Categories

اعلان

Loading…

تحير/ اجمل ښکلى

نن له خپل کور نه ښه شا ته يوه کلي ته لاړم. لمر راته عجيبه ښکاره شو. ما ويل، دا لمر خو دلته هم همغسې لګېږي؟ وروسته مې په خپلې خبرې پورې خندا راغله.

ماشومان چې لا له نړۍ سره اشنا شوي نه وي، هر څيز ورته عجيبه ښکاري او ورته حيران وي. ماشوم ته دا نړۍ د جادو جزيره ښکاري. ستوري، اسمان، لمر، سيند، د انسانانو چلند، حيواناتو هر څيز ته هيښ وي.

ماشوم وخت په وخت (که ويې نه رټئ)د پوښتنو او د خپلو تجربو په مټ خپل تحير ته ځوابونه پيدا کړي او د نړۍ ډېر رازونه ورته ښکاره شي.

موږ ته چې ځان د ماشومانو پر خلاف له نړۍ سره عادي ښکاري، د حيرانتيا ډېر څه پکې نه وينو. لمر، سپوږمۍ، فصلونه، سرکونه، الوتکې، سيندونه، حيوانات، ګلونه، ونې راته دومره تکراري دي، چې په اړه يې له معمولي تحير سره هم نه مخېږو.

د تحيرځواک هله فعالېږي، چې سړى له نااشنا چاپېريال سره مخ شي.

زموږ زاويې د کليشه شويو استعارو غوندې دي، چې پرې روږدي يو او د استعمال په وخت مو لومړى همدا زاويې مخې ته راځي.

موږ داسې انګېرو، چې نړۍ راته د بنجاره د صندوق غوندې خلاصه پرته ده؛ خو داسې نه ده. کليشه يي زاويو مو له سترګو نه د نړۍ ډېر خوندور او ګټور اړخونه پټ کړي دي.

يو سهار راپاڅېږئ او هڅه وکړئ، چې نړۍ ته له نوې زاويې وګورئ. داسې وګڼئ، چې همدا اوس ورته راغلي يئ. تحير مو وسکونډئ او د ماشومانو غوندې پوښتنې له ځانه وکړئ. بيا وګورئ، چې د نړۍ په اړه مو څومره نوي معلومات ترلاسه کړي دي.

داسې نه ده، چې غټانو ته ماشومانه پوښتنې نه پيدا کېږي. پيدا کېږي؛ خو موږ اهميت نه ورکوو، دقت ورته نه کوو، چې بيا رانه د ژوند د نورو مسايلو په دوړو کې ورکې شي.

په تصوف کې چې پر صوفي باندې حقيقت منکشف شي او د لدني علم په برکت د نړۍ تر شا اصلي نړۍ وويني، نو د حيرت ګوته په غاښ کا. دې مقام ته په تصوف کې د حيرت مقام وايي او صوفي په ډېر رياضت وررسېداى شي. دا هغه مقام دى، چې صوفي خداى ته ورنېژدې کوي. مولينا چې په خپله مثنوي کې حيرت ډېر ياد کړى، د پېغمبر د يوه حديث له مخې حيرت له مارغه سره تشبيه کوي، چې سالک ته د الهي قربت پېغام رااوړي او راز ساتلو ته يې وربولي. د پخوانو اسطورو له مخې چې د چا پر سر د هما مارغه سيورى وشي، هغه باچا کېږي. د مولينا په حافظه کې به د مارغه دا اسطوري اړخ هم و:

حیرت آن مرغ است خاموشت کند

سر نهد بر دیگ وپر جوشت کند

په فلسفه کې وايي، چې که د تحير ځواک درسره نه وي، د فلسفې پر ځمکه قدم مه ږده. په فلسفه کې چې څومره مکتبونه رامنځته شوي دي، بنسټ يې پر تحير ولاړ دى. تحير که له يوې خوا د فلسفې بنسټ دى؛ نو له بلې خوا يې د نوښت لار هم ده.

وايي، چې که د جسمي او ذهني بلوغ خبره وي؛ نو د ماشوم او فلسفي ترمنځ سمندرونه حايل دي؛ خو که د تحير خبره وي؛ نو د ماشوم او فلسفي ترمنځ پوټى توپير نشته. په فلسفه کې که کايناتو(طبيعت او ماوارالطبيعت) ته حيران نه شې، نوې تيوري نه شې جوړولاى. مطلب دا، چې له نړۍ سره دومره عادي شوى يې، چې نوي څه درته پکې نه ښکاري، چې خلکو ته يې وړاندې کړې.

پر هيښتيا سربېره د تحير بله مانا مغشوشتيا هم ده، چې په انګليسي کې ورته(confusion) وايي. هغه ګډود حالت چې پرېکنتيا او وضاحت پکې نه وي او څو موضوعات درنه په يو بل کې ګډېي. په داسې حالت کې فلسفي په يوه مبهمه او پېچلې موضوع کې لار وباسي او ټول اړخونه يې راڼه کړي او يوه فلسفي تيوري ورغوي. له دې راته هم په فلسفه کې د تحير د ارزښت اندازه کېږي.

په لرغونو انسانانو کې چې فلسفه او ساينس نه وو، نړۍ ورته مرموزه او له اسرارو ډکه طلسمي جزيره ښکارېده، ستوري، لمر او سپوږمۍ ورته زموږ غوندې د تيږو پنډوسکې نه ښکارېدې. لرغونو باختريانو، يونانيانو او روميانو چې ىوه توکمي ريښه يې لرله او له يو بل سره يې په بېلابېلو وختونو کې فرهنګي راکړه ورکړه هم کړې وه، لمر خداى ګاڼه يا يې د خداى مقدس استازي بلل. په لرغوني يونان کې چې فيلسوفانو(لومړى ساينس هم په فلسفه کې شامل و، ځکه د تجربو لپاره وسايل نه وو؛ نو فيلسوفانو به په ساينس کې هم له عقله استفاده کوله) او ساينسپوهانو لمر د تقدس له منصبه راکوز کړ او تشه اورينه تيږه يې وبلله، نو له سخت مذهبي غبرګون سره مخ شول.

لرغونى انسان دې ته حيران و، چې دا باران له کومه ځايه راورېږي، له هوارې ځمکې نه دا بوټى څنګه راوځي؟ هغوى ته لمر ژوندى موجود ښکارېده، چې ځمکې ته ځير دى.

په هغه وخت کې چې ساينس او فلسفه نه وو، انسانانو خپل تحير ته اسطوري توجيهات پيدا کړل. اسطورې د علم پر خلاف له تخييل سره اړيکه لري او له تخييله هنر هم زېږي.

مطلب دا چې، هنر د نړۍ په اړه د هنرمن حيرانتيا ښيي او هنرمن خپلې دې حيرانتيا ته تخييلي توجيه لټوي، چې دا داسې ځکه دى. حميد بابا چې وايي:

خط په مخ د صنم راغى، که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دا يې غاښ په خوله کې زېب کا ژاله شوه په لاله کې

نو سړى د يار مخ، خولې او غاښو ته د حميد په حيرانتيا باوري شي.

بل ځاى خپل تحير داسې څرګندوي:

څه ګمنامه شوه د خط په هندوبار کې

د خوبانو د ښايست مسلماني

له دې نه ښکاري، چې تحير يواځې د فلسفې بنسټ نه دى، د هنر زړى هم دى؛ خو د فلسفې تحير علمي/عقلي دى دى او د ادب هنري/خيالي يا به داسې ووايم، چې فلسفه د تحير علمي توجيه ګوري او هنر ورته تخيلي.

په هنر کې هغه سړى له تحيره استفاده کولاى شي، چې په ځان کې نړۍ ته په نوي نظر د کتو استعداد پيدا کړي. نو چې نظر نوى وي، هنر به هرومرو له نوښته برخمن وي.

55 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *