Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني افغان عالم ډاکتر وردک ته د نړیوالې جایزې د ګټلو په خاطر مبارکي وویله

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا د جنوبي ویلز پوهنتون استاد ډاکتر علي وردک ته د افغانستان په عدلي او قضايي سیستم کې د کار په خاطر د نړیوالې جایزې پر ګټلو مبارکي وویله.

ډاکتر علي وردک، چې د جنوبي ویلز پوهنتون (University of South Wales) د کریمیناوژۍ یا جرم پېژندنې استاد دی، په خپل اثر کې، چې نړیوال میډال یې ګټلی، د افغانستان په عدلي او قضايي سیستم کې د اصلاحاتو وړاندیزونه کړي دي.

د سږ کال (۲۰۱۵) په لومړیو ورځو کې د بریتانیا د کریمینالوژۍ مجلې (British Journal of Criminology) ډاکتر وردک ته په افغانستان کې د جګړې او جرم په اړه د بې سارې څېړنې په خاطر د ( awarded the prestigious Radzinowicz Memorial Prize) معتبره جایزه ورکړه.

د ډاکتر وردک د دې بې ساري تحقیقي کار په اړه په نړیوالو رسنیو کې د راپورونو له خپرېدو وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني نوموړي ته لیک ولېږه او د ستر کار په خاطر یې مبارکه ورته وویله.

1

159 total views, 3 views today

11 comments

  1. اسحاق افغان Reply

    ښاغلی ډاکتر صاحب وردک ته د یوه افغان په توګه د زړه له کومې مبارکي وایم. سرلوړی دې وي

  2. sami Reply

    ښاغلی ډاکتر صاحب وردک ته د یوه افغان په توګه د زړه له کومې مبارکي وایم. سرلوړی دې وي

  3. Sayed Reply

    Congratulations! To Mr. Dr. Ali WARDAK, we are proud of your awesome research in criminology portion. I am sure it is critical for Afghanistan.

  4. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    عزتمند ورور داكتر وردك ته دزره له كومي مباركي وايم داستا لوي افتخار او ستا افتخار دافغانانو افتخار دي.
    ستا دنورو كاميابيو به هيله..
    جنرال حبيب الله جلالزوي دهالند خخه.

  5. Dr. Abdoul Rahim Wardak Reply

    Congratulations, we are proud of you and hope that afghan universities and government can use your knowledge and particular in criminological research.

  6. mohammad Arif haleemy Reply

    Salamoona
    It is a great news that an Afghan able to received world reward. Just say congratulation hope have more rewards in future.
    Regards
    Mohammad Arif Haleemy

  7. شریف Reply

    ډاکټر صاحب علي وردګ!
    ډېر زیات د خوښۍ او سرلوړۍ ځای دی چې د افغانستان یو پوه بچی او وردګ ځوان پدې وتوانید چې نړیوالو ته دا په ګوته کړي چې افغانستان ډېر تکړه او غښتلي بچیان لري، که جنګ او وېرونه یې له خاورې لېرې شي د نړۍ په کچه به یې د پوهانو او مخکښو بچیانو د عزت او ولولو شمله هسکه ورپیږي.
    زه یوازې د یوه وردګ په توګه نه بلکې د ګران افغانستان د یوه بچي په توګه تاسوته د دغه لوړ شان او لاسته راوړنې مبارکي وایم او ستاسو دغه ویاړ ته د ټولو افغانانو لپاره د سرلوړۍ په سترګه ګورم.
    الله تعالی دې د وردګو میندې دې هېڅکله بورې نکړي چې ستا په شان د ویاړ او سرلوړۍ بچیان افغانستان ته راوړي.
    ګران افغانستانه! خدای جل جلاله دې تل په پوهو، دينداره اوغیرتي بچیانو سرلوړی او تل پاتې لره.

  8. Hamza Reply

    هیله ده دا نوم یې په عنوان کې سم کړئ

    ډاکټر علي وردک

    مننه

  9. alamgir shinwari Reply

    Dear Dr Wardak
    I, on behalf of myself and the pakhtoons of Khyber Pakhtoonkhwa congratulate you on this awsome achievement. It shows that Pakhtoons are as good as any other people if they are provided with the right opportunity at a right time.

  10. Sabawoon Noori Reply

    ﺟﻨﺎﺏ ﺩاﻛﺘﺮ ﺻﺎﺣﺐ اﺟﺎﺯﻩ ﺭاﻛﺮﻱ ﺯﻩ ﻫﻢ ﺗﺎﺳﻮﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻭاﺭ ﺳﺮﻩ د ﻣﺒﺎﺭﻛﻲ ﻣﺮاﺗﺐ ﻭﺭاﻧﺪﻱ ﻛﻢ ﺩﻳﺮ ﻣﺒﺎﺭﻛﻲ ﺩﺭﺗﻪ ﻭاﻳﻢ د ﺗﺎﺳﻮ ﻻ ﺯﻳﺎﺗﻮ ﺑﺮﻳﺎﻭﻭ اﻭ ﺗﺤﻘﻴﻘﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻫﻴﻠﻪ.

    1. نصرت الله Reply

      وردګ صاحب ته د زړه له کومی ددی نړیوالی جایزی مبارکی وایم الله ج ورته نور هم همت ورکړی چی دده په شان داسی نور د وطن بچیان هم وروزی
      د لا زیاتو بریاوو په هیله

Leave a Reply to جنرال حبيب الله جلالزوي Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *