Categories

اعلان

Loading…

یو څه وخت ورکول مهم دی!!! – ژباړه: احمد شاه پاڅون

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳

یو کس څلور زامن لرل، غوښتل یې دا ورته په ډاګه کړي چي د یو چا د خوی په اړه پرېکړه کي تلوار ونکړي. ددې خبري د ثبوتولو لپاره هغه و ګڼل، چي خپل زامن یو سفر ته و لیږي او هغوی یې یوې لیري سیمه کي د (امرودو) د یوې وني د لیدلو لپاره ولیږل. یو وخت یې یو زوی و لیږه، ورته و یې ویل ولاړ سه! هغه ونه وګوره او حال یې راوړه. په دې ترتیب د ټولو سفرونه پیل سوه.

لومړی زوی د یخ په موسم کي ولاړ، دوهم په پسرلي کي، دریم د اوړي په موسم او تر ټولو کوچنی په مني (خزان) کي د وني د لیدني سفر وکړ.

کله چي ټول له خپلو سفرونو را ستانه سوه، سړي څلور واړه زامن را وبلل او له هر یوه یې بېل بېل د هغه د سفر او د وني کیسه و پوښتل.

لومړی زوی یې چي د ژمي په موسم کي د وني لیدو ته تللی وو، وویل: ونه ډیر بد رنګه، وچه او شنډه وه. دوهم وویل: یا هغه خو سمسوره وه او له زرغونو پاڼو ډکه وه. دریم زوی د دواړو خلاف خبره وکړه، ویل: ونه له ګلونو ډکه وه، خوشبويي یې تر لیرلیري رسیده او داسي یو منظر چي ما تر دې وړاندي هیڅ کله نه وو لیدلی. تر ټولو کوچني زوی د خپلو دریو وروڼو خبري رد کړې ویل: ما چي ولیده هغه ونه په میوو داسي بار وه چي ښاخونه یې مځکي ته را کاږه سوي وه.

ددې هر څه اوریدلو وروسته هغه سړي و خندل او خپلو زامنو ته یې و کتل او و یې ویل: ستاسو نه یو هم غلط نه وايي، د هر یوه خبره پر خپل ځای سمه ده.

زامنو چي د پلار خبره واوریده حیران سوه، چي دا څنګه ممکنه ده؟

پلار خپلو خبرو ته دوام ورکړ: تاسو د هیڅ وني یا کس په اړه کومه حتمي پرېکړه نسي کولای، چي تاسو هغه یوازي په یو موسم او یا یو حالت کي لیدلی وي.

د یو چا پېژندلو لپاره یو څه وخت مهم دی. انسان یو وخت په یوه حالت کي وي بل وخت په بل کیفیت کی.

که تاسو ونه په ژمي کي ولیده، ددې مانا دا نده، چي هغه هیڅکله میوه نه نیسي. همداسي که یو کس تاسو د غوصې په حالت کي ګوری، دا مانا نلري چي هغه بد دی.

هیڅ لکه د چا په اړه په چټکۍ پرېکړه مه کوئ، څو چي مو هغه ښه پېژندلی او ارزولی نه وي.

یو څوک هغه وخت ښه پېژندل کیږي یا معلومیږي چي ټول موسمونه ورباندی واوړي. که تاسو د یخنۍ په موسم کي اټکل کوی او تنیجه اخلی، نو د ګرمۍ د سرسبزۍ، د پسرلي د ښکلاګانو او د ژوند له رنګونو او خوندونو به بې برخي یاست.

یوازي د یوه غم او خواشنۍ لپاره د خپل ټول عمر خوښۍ مه قرباني کوئ.

د ژوند یو بد موسم ته په کتو د نور ژوند دروازې مه تړئ.

237 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2