Categories

اعلان

Loading…

د کوچنیانو ادبیات- تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

پوهندوی آصف بهاند –

دریمه برخه

له فولکلور نه وروسته، که د ادیانو تاریخ ته سر ور ښکاره شي او د کوچنیانو د ښوونې روزنې او ادب لټه په کې وشي، لیدل کیږي چې مخکې له دې چې د واکدارانو له خوا په رسمي تشکیلاتو کې دې موضوع ته ځای ورکړل شي او پام ورته وشي، د دیني لارښوونو اومذهبي ارشاداتو له لارې د کوچنیانو ښوونې روزنې ته پاملرنه کیده.

د ادیانو په تاریخ کې لیدل کیږي چې مذهبي پیشوایانو دغه کار په ابتدايي بڼه سر ته رساوه. زموږ په ټولنه کې یې له هماغه پیل نه تر نن پورې ښه او غوره مثال همدا دی چې کوچنیان وروسته له څلور پنځه کلنۍ نه له یوې سیپارې (بغدادي قواعد) سره جومات ته لیږل کیږي او یا په کورونو کې مشران، وړو ته مخکې له ښوونځي تګ نه د سواد زدکړې هڅه کوي. ډیری خلک یې پیل په همدې بغدادي قاعدې باندې کوي او د عامو خلکو په اصطلاح په همدې بغدادي قاعدې باندې یې ژبه ښه ماتیږي.

ا، ب، ت، ث، ج، ح، خ، …

آ. بَ، تَ، ثً، جَ، حَ، خَ …

اً، بً، تً، ثً، جً، حً، خً…

اٍ، بٍ، تٍ، ثٍ، جٍ، حٍ، خٍ …

د عربي همدا ګردان و چې وروسته یې د کوچنیانو د سواد او پوهیدنې سطحه ټاکله او آن تر دې چې د پښتو ژبې د ستر شاعر او نثر لیکونکي سلیمان لایق په آثارو کې یې په ډیره هنري بڼه سر را اوچت کړ او د عربي همدا ګردان یې د خپل یوه هنري نثر په پیل کې په هنرمندانه ډول له داسې تل پاتې طبعي هنري انځورونو سره غوټه کړی دی چې له دوه درې جملو نه یې د دې لومړنۍ زدکړې آثار له وریه ښکاري. څو جملې یې دا دي:

«د شیر میرګن د جومات په برنډه کې مې کرۍ ورځ د عربي صرف ګردا نونه یادول:

ضربَ، ضربا، ضربو …

ماغزه مې ستړي شوي وو او سر مې کلک خوږیده.

هالته پورته د چونغر د زمان ځپلي غره پر پستو ډډو باندې د رنګینو وریځو یو ښایسته کاروان را کوز شوی و …» (لایق سلیمان، د اباسین سپیدې، د افغانستان د علومو اکاډیمي، د پښتو څیړنو بین المللي مرکز، ۱۳۶۲ کال، ۸۶ مخ.)

د وخت په تیریدو سره په پرمخ تللو ټولنو کې رسمي ښوونې روزنې ډیر ارزښت وموند، دولتونو د منظمې ښوونې روزنې له پاره ښوونځي پرانستل او منظمو زکړو رواج وموند. په دې ډول کوچنیانو ته، د هغوی ښوونې روزنې ته او د دوی ادب ته ورځ تر بلې پاملرنه په ډیریدو شوه.

د کوچنیانو د ادبیاتو تاریخ که لږ په ځیر سره ولوستل شي، پخوانو زمانو کې عامه عقیده داسې وه چې د کوچنیانو او لویانو کتابونه او ادب د معنی او مفهوم له مخې کوم توپیر نه سره درلود، نو ځکه یې د کوچنیانو له پاره د هر ډول کتاب لوستل جایز او ګټور کار باله. که څه هم د دوی له سويې جګ، له واړه فکر څخه یې لوړ او د فکر له دایرې نه د باندې وو.

په هغه وخت کې داسې انګیرل کیدل چې له همدغو آثارو نه چې لویان استفاده کوي، لولي یې او خوند ورنه اخلي، کوچنیان هم کولای شي استفاده ورنه وکړي او خپله هنري تنده او ذوق ورباندې خړوب کړي. په داسې حال کې چې موضوع داسې نه ده. فرضاً که دا ومنل شي چې د لویانو او وړوو ادب یو شی دی، ژبه خو به یې توپیر سره لري. د دغو عواملو له مخې ویل کیږي چې په هغه وخت کې د کوچنیانو د ادب په نامه کومه جلا څانکه نه وه موجوده.

دغه عمل همداسې پرله پسې ادامه درلوده، تر څو تجربو وښودله چې د کوچنیانو غوښتنې، هنري ذوق، حوصله او د فکر وړه دنیاګۍ له لویانو سره جوت توپیر لري، باید ادبیات او د لوستلو له پاره کتابونه یې هم توپیر سره ولري.

په لومړي ګام کې کله چې د کوچنیانو ادب د لویانو له ادب نه جلا شو، ډیره ابتدايي او تش په نامه بڼه یې درلوده. هغه په دې ډول چې لوی کتابونه چې ډیر پنډ وو او اوږده موضوعات په کې څیړل شوي وو، د کوچنیانو له پاره یې نه ټاکل، بلکې ډیر واړه کتابونه او وړې رسالې به یې د کوچنیانو د لوستلو له پاره انتخابولې. په دیني تعلیماتو کې اوس هم همدا لړۍ روانه ده. د قرآن کریم په زده کولو کې د کوچنیانو له پاره لنډ آیتونونه او واړه صورتونه ټاکل شوي دي.

په دې کار کې یوازې د جملاتو لنډ والی او اعجاز په نظر کې نیول کیده. په داسې حال کې چې د همدې لنډو آیتونو جملات او توري دومره ثقیل او درانه دي چې د لویانو له پاره هم ډیر فکر، کار، تمرین او تشریح کول غواړي.

د کوچنیانو علمي روزنې ته او د دوی ادبیاتو ته ډیره لږه موده کیږي چې پاملرنه شوې ده. «… کوچنیانو ته پاملرنه او د هغوی شخصیت ته اهمیت ورکول د نولسمې پیړۍ په لومړنیو کلونو کې د متمدن عالم د پوهانو او متفکرینو توجه ځان ته واړوله. د کوچنیانو روان پیژندنه او د هغوی د ښوونې روزنې اصول هم د پوهانو توجه ځانته جلب کړه او په دې ډله کې د کوچنیاتو ادبیاتو هم، د هغه تاثیر له کبله چې د کوچني په شخصیت کې یې په نیغه توګه لري، د پوهانو پاملرنه ځانته واړوله او د څیړنې کار یې پیل شو.

پرمخ تللو هیوادونو هر یو په خپل وار سره په دې لار کې ګامونه اوچت کړي دي او ډیرې ښې او مثبتې پایلې یې تر لاسه کړې هم دي.»(جعفر حسني رخ، ادبیات کودکان، ۱۳۴۳، ص ۶)

په پرمخ تللو هیوادونو او مرفع ټولنو کې د کوچنیانو له پاره ځانګړي کتابتونونه او لوستځایونه شته دي. په یادو ټولنو کې د کوچنیانو ښوونځیو ته او میندو پلرونو ته یې هغه کتابونه چمتو کوي او په اختیار کې یې ږدي چې کوچنیان مینه ورسره ښیي او مسولین او لویان داسې کتابونه ورته برابروي چې د دوی په فکري او عاطفي روزنه کې رول ولري.

د کوچنیانو له پاره د کتابتونونو او لوست ځایونو د جوړولو لومړنی فکر په همدې هیوادونو کې رامنځ ته شو او په عملي ډول یې پیل هم کړ. په امریکا کې د لومړي ځل له پاره په اتلس سوه دریم (۱۸۰۳) میلادي کال کې د کوچنیانو له پاره کتابتون او لوست ځای تاسیس شو او له هغه سره سم په ښوونځیو کې کوچنیانو ته دا ښودل کیدل چې څنګه له کتابونو او کتابتون څخه استفاده وکړي.

په فرانسه کې د اول ځل له پاره ناپلیون فرمان صادر کړ چې د کوچنیانو له پاره دې ځانګړي کتابونه ولیکل شي او په اتلس سوه دري دیرش(۱۸۳۳) میلادي کال کې په فرانسه کې مسولینو د کوچنیانو له پاره همداسې کتابونه برابر کړل.

په انګلستان کې د کوچنیانو له پاره لومړنی لوست ځای په اتلس سوه یوشپیتم(۱۸۶۱) میلادي کال د منچستر په ښار کې جوړ شو(بهاند آصف، د کوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، کابل، دولتي مطبعه، ۱۳۶۶ ل کال،۵ــ۶مخونه)

په دې ډول لیدل کیږي چې د نولسمې پیړۍ په پای او د شلمې پیړۍ په پیل کې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې

دې مسالې ته ښه پاملرنه شوې ده چې له هغې ډلې نه د جرمني، هندوستان او استرالیا هیوادونو نومونه د یادولو وړ دي او په ځانګړي ډول پخوانی شوروي اتحاد.

د کوچنیانو ادبیاتو د ساحې یو څیړونکی په دې باب داسې وايي:

«په شوروي اتحاد کې تر ټولو هیوادونو زیات د کوچنیانو ادب ته پاملرنه کیږي. تر ۱۹۲۸ میلادي کال پورې د کوچنیانو له پاره شپږ سوه لوستځایونه جوړ شول او د کوچنیانو د کتابونو د لیکلو، جوړولو او ټاکلو له پاره ځانګړی قانون رامنځ ته شو … د دې قانون په یوه برخه کې راغلي دي چې د کتابونو په لیکلو کې دې دغه ټکي په پام کې ونیول شي:

د ژوند دحس بیدارول، له ټولنیز چاپیریال سره بلدیت، له طبیعي ژوند سره آشنايي، د انسانانو په منځ کې د اړیکو پیژندنه او د ټولنیز حس بیدارول.

د پاریس د کوچنیانو د مجلې د رپوټ په اساس په ۱۹۵۴ میلادي کال کې په شوروي اتحاد کې یوسلو شل زره(۱۲۰ زره) تازه کتابونه د کوچنیانو له پاره چاپ شوي دي.»(جعفر حسنی رخ، ادبیات کودکان، ۱۳۴۳، ص ۶)

وروسته بیا د کوچنیانو د روزلو او ادب په برخه کې نورو هیوادونو، د پاسنیو یادو هیوادونو تجربه پسې تعقیب کړې. او اوس اوس د هر هیواد د ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي ژوند د پرمختیا او وروسته پاتې والي او نورو ستونزو د شته والي او نه شته والي پر بنا د کوچنیانو روزلو او ادب ته د پاملرنې او نه پاملرنې اندازه ټاکل کیدای شي.

دغسې لیدل کیږي چې د کوچنیانو د ادبیاتو تاریخ په نړیواله کچه هم ډیره مخینه نه لري او دې موضوع ته ډیر وروسته د پوهانو پام اوښتی دی. نو په دې اساس ویلای شو چې د کوچنیانو ادب په نړیواله کچه هم یوه نوې پدیده ګڼل کیږي.

د دریمې برخې پای

لومړۍ برخه

دوهمه برخه 

43 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *