Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې ۴ ښوونځي پرانستل شول

په ننګرهار ولایت کې څلور ښوونځي بیا پرانېستل شول او د پاڅول ښوونځي  درې درسي ټولګي وسوځېدل شول.


د روان کال د سلواغې میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د ننګرهار ولایت د غني خېلو او مهمندرې ولسوالۍ   د ۲۷ ویالې ابتدایه ښوونځی، د سپین غر او پاڅول د نجونو او هلکانو لېسې د ځينې امنیتي ستونزو له امله تړل شوې وې، چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته پروخت بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوې.


د یو بل خبر له مخې د روانې میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د مهمندرې ولسوالۍ د هلکانو د پاڅول لېسې ته نامعلومو وسله والو کسانو اور اچولی، چې د سیمې د خلکو په مرسته پر وخت مهار او د ډېر زیان اړولو مخه یې نیول شوې ده.


د پوهنې وزارت رهبري په داسې حال کې چې پر ښوونځيو حمله په کلکه غندي د تل په څېر د هېواد له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو شخصیتونو غواړي، چې د ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو د مال او ځان په ساتلو کې خپلې مرستې پراخې کړي.


د پوهنې وزارت له امنیتي ارګانونو په کلکه غواړي، چې د ښوونیزو اماکنو په ساتلو کې جدي مرسته وکړي او د هغو کسانو په پېژندلو کې هڅې وکړي، چې د ښوونځيو د تخریب او سوځېدو سبب کرځي.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *