Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا ولسونو افغان امنیتي ځواکونه وستایل

خبریال: محمدالله همت یار

د پکتیکا ولایت ولسونو او مدني ټولنو نن د یوې لويي غونډي په جوړولو سره افغان امنیتي ځواکونه د ستاینلیکونو، لونګیو ورپه سر کولو، او په غاړه کې دهارونو په ور اچولو سره وستایل.

په دې غونډه کې چې د پکتیکا ولایت د مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه په کې د پکتیکا ولایت د امنیتي ځواکونو مسئولینو، افسرانو، د مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو، او دیني عالمانو ګډون کړی وه.

د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر یعقوب خان منظور غونډي ته په خپلو خبرو کې افغان امنیتي ځواکونه له دې امله وستایل چې د ټول هیواد امنیتي مسولیتونو ته یې اوږه ورکړي.

هغه وویل کله چې له نړیوالو ځواکونو څخه امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته ور له غاړي شول، نو د دوی د کلک هوډ او سرښندنو نتیجه ده چې د هیواد په امنیت کې ډیر مثبت تغیرونه رامنځته شوي دي او خلک یې راتلونکي ته هیله مند کړي دي.

د غونډي یوبل ترتیب کوونکی او مدني فعال زلمی خروټۍ وايي چې له دې غونډي څخه مو هدف داوه چې افغان امنیتي ځواکونه خپلو دندو ته وهڅوي ترڅو یې مرال لوړ شي.

هغه وايي چې په دې غونډه کې مو د ملي اردو، ملي امنیت، ملي او سیمه ایزو پولیسو ۸۱ هغو افسرانو ته چې په خپلو دندو کې يې تر وسپارل شوي مسئولیت زیاته هڅه کړي وه ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

غونډي ته د پکتیکا د امنیتي سکتور مسئولینو هم خبرې وکړې د پکتیکا د ولسونو او مدني ټولنو څخه د مننې ترڅنګ د هیواد ساتنه خپله ملي او اسلامي وجیبه وبلله.

د پکتیکا ولایت د امنیت آمر او سرپرست امنیه قوماندان نثاراحمد عبدالرحیم زي وویل چې د پکتیکا په ولایت کې ټول مېشت امنیتي ځواکونه به تل د خپلي خاوري څخه د سر په بیه ساتنه کوي او هیڅ ډلي ته به اجازه نه ورکوي چې د هیواد وګړي وځوروي.

دیادولو وړ ده چې د پروګرام په پای کې د یو شمېر امنیتي ځواکونو په غاړه کې هارونه ور واچول شول، او یو شمېر نورو ته یې ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

32 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *