Categories

اعلان

Loading…

د دوبۍ په برج الخلیفه کې اور لګېدلی

په زرګونو کسان نن په دوبی کې د نړۍ تر ټولو له لوړې ودانۍ وایستل شول. د دې ودانۍ په نهه اویایم پوړ کې اور ولګید، لمړی اور په پنځوسم منزل کې بل شو او بیا پسې پورته نورو پوړونو ته خپور شو.
اطفاییه هڅه کوي چې اور کنټرول کړي خو شمال د دوی هڅې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.
د اوربڅري ښکارې چې له دې لوړې ودانۍ لاندې راغورځي.

59 total views, 2 views today

7 comments

  1. نجیب ا لله علیزی Reply

    دتاند ویب پاڼي ته سلامونه
    دغه اورلګیدنه په دوبي مرینا کښي ده نه په برج الخلیفه کښي .هیله ده چي دا خپل راپور د سره وګوري.
    مننه نجیب الله علیزی

  2. نجیب ا لله علیزی Reply

    ستاسو د یوه همکار په صفت هیله ده چي خپل راپور چیک کړی ځکه زه همداوس چي تاسو ته خپل کامینټ لیکم په برج الخلیفه کښي یم

  3. ګنډېری Reply

    خالق تعالی دې یې ټول وسوزوي. په یوه افغان باندې مې چې د عربي سپي شهزاده د ظلم ویډیو کتلې، دغه د اوس زمانې عربان مې له ځناورو نه ډېر بد راځي.
    https://www.youtube.com/watch?v=XHgaMqTzWaE

  4. نجیب ا لله علیزی Reply

    په نړۍ کښي او بیا خاصتا په دوبي کښي تر ټولو جګ تعمیرد برج الخلیفه تعمیر دي. نن د فبروري یوویشتم تاریخ په دغه ذکر سوي تعمیر کښي هیڅ کومه ستونځه نه ده پيښه سوي. دغه اور لګیدنه په دوبي مرینا کښي په یوه جګ تعمیر کښي وه، نه په برج الخلیفه کي. ما ستا په خاطر د بی بی سی انګلیسی راپور وکتۍ په هغه کښي هم نه دی ویل سوی چي اور په برج الخلیفه کښي لګیدلي. نوځکه ما ستاسو خدمت ته ولیکل چي اصلا اور لګیدنه چیرته وه. خو په هر حالت کښي که چیری زما دغه خبره ستاسو د خفګان سبب سوی وي معذرت مي ومني.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *