Categories

اعلان

Loading…

فطري حالت/ اسدالله غضنفر

موږ له یو چا سره په تصادفي ډول وپېژنو، خبرې سره وکړو، تګ راتګ مو شي، سره وپالو، کلونه واوړي، خاطرې مو سره شریکې شي او داسې وخت راورسېږي چې له یو بله بېلېدل راته ګرانه چاره وي. د ژوند دغه ژوره تجربه سید شاه سعود داسې بیان کړې ده:

د چا مینه مې په زړه کې راپیدا شوه
لکه زړی چې په چوپه کې زرغونېږي


د دوستانو په زړونو کې دوستي، بې له دې چې د چا ورپام شي، د زَړو غوندې په پټه خوله وده کوي او غوړېږي. دا یو فطري حالت دی. په فطري حالت کې مینه او دوستي د پلان او نقشې له مخې نه وي بلکې تر ارادې یو لوی قوت مو یو لور ته بیایي او هغه د غني خان خبره: ما وروستي پړاو له بیایي که زه ځمه او که نه ځم.


ځینې کسان همېشه هڅه کوي چې په نورو باندې ځان ومني. دوی شاید د خلکو له خوښې سره سم وچلېږي، د ولس په غم ښادي کې پوره ونډه واخلي او د خلکو د دودونو او نظریو احترام وکاندي خو له دا هر څه سره سره، ممکن خلک د خپلو رهبرانو او لارښوونکو په سترګه ورته ونه ګوري. چې داسې ولې کېږي؟ ایا داسې خو به نه وي چې ټولنه هغه څوک د خپل مشر او رهبر په توګه ښه مني چې په مشري او رهبري پسې نه ګرځي؟ د سید شاه سعود یو بیت همدا تجربه تاییدوي:


چې خبریدمه نو د خلکو رهبر شوی ومه
بس خو روان ومه او لاره جوړېده راپسې


زما په خیال دې ته ورته خبره د لیکوالي او شاعري په برخه کې هم کولای شو. هغه څوک چې په لوی لاس غواړي سرلاری شي، مبتکر شي او موسس شي، ممکن د واقعي نوښتګر مقام ونه مومي. واقعي نوښت هغه وخت راته اسان دی چې زما خصلت او شخصیت د نوښتګر شي.

که زه په لاره روان یم او په بې پامۍ کې شعر جوړوم، که ما بړستن په مخ کښ کړې وي او د خوب او ویښې تر منځ له شعر سره بوخت یم او یا کله نا کله په خوبونو کې هم شاعر واوسم، نو دا ممکنه ده چې د واقعي شاعر غوندې نوې خبرې ولرم. هره هغه څه چې د خپل شخصیت برخه یې وګرځوو او د هوا غوندې یې په پام او بې پامۍ کې، په هر حالت کې، وغواړو،ممکن په رښتیا ورورسېږو.

21 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *