Categories

اعلان

Loading…

د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلاميه

 د ۱۳۹۳ کال د حوت دويمه (د ۲۰۱۵ کال د فبروري ۲۱)

                                                                         بِسمِ اللهِ الرحمنِ الرحیم                

ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نمانځې. څېړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړې اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل له ښوونځي څخه د ماشوم ايستلو په شان دي.

ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یووالي او انکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورني ژبې د لمانځلو اهمیت دا هم دی چې  ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو.

په افغانستان کې که څه هم د قوانینو له مخې په مورنیو ژبو د زده کړو اهمیت تسجیل شوی او حکومت مکلف دی چې پدې برخه کې د قانون احکام پلي کړي؛ د پوهنې وزارت هم یو څو ګامونه اخیستي دي، خو د مسئلې دایمي، پوخ او متداوم حل تر دې زیاتو هڅو او ټینګې ژمنتیا ته اړتیا لري.

موږ پر پوهنې وزارت غږ کوو چې په مورني ژبې د زده کړو د حق د تأمین لپاره دې خپلو اوسنیو هڅو ته دوام ورکړي، خو د دایمي او متداوم حل لپاره دې په ټول هېواد کې دوه ژبې نصاب د تدریس کار پیل کړي چې افغان اولادونه د دې وړ کړي، تر څو با کیفیته زده کړه وکړي او د هېواد په هرګوټ کې د کار کول قابلیت ولري. البته د درېیمو ژبو د ودې لپاره دې هم عملا کار پیل کړي چې زده کوونکو ته د مورنیو ژبو په بستر کې د نورو ژبو او علومو زده کړه اسانه شي.

له لوړو زده کړو وزارت څخه جدي غوښتنه کوو چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د افغانستان د رسمي ژبو تدریس ته په ټینګه ژمنتیا کار پیل او دوام ورکړي.

له ولسمشر څخه مو هیله دا ده چې ټولو دولتي ارګانونو ته امر وکړي چې د اساسي قانون له مخې د دواړو رسمي ژبو عادلانه توازن مراعات کړي. 

له ټولو دولتي او نادولتي ملي او نړیوالو ادارو غواړو چې پدې لار کې ګټور کارونه پیل او دوام ورکړي.

په هېواد کې دمورنۍ ژبې پر بنسټ د څو ژبي ښوونیز سیستم له لارې ټولو افغانو ته د با کیفیته زده کړو د برابرولو په هیله.

                                                                             ومن الله التوفق

                         د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه 

397 total views, 2 views today

1 comment

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    سلامونه اوښې چارې
    د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کلتوری ټولنوګډې جرګې اعلامیه ډیره ښه ده ،خدای وکړي چې چارواکي ېې عملي کړي.
    زما په فکر څرنګه چی د افغان(اوغان)=پښتون ملي هویت او مورنۍ ژبه پښتو ده ، او له دا شاوخوا سل کلونو راهیسې په ختیځ کې د وردو او په لویدیځ کې د فارسي ؛ په شمال کې د تاجيکي(فارسی!!) او په مرکزي برخو کې د هزارګي(دري!!!) د شدید تعصب او تهاجم لاندې ده ، باید ډیره زیاته توجه ورته وشي ؛ د بیسوادانو شمیر دې کم شي او له زانګو تر تابوته باید ټولې زدهکړې په خپله ژبه وي. یوه خبره بربڼډه ده چې پښتانه له نورو وروڼو لږکیو ملیتونو سره هیڅ تعصب نلري او نه ېې درلودوء؛ مګر خدای دې نورو ته هم هدایت وکړي. آمیین.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2