Categories

اعلان

Loading…

مشرف په افغانستان کې د پاکستان پر نیابتي جګړې اعتراف وکړ

تاند- د پاکستان پخوانی پوځي مشر متقاعد جنرال پروېز مشرف وايي، هغه وخت راغلی چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له نوي حکومت سره بشپړه همکاري وشي.

ده د خپل هیواد له لوري په افغانستان کې د نبابتي جګړې د پای ته رسېدو ملاتړ وکړ او په عین حال کې یې اعتراف وکړ چې د کرزي د واکمنۍ په مهال کې یې په افغانستان کې د نبابتي جنګ ملاتړ کاوه.

«د ولسمشر کرزي په وخت کې، چې پاکستان ته یې زیان اړاوه، یقیناً موږ د دوی د ګټو خلاف کار کاوه. ښکاره ده چې موږ باید خپلې ګټې ساتلې وای.»

سره له دې چې د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې نور د طالبانو په وسیله، چې د دوی په وینا د پاکستان د ګټو لپاره نیابتي جګړه کوي، ملاتړ نه کوي خو عملاً څرګندې نښې چې د پاکستان ادعا ثابته کړي، نه ده لیدل شوې خو کېدای شي د پاکستان دریځ په تدریجي ډول د بدلېدو په حال کې وي.

مشرف له کارډین سره په مرکه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه، اعتراف وکړ، کله چې د پاکستان ولسمشر و نو هڅه یې کوله چې افغانستان ته زیان واړوي.

متقاعد جنرال مشرف د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«اوس اشرف غني ولسمشر شوی دی او نوموړی هڅه کوي چې په افغانستان کې انډول رامنځته کړي. موږ باید ورسره بشپړه همکاري وکړو.»

ده له ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې سره په مرکه کې همداراز وویل چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته له شا د ګوزار ورکولو لپاره له هند سره مرسته کوله.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي همکارۍ زیاتې شوي دي. افغانستان د دغه هیواد یوه پخوانۍ غوښتنه، یعني د روزنې لپاره پاکستان ته د افغان پوځیانو لېږل، ومنل. له هند څخه یې د وسلو او هیلي کوپترو اخیستل وځنډول او د پاکستاني سختدریځو پر ضد یې استخباراتي معلومات شریک کړل.

داسي ښکاري چې پاکستان هم په متقابل ډول لږترلږه د افغانستان په لویو ښارونو کې د پراخو بمي او ډله ییزو حملو په کمولو کې مرسته کړې ده. خو لا هم ډېر کارونه پاتې دي چې د پاکستان پر نیت افغانان بشپړ باور وکړي.

11 total views, 1 views today

4 comments

  1. baryal Reply

    ښه شوه چی پرویز بی شرف په خپله اقرار وکړ چی دا خرمرګی او ځانمرګی د دوی سپی دی او د پاکستان په خدمت کی و او دی. نه د جهاد اونه د ګران افغانستان لپاره.
    ای هیواد والو راځی سره یوشو او ټول اختلافات د خبرو او سیاست له لاری سره حل او یو موټی ، قوی ، اسلامی او مترقی افغانستان جوړ او ټول فکر د ملی یوالی او خپلو اولادونو د سالمی روزنی لپاره سره پکار واچوو.

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    داجه به خبلو كرو معترف ته نو فكر وكره جه ته خومره ضعيف النفس انسان ءي.

  3. بشير رشاد Reply

    پاكستان دباور ندى هر څومره چه مو دوست سى بايد أفغانستان داحتياط څخه كار واخلى نه يوازى دباكستان سره بلكى دهر يوه بل هيواد سره او بايد هغه دوست هيواد امتحان سى چه دا هيواد په خبله دوستى كى وفا دار دى او كه با؟

  4. ایمل Reply

    بریال صیب!!!!!
    هفه متل به دی اوریدلی وی چی وایی
    که چا وویل چی غوژدی سپی ویور ته به خپل غوژ گوری که سپی پسی به مندی وهی
    ته خپل غوژ ته لاس وروره او د سپی پسی مندی مه وهه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *