Categories

اعلان

Loading…

مرستيال والي له يو شمېر نارينه او ښځينه مدني فعالانو سره وکتل

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١١-۲۹

کندهار، افغانستان- د ولايت مقام مرستيال د افغانانو د ولسي ټولني په دفتر کي له يو شمېر نارينه او ښځينه مدني فعالانو سره وکتل.

په غونډه کي چي نن ماپښين د افغانانو د ولسي ټولني په دفتر کي جوړه سوې وه، د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د سولي شورا د دارالانشاء مسوول محمدعمر ساطع او يو شمېر نارينه او ښځينه مدني فعالانو ګډون کړی وو.

ښځينه مدني فعالانو په يوه خوله وويل چي د حکومتي ادارو په تشکيل کي د ښځو ونډه کمه ده. د ډاکټر ليلا افاق په نوم يوې مدني فعالي وويل حکومت بايد مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړي، تر څو د مېرمنو په وړاندي پرتې ستونزي هواري سي. هغې زياته کړه د مېرمنو په وړاندي تر ټولو لويه ستونزه اقتصادي کمزوري ده، خو که يې لاسي صنايعو ته بازارموندنه وسي يا د مېرمنو لپاره يو ځانګړی مارکېټ جوړ سي، نو هغوی ته به د کاروبار زمينه برابره سي او تر ډېره بريده به يې اقتصادي ستونزي حل سي.

د زبيدې په نوم يوې بلي مدني فعالي وويل چي مېرمنو ته بايد د حرفوي زده کړو پروګرامونه جوړ سي، په خاص ډول هغو ښځو ته چي په محبس کي بندياني دي. نوموړي د ښځينه بنديانو له يو شمېر نورو ستونزو څخه هم يادونه وکړه او له مرستيال والي څخه يې د اړوندو ستونزو په باب د خاصي توجه غوښتنه وکړه.

د افغانانو د ولسي ټولني مشر حکمت افغان د مرستيال والي له راتګ څخه مننه وکړه او ويې ويل چي دوی به هر وخت حکومت ته سالمي مشورې ورکوي او انتقادات به يې تل د اصلاح په نيت وي، نه د تخريب لپاره. نوموړي زياته کړه دوی غواړي چي د مدني ټولنو له دې مرکز څخه هر وخت له حکومت سره همکاري وکړي او د خلکو غوښتني تر حکومت پوري ورسوي.

د سولي د دارالانشاء مسوول محمدعمر ساطع له مرستيال والي څخه مننه وکړه چي د ولايت مقام دروازه يې د خلکو پر مخ پرانيستې ده او هر وخت يې د خلکو مشورو ته خاصه توجه کړې ده. نوموړي زياته کړه دوی به د مدني ټولني له لاري د خلکو ستونزي تر حکومته رسوي او حکومت ته به وخت پر وخت سالمي مشورې ورکوي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له ښځينه مدني فعالانو سره ژمنه وکړه چي په حکومت کي به مېرمنو ته د کار زمينه برابروي او ويې ويل چي د صنعتي پارک له مسوولينو سره به په تماس کي سي، تر څو په فابريکو کي تر ممکنه حده مېرمنو ته کار پيدا کړي. ښاغلي شمسي زياته کړه له ښاروالۍ سره به په تماس کي سي، تر څو د امکان په صورت کي د ښځو لپاره يو ځانګړی مارکېټ جوړ کړي چي هغوی وکولای سي کاروبار وکړي.

د ولايت مقام مرستيال له نارينه مدني فعالانو سره په خبرو کي وويل هڅه کوي چي د خلکو غوښتني واوري او تر ممکنه حده ورته مثبت ځواب ووايي. هغه زياته کړه لومړنی کوښښ يې دا دی چي د ولايت په کچه حکومتي خدمات خلکو ته په ښه ډول وړاندي کړي. نوموړي وويل هر وخت لېوالتيا لري چي له خلکو سره وويني، ستونزي او وړانديزونه يې واوري او خپل ګران ولس ته ښه خدمات وړاندي کړي.

ښاغلي شمسي له حکومت سره د خلکو همکاري اړينه وبلله او زياته يې کړه: موږ هڅه کوو چي له خپل ولس سره هر وخت تماس ولرو او له خلکو څخه هم دا هيله لرو چي زموږ سره په تماس کي سي او خپلي غوښتني راته په ګوته کړي. که ولس او حکومت رابطه ونه لري، طبعاً به ولس حکومت ته په بده سترګه ګوري او ځانونه به ورڅخه ليري کوي.

مرستيال والي په پای کي له ټولو مدني فعالانو څخه مننه او د دوی مدني فعاليتونه يې وستايل.

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *