Categories

اعلان

Loading…

د ايران کونسلګرۍ د انقلاب ۳۶ کليزه ولمانځله

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١١-۲۲

کندهار، افغانستان- نن په کندهار کي د ايران کونسلګرۍ د دغه هيواد د انقلاب ۳۶ کليزه ولمانځله.

په لمانځنغونډه کي چي نن ماپښين په يوه خصوصي سالون کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، د ايران سرکونسل محمدرضا کريمي، يو شمېر رئيسانو، د ولايتي شورا غړو، ملي تجارانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

د ايران سرکونسل محمدرضا کريمي د غونډي په پيل کي د دغه هيواد د انقلاب پر اهميت وږغېد او دا انقلاب يې د ټولي اسلامي نړۍ لپاره مهم وباله. نوموړي د ايران د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندي کړل او ويې ويل چي ايران له افغانستان سره تل دوستانه اړيکي لرلي دي. ښاغلي کريمي وويل چي سږ کال يې د کندهار خلکو ته د نورو کلونو په پرتله ډېري ويزې ورکړي او په دې برخه کي يې ډېري اسانتياوي رامنځته کړي دي.

کريمي وويل چي په کندهار کي د ايران مرستي له هيچا څخه پټي نه دي. هغه وايي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له کتابتون سره د کتابونو مرسته، په شهيد عبدالاحدخان کرزي وړکتون کي د خوړنځای جوړول، په عينو مېنه کي د حرفوي زده کړو د مرکز تجهيز، د غازي محمدايوب خان لوبغالي جوړول  او داسي نوري مرستي د يادولو وړ دي.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ټولو ايرانيانو ته د انقلاب د ورځي مبارکي وويله او ويې ويل چي ايران له افغانستان سره هر وخت ښې اړيکي درلودلي دي او له افغانستان سره يې وخت پر وخت نه هېرېدونکې همکاري کړې ده. هغه وايي ايران افغان تجارانو ته هر وخت اسانتياوي برابري کړي دي، چي هيڅکله به يې هيري نه کړي.

نوموړي زياته کړه چي افغانستان له ايران سره ډېر مشترکات لري او افغانستان هر وخت ښو اړيکو ته لېواله دی. د ويسا په خبره: موږ له هر ګاونډي سره ښې اړيکي غواړو. موږ غواړو چي ټوله سيمه په ارامۍ او سوکالۍ کي واوسي.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *