Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: روغتيا وزارت په کابل کې د فرانسويانو روغتون ته ۲ مليونه ډالر سبسيډي ورکوي

د روغتيايي چارو څارونکو د عامې روغتيا وزارت په هغه تعامل جدي عتراض کړی، چې په کابل کې د فرانسويانو له يوه روغتون سره يې لري. د دغه تعامل له مخې، نوموړی وزارت فرانسويانو روغتون ته د کال دوه ميليونه ډالر سبسايډي ورکوي.

دا روغتون د کريم اغاخان دی او ولسي جرګه وايي، پنځه ځله يې له دولته غوښتي، چې دا تړون دې لغوه شي.

د فرانسويانو روغتون د کمرنګه صحي خدماتو ترڅنګ له ناروغانو بې حده زياتې پيسې اخلي او برېښنا شرکت وايي، روغتون د برېښنا د ټکس له درکه ۱۹ ميليونه افغانۍ پوروړی دی.

په ولسي جرګه کې د صحت کميسيون غړي وايي، افغان حکومت له فرانسويانو روغتون سره د يوه سياسي جوړجاړي له مخې قرارداد کړی، چې دغه روغتون ته به هر کال دوه ميليونه ډالر سبسايډي ورکول کېږي.

د ولسي جرګې د صحت کميسيو مرستيال ډاکتر مجيب الرحمن څمکنی وايي، دا قرارداد هغه وخت شوی، چې کله ياد روغتون رامنځته شوی دی. د ښاغلي څمکني په خبره، د ياد روغتون خدمات هم هغه ډول نه دي، لکه څه ډول يې چې ژمنه کړې ده: ((دوی بايد بې وزله افغانانو ته وړيا خدمات وړاندې کولای، خو دوی له ټول نه خورا لوړ فيس اخلي او ان اوس په لوړه کچه سودا ګري پکې روانه ده. دوی د خيريې په نوم يوه څانګه لري، چې په هغه کې بايد د بې وزلو افغانانو مرسته وشي او تخفيف ورکړل شي، خو په هغه کې هم هغه کسان منل کېږي، چې يا چارواکو ور معرفي کړي وي او يا هم د ولسي جرګې د غړو له لوري ور پېژندل شوي وي.))

د روغتيايي چارو څارونکو د عامې روغتيا وزارت په دغه تعامل جدي عتراض کړی دی او د لغوه کولو غوښتنه يې کوي.

دا روغتون د کريم اغا خان له لوري جوړ شوی دی او پنځه ځله يې ولسي جرګې په اړه غږ پورته کړي، چې د يادو پيسو د ورکړې مخه ونيول شي، خو په دې نه دي توانېدلي.

د روغتيا د برخې ماهر ډاکتر شمس الله قمر وايي، د فرانسويانو روغتون مسوولين په افغانستان کې د خصوصي سکتور ډاکترانو ته ډالۍ ورکوي، چې خپل ناروغان د معايناتو لپاره دوی ته ور واستوي، دوی هم پر همدې بنسټ تر ټولو په لوړ قېمت معاينات کوي او پيسې يې جيبونو ته اچوي. دی وايي، ددې ترڅنګ چې اوس يې خدمات هغومره ښه نه دي، له ناروغانو هم لوړ فيس اخلي.

د ولسي جرګې د صحت کميسيون د پخوانۍ دورې مشر ډاکتر نعمت الله وايي، په دې اړه يې له وړاندې نيوکې کړې وې، خو دې پايلې ته نه دي رسېدلي او عامې روغتيا وزارت ويل، چې فرانسويانو روغتون د فعالېدو يو شرط هم همدا وو، چې دوی ته به سبسايډي ورکول کېږي. دی زياتوي نه پوهېږي، چې دغه معامله پر کوم بنسټ شوې او ولې ورته دومره ډېرې پيسې د سبسايډي په نوم ورکول کېږي.

خو د ولسي جرګې د صحت کميسيون مرستيال ډاکتر څمکنۍ وايي، چې د ولسي جرګې د کار له پيلېدو سره سم به دغه موضوع اجنډا ته داخلوي او په اړه به يې بيا څېړنه کوي، ترڅو د دې سبسايډي مخه ونيول شي.

له بل لوري د برېښنا شرکت مسوولين وايي، د فرانسويانو روغتون د برېښنا له اړخه ۱۹ ميليونه افغانۍ پوروړی دی.

د دغه شرکت د مطبوعاتي برخې مشر وحيدالله توحيدي وايي، د فرانسويانو روغتون ۴۱ ميليونه افغانۍ پوروړی وو، له دې امله چې خپل پور يې نه پرې کولو، نو برېښنا شرکت پرې برېښنا قطعه کړه: (( د دغه روغتون مسوولينو ويل، چې د برېښنا پيسې بايد عامې روغتيا وزارت پرې کړي. د چارو ادارې په منځګړي توب هوکړه وشوه، چې برېښنا ور پرېږدو او دوی ژمنه وکړه، چې پور به راکوي، خو فکر کېږي، د ورکړل شوي پور ۱۲ ميليونه افغانۍ تر اوسه عامې روغتيا وزارت له لوري سپارل شوي دي.))

دوی وايي مکتوب يې چمتو کړی، چې ۱۹ ميليونه افغانۍ نور پور هم ترې تر لاسه کړي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر کنشکا ترکستاني په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

17 total views, 2 views today

2 comments

  1. شریف Reply

    د کریم آغاخان فرانسوي روغتون چور او ناروا
    له هغه وخته چې د یاد روغتون د بنسټ کاري ډبره په ګران هېواد افغانستان کې دیوې پټې او خائنې معاملې په ترځ کې ایښودل شوې ده، افغان بې وزله ولس ترېنه د خیر او برکت ورځ نده لیدلې. تل دغه روغتون ورته داسې څه د روغتیایې چوپړ تر نامه لاندې وړاندې کړي دي چې د هغوی روغتیا او صحت یې لاهم له مشکلاتو او ګواښونو سره مخامخ کړی دی. نوموړی روغتون د کریم آغاخان د مذهب د کسانو له خوا اداره کیږي او د همدې مذهب په پوره چوپړ کې په روغتیایې چارو ترزیاتې کچې پورې بوخت دی. کیدای شي چې د یاد روغتون ځېنې قانوني سرغړونې او د افغانستان ملي ګټو د نه ژمنتیا ټکي په لاندې ډول یاد کړو:
    • هر هغه ناروغ چې د کریم آغاخان فرانسوي روغتون وروړل شي چې ډېری پکې ماشومان او کوچنیان معالجه کیږي، له هرڅه مخکی د هغه د رنځ په اړه تړلي او نا تړلي داسې معاینات پرې ترسره کیږي چې د مالي پلوه د روغتون د ادارې لپاره ګټور تمام شي.
    • کوم کوچنی چې روغتیایې حالت یې نازک وي او په طبي اصطلاح (اکسپایر)کېدو ته نژدې وي، په یوه او بله بهانه له روغتون څخه دولتي روغتونونو ته لیږدول کیږي. ددې شان موضوع په اړوند زما خپل زوی احمد یو ښه عملي مثال وو چې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د سینه بغل د سختې ناروغۍ له امله لومړی کوما ته لاړ او کله یې چه حالت سخت شو یوازې په یوه ساعت کې یاد روغتون هغه له خپل انګړ څخه ویوست او د اتاترک د کوچنیانو دولتي روغتون ته یې واستاوه. د اتاترک د کوچنیانو دولتي روغتون هم د همدې آغاخانی روغتون په خواکې دی.
    • د بستر او درملو بیه د روغانو د معالجې په آن دومره لوړه ده چې کله بیا تاسې هماغه درمل په آزاد بازار او یا له آغاخانی درملتون څخه بهر وپېرﺉ نو حال به درته معلوم شي چې یاد شوی کرغېړن روغتون نه بل وژنتون ترکومې کچې ظلم او ناروام کوي او افغانان له رنځ سره به اقتصادي مرګ وژني.
    • د کریم آغاخان د فرانسوي روغتون د ګرمولو لپاره له داسې یوه سیستم څخه کار اخیستل کیږي چې ټوله د شا او خوا هوا ککړوي او تر زیاتې کچې یې دود او لوګې د اتاترک او علی آباد په روغتونونو پرې ووځي او ددې چارې د پوښتنې او ګرویږنې لپاره تر ننه پورې هم څوک پیدا نشول. ما یاده موضوع د چاپېریال ساتنې د ملي او خپلواکې ادارې د مرستیال ملکیار صاحب سره هم مخ په مخ شریکه کړه اما داسې ښکاري چې د هغه زور ترې کم وو او ویې نشو کولای چې یاد لوګي او دود ته د حل مناسبه لاره پیدا کړي.
    • د کریم آغاخان فرانسوي روغتون چې کله په کار پیل وکړ له هغی وروسته یې په مسلسل ډول ددې هڅه کوله چې د اتاترک روغتون چارواکي پدې تطمیع کړی چې د فرانسوي روغتون د پراخوالي او د اتاترک د روغتون د ساحې دنیولو په اړه خپل آواز ووچت نکړي او ددې په بدل کې یوڅه زهر قاتل ترلاسه او چپه خوله غوره کړي. چې همداسې وشول. اوس یې د اتاترک ملي روغتون ساحه ونیوله او د پیسو په زور پکې راج چلوي.
    • د روغتیا وزارت سره د بلې تورې معاملې په اړه یې محور ورځپاڼې دا ډول کارته ښه مستنده ګوته نیولې ده چې دوه میلونه سبسایډي په کلنۍ توګه ورکول کیږي او له شکه پرته چې د روغتیا وزارت لوړپوړي چارواکي به پکې ښه تر غوږونو ښکیل وي او ښه ثبوت یې د اړوندې چارې په اړه د یاد وزارت د ویاند کنشکا ترکستانی چپه خوله نیول او د هیڅ ډول بیان نه ورکول دي. ترکستاني په دې پوهیږي چې که څه وایې نو داسې نه چې دده پښه او لمنه هم پکې ګیر نه او دا چې چا چې دی د وزارت ویاندۍ ته رسولي هغه ورته په غوصه شي.
    • د ولسي جرګې د روغتیایې چارو د څارنې او ارزونې ډله له تېر دوره لا تر اوسه پدې نده توانېدلې چې ددغه شان تورو او بدو اختلاسونو مخه ډپ کړي. اوس بیا ورسره داسې مینه پیدا شوې ده چې د ولسي جرګې د رخصتۍ څخه وروسته باید یاده موضوع د بحثونو او څېړنو په اجندا کې شامله او د ولس استازي پرې له سره بحث وکړي. دغه شان په ملي ګټو د سودا او معاملو د قرارداد کولو مخه ونیسي. که څه هم دا وېره شته چې بیا هم د ولس استازي پدې لومه کې د پیسو او زور په کارولو سره په ګونډو نشي خو اوس لږ هیله شته چې موضوع زیاته ښکاره شوې ده، داسې به نکیږی چې ولسې استازی ټوله موضوع له پیسو سره په بډه ووهي.
    • د کریم آغا خان دفرانسوي روغتون د بازار موندنې اداره د یوې پټې پالیسۍ په اساس له مختلفو هغو ډاکټرانو سره اړیکې ساتي چې خپل رنځور کسان د ډاډه معایناتو تر عنوان لاندې آغاخاني یاد روغتون ورواستوي او ددې کار او اړیکې په بدل کې یوه حاصه اندازه کمېشن یا ارزښتناکه ډالۍ ترلاسه کړي. پدې ډالیو کې د دوبۍ سفر، طبي لوازم، لپټاپ کمپیوټرونه او داسې نور توکي راځي چی ډاکټرانو ته د هغوی رنځورانو د شمېر او دهغوی د شهرت او علمي کدر او تجربوي اساس په تله ورتلل کیږي.
    هيله ده چې ددغې ورانکارې پروژې او یا دې ورته نورو ورغتیایې پروژو مخه زر تر زره ونیول شي او افغان ولس یې له شره او چور اوتالان په امان کې وساتل شی.
    خدایه! ته مو هېواد او خلک له دې شان شرمخانو او بې شرمه لېوانو په خپل امان کې وساته.
    د یوه ښه روغ او صحتمند افغانستان په هيله …

  2. shahed Reply

    کریم آ غا خا ن له یوې خوا پر افغا ن ولس د مرستو او وړ یا مر ستو احسا ن بار وي او له بل پلوه ددی بیوزله ولس له جیب څخه دوه ملیونه ډا لر غلا کوي دې ته وا یی همکاري دا خو د موضوع یو اړخ له بل پلوه موږ فکر کوو چې موږ نظام او حکو مت لرو چې زموږ له ګټو دفا ع کوي خبر نه یو چې همدا دلا لان چې موږ د وی پخپله را یه پا چا هۍ ته رسولي، په ډیره بیشر مۍ ددی بیوزلي ملت پیسي د یهودو د لا بیا نو په جیب کې ور اچوي، فعتبرو یا اولی لا بصار.

Leave a Reply to شریف Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *