Categories

اعلان

Loading…

نعيمي: پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې دې خپلې کړنې معيارې کړي

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٢٥-١١-١٣٩٣

پوهنتونونه او دلوړو زده کړو خصوصې موسسات دې خپلې کړنې معيارې او د دولت د تګلارو سره سم دې ځوانان و روزي، دغه ټکى خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په هغه غونډه کې څرګند کړ چې ولايت مقام ته دپوهنتونونو او لوړو زده کړو دخصوصي موسساتو له خوا دګزارشونو دوړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه.

په پيل کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس پوهندوى محمد رسول باوري د شيخ زايدپوهنتون دفعاليتونو،لاسته راوړنو او غوښتنو په تړاو معلومات وړاندې کړل نوموړي وويل چې شيخ زايد پوهنتون اوس مهال د هېواد په کچه يو ستر پيژندل شوى دولتي پوهنتون دى چې هرکال په سلګونو کسان ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کوي. نوموړي وويل چې ياد پوهنتون اوس مهال ١٢پوهنځي او ٣٨بېلابېلې څانګې لري چې ٦٠٣٢تنو محصلينو ته پکې د ٢٠٧استادانو لخوا تدريس کيږي.

د شيخ زايدپوهنتون رئيس وويل چې دلوړو زده کړو د وزارت د لايحو او مقرراتو سره سم د لوړو زده کړو د خصوصي موسساتو څخه د څارنې چارې هم مخ ته وړي.

ورپسې د احمدشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو موسسې،پامير لوړو زده کړو موسسې،طلوع افتاب لوړو زده کړو موسسې مسوولينو او د دعوت د پوهنتون دخوست دڅانګې مشر په خپل وار سره د غونډې رهبري ته دخپلو چارو،کړنو، دمحصلينو دشميرې او نورو لاسته راوړنو په تړاو بشپړ ګزارشونه وړاندې کړل او يوشمير ستونزې او غوښتنې يې هم له ولايت مقام سره شريکې کړلې.

خوست والي عبدالجبارنعيمي پوهنتونونه او دلوړو زده کړو موسسات د ځوان نسل د روزنې،ظرفيت لوړونې او علمي پانګې د بډاينې په ډګرونو کې اړين علمي بنسټونه ياد کړل او په خوست ولايت کې يې دپوهنتون او دلوړو زده کړو دموسساتو فعاليت يو غوره علمي او معنوي پرمختګ وبللو.

نوموړي وويل پوهنتونونه او دلوړو زده کړو موسسات به هغه وخت ټولنې د خدمت په خاطر غوره بشري پانګه پيدا کړې چې خپلې چارې د اړونده قوانينو په رعايت او معيارې توګه سرته ورسوي او ټول محصلين په اسلامي او ملي فکر سره ټولنې ته دخدمت په خاطر وړاندې کړي.

سرپرست والي په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسساتو کې د اناثو طبقې حضور کمزورى ياد کړ ، د لوړو زده کړو د موسساتو له مسوولينو يې وغوښتل چې دې برخې ته ځانګړې توجه وکړې او اناثو طبقې ته د زده کړو په برخه کې په ځانګړي امتياز قايل شي.

عبدالجبارنعيمي پوهنتونونو کې د بهرنيو استادانو فعاليت،دمحصلينو حاضرۍ او د محصلينو لپاره د بشپړې تحصيلې دورې تضمين ته په اشارې سره وويل چې په دې تړاو ټولې چارې بايد قانوني،شفافې او ترجدي څارنې لاندې ترسره شي او که چيرې په دې برخه کې غفلت وشي اړونده موسسات به له قانوني چلند سره مخامخ شي.

همداشان يې د شيخ زايدپوهنتون ادارې او دلوړو زده کړو دموسساتو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې دعلمي چارو ترڅنګ د چاپيريال پاکۍ، نظم او هغه پروګرامونو ته هم توجه زياته کړي چې په ټولنه کې دمثبتو پرمختګونو او مثبتو بدلونونو لپاره زمينه مساعدوي.

نعيمي د لوړو زده کړو له خصوصي موسساتو غوښتنه وکړه هغه ځوانانو ته دفيس په برخه کې ځانګړى تخفيف ومني چې اقتصادي ستونزې لري او يا دکورنيو د سرپرستۍ مسووليت ورپه غاړه دى.

د غونډې په وروستيو کې د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو دموسساتو پر غوښتنو باندې بحث وشو ، دولايتي ادارې مشرتابه ډاډ څرګند کړ چې د ولايتي ادارې په چوکاټ کې به شته غوښتنو ته د رسيدګۍ په خاطر کار وکړي.

واکمن

64 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *