Categories

اعلان

Loading…

د پېښو د رامنځته کیدو پر مهال له روغتیایي مرکزونو سره د همکارۍ ژمنه وشوه

په افغانستان کې د نړیوال روغتیایي سازمان د بیړنیو پېښو ځواب ویوونکې د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره په لیدنه کې ژمنه وکړه،چې په دغه ولایت کې به د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال له روغتیایي مرکزونو سره همکاري وکړو .

د نړیوال روغتیایي سازمان د بېړنیو پېښو ځواب ویوونکې ډاکټر ویکنزوارن وویل تر دې دمه دوی د افغانستان په لسو ولایتونو کې کار کړی او دا ځل پلان لري،چې په ننګرهار او میدان وردګو ولایت کې هم خپل فعالیتونه ترسره کړي .

ده زیاته کړه،دوی به په دغه ولایت کې له ټولو روغتیایي مرکزونو سره د پېښې د رامنځته کېدو پر مهال د هغه درملو مرسته وکړي،چې اړین وي

هغه همدا راز وویل دوی به د دې ولایت ټولو روغتیایي مرکزونو ډاکترانو ته د پېښې د رامنځته کیدو پر مهال د ښې او بېړنۍ درملنې په موخه روزنه هم ورکړي .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني له ویکنزوارن څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د پېښو د رامنځته کیدو پر مهال د چمتوالې،بېړنۍ روغتیا او ډاکټرانو د روزنې په برخه کې همکاري کوي .

ده همدا راز ډاډ ورکړ،چې د فعالیتونو د ترسره کولو په موخه به دوی ته ښه زمینه هم برابره کړي .

د یادونې وړده، په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ غزني او کابل ـ بامیانو پر لویه لاره او په دغه ولایت کې وخت ناوخت ترافیکي او نورې پېښې رامنځته کیږي،چې ټپیان یې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

27 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *