Categories

اعلان

Loading…

پښتو کلمو کې ادغام، خذف او ترکیب/ نوراجان بهیر 

پورتنۍ موضوع د خوست ادبي بهیر د تیرې اوونۍ په نوبتي لیکچر کې وړاندې شوه، خو وړاندې له دې چې پر لیکچر خبره وکړو، دا ځل په  دودیزه توګه د غونډې له پیله کیسه را پیل کوو.

د دې اوونۍ ناسته، چې د سټیج چارې یې د فریدون رایان له خوا پرمخ وړل کیدې، هم د ده له خوا د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه.

د نور کله په شان د تیرې غونډې ګزارش اورولو ته نوراجان بهیر راوغوښتل شو او د ګزارش له اورولو وروسته، د بهیر ګډونوالو ته پر ګزارش د څه ویلو له پاره وخت ورکړل شو.

ساده حیدرخیل وویل، چې په ګزارش کې د ځینو ملګرو نومونه نشته، خو د ساده دا ګوتنیونه پر ګزارش نه، بلکې پر ځینو ملګرو د نه ګډون له امله وه.

له پکتیا راغلي میلمه داود تپان وویل، چې دی په تیره غونډه کې نه و، خو د ګزارش ښیګڼه دا وه، چې په دې یې پوی کړ، چې په تیره غونډه کې پر کومو مسایلو خبرې شوي.

تپان د ګزارش بڼه وستایله او ضمناً یې د خوست ادبي بهیر له غړو وغوښتل چې که دغه ګزارشونه په راتلونکي کې په کتابي بڼه چاپ شي، نو ګټه به یې دا وي، چې لوستونکو ته به د خوست ادبي فضا تصویر ښه وړاندې کړي او نور به هم له دې ګټورو غونډو الهام واخلي.

تپان وړاندیز وکړ، چې نور ځوان  ملګري دې هم په نوبتي ډول د ګزارش لیکلو مسؤولیت واخلي.

پر ګزارش له خبرو وروسته محمد رحیم سکندر په پښتو کلمو کې د ادغام، خذف او ترکیب پر موضوع تیار کړی لیکچر پیل کړ.

هغه وویل چې په پښتو کې ترکیبونه ډیر ښه او خواږه جوړ شوي او همدې ترکیبونو ډیر کله زموږ په شاعرۍ کې هم ځای موندلی او زموږ شعر ته یې ښکلا وربښلې ده.

خو د ځینو کلمو ادغام او یا خذف کیدنه سره له دې چې ښه ده، لکه له هیڅ څوک نه چې (هیڅوک) جوړ شوی، یا له بخښنې (بښنه) جوړه شوې. یا هم په ځینو مرکبو کلمو کې چې څه توري خذف شوي، لکه د پوهنې ځای (پوهنځی) او  ورته نور، خو په وینا یې ځینو کلماتو کې لا هم ستونزه شته او په دې کلمو کې د یو یا سره ورته مخرجونو لرونکي توري شته، خو بیا هم دواړه لیکل کیږي او آن ادا کیږي هم، چې په ادا کې ستونزې ایجادوي.

ده د بیلګې په توګه (د مس عینک کان)، (خوست تلویزیون)، (چنار راډیو) او ځینې نور یاد کړل، چې په ترتیب په (ک، ک)، (ت، ت)  او (ر، ر) تورو کې یو مخرج لري، ولې بیا هم لیکل کیږي او ادا کیږي.

سکندر دا هم وویل، چې که څه هم ترکیبي نومونو او کلمو ته په پښتو کې ډېر کار شوی او ژبه یې په دې خوږلنۍ سره یو څه پراخه کړې هم ده، خو په وینا یې ځینې داسې ترکیبونه یوازې ژباړل شویدي، لکه: قتل ګا (وژن ځای)، اریشګاه (سینګارتون)، زیرزمیني (ځمکتلی)، اشپزخانه (پخلن ځای) او ورته نور…

سکندر د دې پر خلاف دلیل دا راوړ، چې هر وخت له نورو ژبو د ژباړې اړتیا نشته، ځکه موږ خپله ژبه کې هم ډیر څه لرو، چې باید راوسپړل شي. ده د بیلګې په توګه د پخلنځي، یا اشپزخانې له پاره د (اور غولي) کلمه یاده کړه، چې د وزیرستان په سیمه کې شته او هغوی یې په خپله لهجه (یورغولی) تلفظ کوي.

سکندر د خپل لیکچر په اوږدو کې پر ځینو نورو کلمو هم تم شو، چې څه یې د سیمه ییزو لهجو له امله په یوه سیمه کې یو ډول او په بله سیمه کې بل ډول لیکل کیږي او تلفظ کیږي.

همدا شان نوموړي د کلمو د ادغام او تکرار په برخه کې په شعر کې د موسیقیت خبره هم وکړه، چې که شاعر یې پر لفظونو بلد او برلاسی وي، نو شعر کی یې موسیقیت ورسره زیاتیږي او که برعکس په دې برخه کې یې تجربه کمه وي، نو ممکن شعر بې خونده هم شي.

نوموړي د خپل لیکچر په اوږدو کې د استدلال له پاره بیلابیل مثالونه هم راوړل، چې ځینې یې په شعر کې وو. ده منله چې ځینې وخت شاعران مجبور وي، چې د وزن په خاطر یوه کلمه داسې ولیکي، چې ګرامري بڼه به یې هغسې سمه نه وي، ده د مثال په توګه دا لنډۍ وویله:

ټینګه مې مه نیسه په غیږ کې
ټینګه مې مور تړلې نه یم زړه مې چوینه

د سکندر په وینا د (غیږ کې) پر ځای په کار وه، چې (غیږه کې) لیکل شوې او ویل شوي وای، خو په دې سره به لنډۍ وزن او خوند بایللی وای.

د لیکچر له پای ته رسیدو وروسته بهیر خپل نظر وړاندې کړ.
ده وویل چې لیکچر پر یوه نه، بیلابیلو موضوعاتو راڅرخیده او ممکن دا له دې امله وه، چې د ادغام موضوع نوې او پیچلې وه، ځکه نو سکندر اړ شوی چې د کلمو ادغام، ترکیب، تلفظونه، لهجې، موسیقیت او ډیر څه پکې راټول کړي.

استاد ظاهرشاه زهیر وویل، چې د لیکچر موضوع نوې وه، ځکه ښه وه.
استاد دا هم وویل چې سکندر ډیر مثالونه په شعر کې راوړي وو او شعر ګرامري قاعدې نه مني، ښه به وی چې ټول مثالونه په نثر کې وای، ځکه چې دا موضوع د ژبپوهنې اړوند ده.

استاد نورالله لیونخیل وویل: موږ اوریدل چې ادبیات د علاقې له مخې زده کیږي، خو ژبپوهنه د استاد له ښوونې پرته نه زده کیږي، ولې د سکندر له خوا ننني لیکچر مې دا نظر بدل کړ.
استاد د مرکبو کلمو په برخه کې د ادغام او خذف ټکو ته په اشارې وویل، چې ځینې وخت نور توري پکې اضافه کیږي هم، لکه په (میلمستون) کې (س) توری، چې نه په میلمه کې شته او نه هم په تون کې.

استاد لیونخیل د استاد زهیر د یوې پوښتنې په ځواب کې پر مفغنو (افغاني شویو) کلمو هم خبرې وکړې او دا ډول کلمې یې پر درو برخو وویشلې:

۱. داسې مفغنیدل، چې د کلمې شکل بدل شوی وي، خو معنا یې هماغه وي، لکه: د انګلیسي (Collection)، چې موږ یې په پښتو او دري کې کلیکسیون وایو.

۲. بل داسې مفغنیدل چې معنا یې بدله شوې وي، خو شکل یې هماغه  وي، لکه: عربي کې د (استخبارات) کلمه چې هغوی یې د مخابراتو په معنا استعمالوي او موږ یې د ملي امنیت له پاره کاروو.

۳. او بل هم هغه مفغنیدل دي، چې هم یې شکل بدل شوی وي او هم معنا، لکه: د عربي (معصوم) کلمه چې هغوی یې د بې ګناه له پاره کاروي او موږ یې د ماشوم له پاره هم کاروو.

محمدآور خاورین په لیکچر کې د تلفظ برخې ته په اشارې د پښتنو پر درو سترو حوزو تم شو، چې په وینا یې یو ډول، یا سره ورته لهجې او تلفظونه لري.

فریدالله قربان د ژبپوهنې په برخه کې د سکندر فکر او مطالعه وستایل، خو وړاندیز یې دا ؤ، چې مثال باید نه ماتیدونکی وي او د سکندر په لیکچر کې ډیر داسې مثالونه وو، چې ماتیدلی شي.

الیاس وحدت وویل چې اصل ژبه، د ولس ژبه ده. ده په عربي ژبه کې د (متاع) کلمه یاده کړه، چې یو عربي پوه یې په اصل معنا پسې ګرځیده او چې په یوه صحرا کې د کوچیانو یوې کیږدۍ ته ورغلو نو ویې موندل چې متاع هغه څه ته وايي، چې غوړ لوښی پرې پاک شي او بیا وغورځول شي.
له دې مثال نه د وحدت هدف دا ؤ، چې موږ باید د ژبپوهانو ګرامري قواعد ومنو، خو د لغت جوړونې برخې نه، ځکه موږ دا برخه په اسانۍ له ولس نه را اخیستلی شو او دا به ښه او سوچه هم وي.

جلال الدین جمکزي د ژبپوهنې د اصولو او فریدون رایان په لیکچر کې د ځینو متردفو کلمو یادونه وکړه او ورپسې محمد رحیم سکندر د ملګرو پر خبرو خبرې وکړې، ویې ویل چې دا موضوع ورته ګرانه وه، خو دا چې نوې وه او تل یې په دې اړه فکر کاوه، نو ورته جالبه هم وه.

د غونډې وروستۍ برخه چې مشاعرې ته ځانګړې وه، په ترتیب پکې (محمدآور خاورین، ساجد بهار، فریدالله قربان، ولي جان رومان، نوراجان بهیر، محمدرحیم سکندر، خیال حیدرخیل، کاظم او حمید هوډ) خپل شعرونه واورول.

را روانې غونډې ته د بهیر پر نظم د کره کتنې هوکړه وشوه.

په ټوله ادبي مینه

نوراجان بهیر –  د خوست ادبي بهیر د ګزارشونو لړۍ

85 total views, 1 views today

1 comment

  1. Hassan Reply

    ډیر په زړه پوری بحث دی. زما په نظر د کلکسیون کلمه اصلا لاتین ده چی په پورته ذکر شوی بڼه لیکل کیږی او لوستل یی همدا کلکسیون دی. همدا شان انفلاسیون ، فارماسیون، اوپراسیون او نور، دا کلمه نده مفغنه شوی. او زما په ګمان معصوم عربی کلمه ده بله معنی لری او ماشوم پښتو کلمه ده ، یو بل سره هيڅ ارتباط نه لری. د کلمو شباهت به حتما په دی معنی نه وی چی هغه کلمه به خامخاه له بلی ژبی راغلی وی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *