Categories

اعلان

Loading…

جرګې اومرکې په لويه پکتيا کې نن او پرون/ فريد احمد تسکين

جرګه او مرکه د ډيموکراسۍ هغه دوه خپلو کې تړلي اصول دي چې د پښتون قبيلې په تاريخ کې خورا لرغونی او ټول منلی نوم لري او د دوی د ورځني ژوند د ستونزو د حل تاريخي سيمبول دی. دغه اصل که څه هم حقوقي او قضايي منبع ده ولې په ځينو وختونو کې د اجراييه ځواک په توګه هم خپل ځان منلی شي. د ډيموکراسۍ دغه اصل د انساني ژوند د ښه کيدا لپاره په تنقيدي بڼه هم ځای لري.جرګه د دوو تنو يا خواوو ترمينځ د شخړو د حل کولو قضايه ځواک هم ګڼل کيږي. يا جرګه او مرکه د خلکو ټوليدل په يوه ځانګړې موضوع او يوه ځانګړي منظم چوکاټ کې چې د خلکو د ستونزو د حواري لپاه را غوښتل کيږي جرګه بلل کيږي. جرګې او مرکې ډېری شمېر يې په لويه پکتيا کې کيږي چې لويه پکتيا د جرګو او مرکو په نوم هم ياديږي. جرګه هغه مهال راغوښتل کيږي کله چې د يو چا د عوه ياه کومه ستونزه پيداشي د ستونزې دواړه ښکېلې خواوې مشران ټاکي ترڅو د دوی دغه ستونزه دوه خیر خوا کسان ور حل کړي. بيا د ښکېلو خواوو خلک چې مدعيان هم ورته وايي خپل د خوښې داسې کسان راغواړي چې هم په کيسه پوهيږي او هم ژبوروي،په خبرو او منطقي دلايلو کې لکه دبلبل غوندې تېز وي. دغه کسان چې دوی سره ټاکي له دواړو جانبو څخه واک او اختيار اخلي چې په پکتيا کې دغه اصطلاح ډېره مشهوره هم ده (ځه ما توی وړی واک درکړی دی) یعنې مشرانو ما واک او اختيار درکړو که زما خبره په سيند هم لاهو کوئ زما دا خبره ده. د دواړو جانبو مرکچيان له دوی واک اخلي بيا چې څه دغو مرکچيانو فيصله وکړه هماغه د دوی خبره ده او دواړو خواوو ته د منلو ده او که چېرې يې د ستونزو حل پيدا نه شو بيا نور کسان را غواړي او په هغوی فيصله کوي. په ډېرو سيمو کې د کلونو کلونو بدۍ په همدغو جرګو او مرکو حل شوې دي،چې په دې کې به د دواړو خواوو زيات شمېر مړي هم شوي وو يو بل ته به سره په مخه نه ورتلل. يابه يې د ځمکې پر سر د ناحقه سوګند وجهه وه او يا به د بدۍ مسله وه چې په لويه پکتيا کې ورته هډ ماتی هم ورته وايي. لکه احمد د محمود سره هډ ماتی دی یا خپلو کې سره وران دي. د دغسې مسايلو د ستونزو د حل لپاره یو بله مهمه لاره دا ده چې د دواړو خواوو څخه ګرو هم اخلي چې ورته کاڼی هم وايي.   ګرو يا کاڼی دا هغه مهم پړاو دی چې د جنګ او شخړې د اوربند لامل ګرځي.ترڅو چې د دعوه ګيرو د ستونزې د حل لاره پيدا کيږي له دوی دواړو خواوو ضمانت يا په پيسو او يا د يو چا لخوا کيږي. د بېلګې په ډول د احمد او محمود ترمينځ چې کوم کاڼی ايښودل شوی و مات شو فيصله يې هم د کلي د مشرانو لخوا وشوه او د هغوی ترمينځ ټوپۍ ونړيدله په دغسې مسايلو کې به د ستونزو حل هم پيداشو ولې په ځينو ځاينو کې به بيا داسې ستونزې را دمخه شوې چې دې ستونزو به کرکې ته نور رنګ هم ورکاوه. د بېلګې په ډول احمد د محمود نه مړی کړی او دا بل کس هم غواړي ترڅو د خپل وژل شوي کس بدله واخلي.

په دې کې د کلي ملک يا کوم نږدې خپلوان چې د دوی د مړي ګټندویان نه وي او يا يې د کلي او قوم خواخوږي مشران وي مرکه راغواړي او د هرې سيمې او قوم په نرخ يې بدله ورکوي. د مشرانو په خوښه يا دوه جريبه ځمکه او يا يې په بدل کې دوه يا درې پيغلې نجونې ورکوي او که چا به ځمکه اخيستې وه دخپل مړي غچ به يې واخيست بېرته به د جرګه والو لخوا ځمکه ورڅه واخيستل شوه او خپل خاوند ته به وسپارل شوه. وکيل هم د جرګې په اساساتو کې راځي په جرګو کې وکيل ډير کم واقع کيږي ځکه چې مرکچيان په هغه وخت کې وکيل مني چې د دعوې د ښکېلو خواوو څخه يو لوری موجود نه وي. يا هم په کورنۍ کې هغه څوک چې کورنۍ پرې حساب کوي موجود نه وي او يا هم د دعوې کوم لورى د خپل سيال رقیب ځواب نه شي ويلاى. وکيل د جرګې ټول دودونه په نظر کې نيسي او د هغه لوري ځواب وايي چې نوموړى يې وکيل ټاکلی دى. ننواتې: ننواتې هم د جرګې يو مهم اصل دی ننواتې هم د خلکو يو ځای ټوليدنه ده چې د مجرم سره يو ځای د مدعي کورته ځي او دهغه د بښنې لپاره خواست کوي.

ننواتې هغه مهال ډېره کيږي چې يو چا مړی او يا هم کوم بد کار او جنګ کړی وي او د هماغه کار څخه د پښيمانتيا او بښنې لپاره په دوديز ډول د يوه پسه او يا د کلي د مشرانو سره يو ځای مجرم له خپل پور وړي د خپل کړي کار بښنه غواړي. د ننواتې بېلګې دېرې دي خو يوه يې ډېره مشهوره ښايي خلکو ته د تعجب وړ هم وي لکه يو کس په نا فهمۍ کې مړی وکړي او د خپل کړي کار د پښيمانتيا د ښودلو لپاره د بښنې په ډول چاړه له ځان سره وړي او د مړي د دفن کېدو پرمهال هديرې ته ځي. په قبر ستان کې د مړي د کوړنۍ غړو ته ځان غورځوي او ورته وايي چې ما وبښئ او يا مې په دې چاړه حلال کړئ. که چېرته د مړي د کورنۍ د غړو لخوا ومنل شوه او زړه يې پرې وسوزيد نو بيا مچرم ته بښنه کيږي او کنه نو د خپل مړي د بدلې لپاره خپل وخت ته ګوري او يا هم کومې بلې لارې ته ګوري چې د دواړو خواوو په خير کې وي. خلات: خلات هغو پيسو ته ويل کيږي چې مرکچيانو ته د دعوې ګټلو او يا هم دوی ته د ورځې ،مياشتې او يا د دوو جوړښت له مخې د خپل کار په بدل کې مزد ورکول کيږي. کټوه: کټوه هغه ديګ ته وايي چې د مدعيانو په کورونو کې په نغريوباندې وي او مرکچيانو ته ډوډۍ پکې پخوي. کله چې دوی په کلي کې له چاسره مخ کيږي نو په ډير غرور سره وايي چې ما د فلاني سره کټوه باندې کړېده تر هغې مې چې دعوه ترې ګټلې نه وي نه يې پريږدمه. که چېرې دغه دوه مدعيان ښه اقتصادي وضعیت ولري ؛نو بيا مصرفونه دي چې روان وي او د مرکچيانو خيټې پکې ښې خوشالې وي او که له دې دواړو يو هم غريب وي په پايله کې بيا يا دعوه بايلي او يا يې له بل چانه په پور پيسې اخلي خو خپل مدعي چې د دوی په خبره تربور ته ځان ټيټ نه راولي. د دعوه لرونکو خواوو ځوابونه دا بيا هغه پړواو دی چې مرکچيان د مدعيانو ځوابونه را اخلي. ځوابونه په دې مانا د بېلګې په ډول يو مدعي وايي چې هغه فلانۍ ځمکه يا هغه ستا د کور مخې ته د درند ځای چې ته پکې د وريجو يا غنمو ترېشل کوې زما يوه لويشت ځای دی. مقابل لوری هم دغسې ځواب ورکوي،چې په پای کې لکه وړاندې مې چې وويل مرکچيان له دوی توی وړی واک اخلي او د اړوندې سيمې او قوم په نرخ فيصله پرې کوي. داچې موږ پر جرګو حبرې کوو نور ډېرې دودونه هم شته چې په لويه پکتيا کې موجود دي. لکه اشر کول،د کلي ملک يا مشر ټاکل، د اربکي جوړول او داسې نور… پګړه يا اشر: پګړه يا اشر د خلکوهغه ټوليدنه ده چې په ګډه د يو کلي يا قوم د اوبو دبند، لارې او يا بل کوم کار چې د کلي د خلکو د ښيګڼې لپاره وي د ډول په وهلو سره سرته رسوي. د کلي د ملک یا د قوم مشرټاکل: داهم د جرګې کار دی کله چې يو مشر وټاکل شو او د هغه ټاکل شوې موده پوره شوه جرګه راغوښتل کيږي او د خپل قوم يا کلي لپاره مشر ټاکيترڅو په راتلونکي کې د دوی د ستونزو د حل لپاره کار وکړي. اربکی جوړول: اربکی هم د خلکو يو ځای په ګډه ټوليدنه ده چې د کلي يا قوم د جرګې لخوا دجنګ او يا د خپلې سيمې لپاره تکړه زلمي سره د وسلو برابروي او د هغوی لپاره يو مشر ټاکي چې د خپلې سيمې امنيتي ستونزې حل کړای شي. او د ډولونو او اتڼونو په کولو سره د جنګ ډګرته په احساساتو ځي. د دغسې ټولنيزو خيريه کارونو نه مالومیږي چې پښتون قوم څنګه چې په ټولنه کې د ګډون احساس کوي نو د يووالي لپاره هم ژمن ښکاري. داچې اوسمهال ځينې دودونه له مينځه تللي دي او يا هم له مينځه ځي ښايي ځيني علتونه ولري چې يوه لنډ ځغلنده نظر به پرې وکړو.د ماشيني ژوند راتګ چې داهم د انسان پر ژوند د بدلون يو مهم منفي اومثبت اغېز غورځولی شي. دبېلګې په ډول که پخوا جکومت کمزوری و. قضايه،مقننه او اجرايه قوې نشوای کولای ترڅو خپل حاکميت د ټولنې پرخلکو قابو وساتي؛ ولې اوس کولای شي چې د هغو شوراګانو له لارې د خلکو ستونزې ورحل کړي کومې چې دوی سره رسمي ثبت شوې دي. پخوا به هم جرګې کيدلې اوس هم کيږي د مرکچيانو لخوا دوی ته د سوګند لپاره موقع برابريدل چې اوسمهال کم شوي دي. که ووایو چې پخوا نجونې په بدو کې ورکول کيدې خو اوس دا ستونزه په دې ټکي حل شوې ده چې د مدعي کورنۍ به په بل ځای کې د وژل شوي کس د کورنۍ په خوښه د دوی هلکانو ته نجونې کوي. که نجونې او هلکان ښوونځي ته نه پريښودل کيدل او دغه کار به يې يو شرم او عيب ګاڼه ولې اوسمهال هم هلکان او هم نجونې هم درس ته مخه کړې او هم په ګډه په يوه دفترکې کار کوي. که د ولور زياتوالی ياد کړو ولې اوسمهال داسې غير فرهنګي دودونه کم شوي دي ځکه پخوا وخت کې انسان انسان ته د ارزښت قايل نه و خو اوس انسان د انسان قدر وقیمت پيژني. دا هغه ستونزې وې چې د بې علمۍ له کبله کيدې. دملک يا مشر ټاکل کيدو ته ولس پخوا ژمن و که هغه به ښه سړی و او که بد خواطاعت به يې کاوه خو اوس خلک د خپل مشر خبر نه مني ځکه ولس اوسمهال د ولسواکۍ پر پله پل ايښی دی، دبیان د ازادۍ د جوهر په ارزښت پوی شوی دی او په خپله د خوښې وړ کس ټاکي او خبره يې مني. د دې علت د سرمايه داري نظام راتګ هم کيدای شي ځکه که موږ وګورو نن اوسبا که مشر دی که وکيل دی او که وزير ټول شتمن دي او د غريب ولس له ستونزو هېڅ ځان هم نه خبروي. دا هغه څه دي چې ولس پر ې خپل باور بايللی دی. که پخواوختونو کې د اشر دود و ولې اوس نشته، که ووایم چې د اربکي سيسټم قوي و ؛خو اوس هغسې نه ځواکمنتيا لري او نه پرې دومره باور شته چې د خپلو سيمو امنيتي ستونزې حل کړای شي او دوښمن سره په کلکه مقابله وکړای شي. د يو قوم خواخوږی مشر که د خپل قوم د ابادۍ ياد دوښمن سره د مقابلې خبره وکړي سباته يې يا له کوره باسي او يا يې په خپل کورکې وژني. د دهشتګردۍ دغه پټ مرګ خلک په يوه داسې ناورين اخته کړي دي،چې له نورو ستونزو سره سره په اقتصادي ربړو کې هم ګېر دي او دې ستونزو د نفاق تخم کر ته هم لاره پرانیستې ده. که يوځل د خپل لرغوني تاريخ په هنداره کې وګورو داسې دود به نه وي چې زموږ فرهنګ پرې غني نه وي! ولې د جنګ دې تورې بلا زموږ ټول فرهنګي ميراثونه له خاورو سره خاورې کړل.ليکوالو ته بويه چې د دغسې فرهنګي ميراث د ژوندي ساتلو لپاره د خپل قلم څوکه پورته نه کړي او وکولای شي چې د وکيل صیب سراج الدين منګل،علي محمد منګل او انديښمن ځاځی په شان د خپلې سيمې د جرګو او مرکو د دودونو په هکله مالومات هر لوستونکي ته ورسوي.

که وغواړو د خپل فرهنګ د غني کيدا لپاره لاس پر سر شو او د خپل ژوند د ښيرازۍ لپاره لکه د نورې نړۍ غوندې د علم په ګاڼه سمبال د يوه منظم او منسجم انسان په توګه ژوند غوره کړو.تمه شته چې د يوه منظم سيستماتيک سياسي،فرهنګي،اقتصادي او ټولنيز سيسټم تر چتر لاندې به راټول وو او د خپلو ستونزو د حل لپاره به مو يوه د خير او رڼا لاره پيدا کړې وي. ترڅوچې انسان ته د انسان په سترګه ونه ګورو او د افراط دغه اوږده ژبه پرې نه کړو ښايي زموږ ټول فرهنګي ميراثونه لکه څنګه چې د بربريت او نابودۍ بلا وخوړل داسې به نور هم راڅخه وخوري او تر ابده به په دې مردود اغزن فکر کې نښتي پاتي يو.

ودان دې وي افغانستان

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *