Categories

اعلان

Loading…

د ترانسپورتي شبکې لپاره اسیايي پراختیايي بانک ۱۳۰ ملیونه ډالره وړیا مرسته کوي

کابل( د ۲۰۱۵ کال د فبروري ۱۰ نیټه)– د آسیا پراختییایي بانک او د افغانستان حکومت نن په ټوله کې د ۱۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړل. په دې پیسو به د بدخشان ولایت د بهارک او اشکاشم ولسوالیو تر مینځ ۱۰۸ کیلومتره سړک او د هغې په اوږدو کې اړونده بنسټیز تاسیسات جوړیږي.

د دې پروژې په تمویل کې همدارنګه د اروپایي اتحادیې ۲۱ میلیونه ډالره هم شامل دي کوم چې به د افعانستان د اوسپنې پټلې د ادارې د پپاوړتیا، په افغانستان کې د مرکزي آسیا د سیمه ایزې اقتصادي همکاریو اړونده سړکونو په اوږدو کې د مالونو او مسافرو د لیږد د ښه والي، او د سړکونو د ساتنې او څآرنې د ښو لارو چارو د امتحاني پروژې د پلي کولو په موخه لګول کیږي.

په کابل د آسیا پراختییایي بانک رئیس ښاغلي پانیلا وویل: (( د آسیا پراختیایي بانک په افغانستان کې د ترانسپورتي شبکې دوامداره پراختیا او یوه منظم او هراړخیز پلان پلي کولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه چې تر دې دمه د آسیا پراختیایي بانک د افغانستان د لویو لارو، اوسپنې پټلې او هوایي ترانسپورت اړونده پروژو لپاره د ۱.۲ میلیارده څخه زیاتې پیسې بیلې کړیدي.))

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمی په دې خبری غونډه کې وویل:((مونږ د دې پروګرام د عملي کولو لپاره د آسیا پراختیایی بانک د دوامداره همکاریو څخه خوښ یو او هیله من یو چې زمونږ نور پراختیایي ملګري به هم د افغانستان د ترانسپورټي سکتور سره مرستې پیل کړي. ))

دا پروژه د ترانسپورتي شبکې د پراختیا پروګرام لپاره د څو اړخیزه مرستو څلورم قسط دی چې د آسیا پراختیایی بانک یې چمتو کوي. د دې پروګرام لاندې مخکني قسطونه د ۶۲۰ کیلومتره په اوږدوالي د لویو لارو په بیارغولو، ډیر شمیر کلیوالي پراختیایي کوچنیو پروژو، د افغانستان په شمال کې د ۶۴۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ لپاره د مفصل پلان په جوړولو، او فزیکی پانګونو د دوام د پياوړتیا په اړونده فعالیتونو باندې لګول شویدي.

د آسیا پراختیایي بانک د ۶۶۷ میلیون ډالري مرستې سربیره،د دې څو اړخیزه پروګرام سره همدارنګه د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو د امانتي صندوق له لارې د جاپان او بریتانیا هیوادونو او اروپایي اتحادیې له خوا ۱۴۴ میلیونه ډالره مرسته شوېده.

دا څو اړخیزه پروګرام د ټولګټو چارو وزارت له خوا پلی کیږي.

د آسیا پراختیایي بانک چې په ۱۹۶۶ کال کې جوړ شوی او مقر یې په مانیلا کې دی، په آسیا او اوقیانوسیه کې د هراړخیزې اقتصادي ودې او سیمه ایز پیوستون له لارې د بیوزلۍ د کچې راکمولو ته ژمن دی. دا بانک ټول ۶۷ غړي لري چې ۴۸ یې د سیمې هیوادونه دي.

215 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸