Categories

اعلان

Loading…

د ملي پوهنتون محصلانو له والي سره خپلې ستونزې شريکې کړې

نېټه: ١٣٩٣-١١-۲۰

کندهار، افغانستان- د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون محصلينو له پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سره يو شمېر ستونزي شريکي کړې.

نن غرمه په دې باب په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوې وه چي پکي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون رئيس او سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ياد پوهنتون علمی مرستيال روښان ولسمل او ګڼ شمېر محصلينو ګډون کړی وو.

د يادو محصلينو په استازيتوب يو تن محصل وويل چي د تحقيقاتو لپاره لابراتوار نهايت مهم دی، ځکه له لابراتوار پرته څېړني ناشوني دي. هغه زياته کړه چي دوی ته دي يو مجهز لابراتوار جوړ سي، تر څو د څېړنو او تيزيست پر مهال له لابراتوار څخه استفاده وکړي.

یو بل تن محصل غوښتنه وکړه چي د دغه پوهنتون محصلينو ته دي د نورو ولاياتو علمي سير جوړ سي، تر څو دوی د هيواد له مشهورو پوهنتونونو څخه ليدنه وکړي او علمي فرهنګ رانقل کړي. د هغه په خبره چي د دوی لپاره علمي سير ډېر مهم دی، تر څو وخت پر وخت له نورو پوهنتونو سره خپلي تجربې شريکي کړي. يادو محصلینو داراز د څښاک د پاکو اوبو، صحي غذا او د تحقيقاتو لپاره د ابتدايي توکو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رئيس او د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ خوښي وښوده چي له ده سره خپلي ستونزي شريکوي. نوموړي ځيني ستونزي ومنلې، خو ويې ويل چي د ده غوښتنه هم دا ده چي دا پوهنتون د دنيا د نورو پوهنتونو غوندي مجهز او سويه يې لوړه وي، خو د کندهار حالات له نوري نړۍ سره ډېر توپير لري. هغه زياته کړه په افغانستان کي تر اوسه جګړه روانه ده، نو د جګړې په صورت کي به څنګه پوهنتونونو ته د نوري نړۍ غوندي امکانات برابر سي. هغه وايي د افغانستان زراعتي پوهنتون نوی تاسيس سوی دی، ځکه نو وخت ته اړتيا ده چي ټول امکانات ورته برابر سي.

ښاغلي ويسا د دوست هيواد هندوستان د پوهنتونو له استادانو څخه ځانګړې مننه وکړه چي د دغه پوهنتون محصلينو ته په اوونۍ کي دوې ورځي انلاين تدريس کوي. ويسا وويل چي د امکاناتو د برابرولو په برخه کي به له هندوستان څخه مرسته وغواړي او له دغه هيواد سره به په علمي برخه کي اړيکي نوري هم پياوړي کړي او هندوستان هم د دې علاقه لري چي له افغانانو سره په علمي برخه کي مرستي وکړي. نوموړي دا د محصلينو لپاره د وياړ ځای وباله چي په کندهار کي د ډيلي په سطحه درس وايي.

نوموړي وويل چي محصلين بايد له سته امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي او زياته يې کړه چي هر ولايت ته د علمي سير لپاره اماده دی. هغه وويل: هر ولايت ته چي غواړئ په علمي سير ولاړ سئ، زه امکانات درته برابروم. تاسي مازي ورځ او ولايت وټاکئ او زه به د هغه ولايت له پوهنتونو سره په تماس کي سم.

68 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *