټکى کېږدي.

280 total views, 1 views today

2 comments

  1. akbary S.S Reply

    درنو وطندارانو او افغانانو ټولوته دزړه له کومی سلامونه ،که چيری ستره محکمه او جمهورريس خپل مسوليت داساسی قانون په رڼا کی تطبيق نکړ نو دهويت تذکری دی داسی توزيع شی چی که څوک غواړی ملت دافغان ورته وليکی اوهغه تعداد چی نه غواړی دبی هويته تذکره يعنی دهيڅ هيواد تابعيت نلری ورکړی شی ،کله چی دټولنی يو فرد بی هويته وی هغه نبايد ددولت په لوړو بستونو کی کار وکړی يوازی تر مدير پوری حق دکار لری داسی مثالونه سته چی کله يو تعداد مهاجر په بل هيواد کی ددايمی ژوند ارزو ولری نو دبی هويته تذکره ورکول کيږی چی هغه اصلاد دهغه هيواد تبعه ندی ،کله چی غواړی بهر ته سفر وکړی دمربوطه ارګان څخه ورته يو مخصوص پاسپورت ورکول کيږی .زموږ وکيلان بايد دملت اومليت تر منځ فرق وکړاي شی.زه افغان يم او دا زما افتخاردی. کامياب اوسی

  2. hassan Reply

    زه د ښاغلی اکبری وړاندیز تاییدوم . که څوک نه غواړی د افغان تابعیت ولری ، نو جبری نه دی خو بیا د هیواد په سیاست، انتخاباتو او لوړو دولتی کرسیو کی د کارکولو حق هم باید ونه لری. که پخوانیو قوانینو کی داسی مسایل نه مطرح کیدل نو ضرورت یی هم نه وو ، هیڅ داسی کوم ځوان نشو پیداکیدلای چی ووایی زه افغان او افغانستان نه منم. مګر اوس خو لالزاد، رحیمی ، پوردام، خردوم اونور پیدا شوی دی او دومره جرات لری چی په هغی کاسی کی چی خوری ،هلته بیرته متیازی هم کوی.
    د امریکا د متحده ایالاتو نفوس د نړۍ له مختلفو هیوادونو انسانانو نه جوړ شوی دی مګر ټول ځانو ته امریکاییان وایی . د بلجیم هیواد نفوس له دریوو لویو انسانی ټولنو لکه ولاندران، والونیا او جرمن نژادو ټولنو نه جوړشوی او همداراز تر یو میلیون زیات مهاجرین د نړۍ له 180 هیوادونو نه هلته میشت دی او د هغوی د هویت په کارتونو او پاسپورتونو کی بلژ یابلجیمی لیکل شوی دی، د ایران ، ترکمنستان، روسی ، عربی هیوادونو او د نړۍ بل هر هیواد په رسمی کورنیو اسنادو او پاسپورتونو کی د هغوی د هیواد تابعیت لیکل کیږی. خو زمونږ قانون جوړونکی غواړی شر واچوی او هیواد وال له بد بختی او بی اتفاقی سره مخامخ کړی.

Leave a Reply to akbary S.S Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2