Categories

اعلان

Loading…

په مغل شاهي كورنيو كې د ښځو مقام

ليكنه: نئ دنيا اوونيزه – ډيلي

ژباړه: نورولي سعيد شينوارى

چې د مغلو د ژوند خبره ياده شي نو ناڅاپه د سړي د ذهن په پرده دشاهي حرم او حرام سراى يو بيل شان انځور غزونې وكړي. داسې انځور چې پري پيكرې جونې، وينځې او مېرمنې په كې ټولې له پاچا راتاوې او د هغه د خوشالولو هڅه كوي.

كه څه هم اصلا د حرم اصطلاح د مسلمانانو ډېر مقدس ځاى او د خداى كور كعبه الله ته كارول شوې، خو جوته نه ده چې ولې اسلامي پاچاهانو دغه كليمه د خپل عيش او انبساط ځاى ته وكاروله؟

د مغل شاهانو په ماڼيو كې چې دوى به ورته حرم ويل، د منكوحه او مطلقه ( طلاق شوې مېرمنې) ښځو او بيا په تېره د وينځو بسته يو لښكر اړولي وو، دې كار خو له بابر او همايون وروسته د اكبر په زمانه كې داسې زور ونيو چې څه درته ووايم..

د جلال الدين محمد اكبر په شاهي حرم كې يوازې ۳۰۰ سوه مېرمنې په متعه اخيستل شوې او ساتل شوې وې او د ابو الفضل له قوله د وينځو شمېره خو يې زرګونو ته رسېدله.

Sويل كېږي چې د جهانګير هم له ۳۰۰سوو څخه زياتې مېرمنې وې، خو د اورنګزېب په اړه بيا د دومره ښځو درلودلو روايت نه تر سترګو كېږي.

مغل شاهانو به چې خپلو بچيانو ته واده وكړ، نو بيا به هغه ته ځانګړې ماڼۍ د اوسېدو لپاره وركول كېده. دا ځكه چې مغل د زياتو ودونو شوقيان وو او دا كار د دوى تر منځه يو سخت دود هم و.

د مغلو شاهي حرم ته به له باچا او شهزاده سربېره د هغه مور هم ورتللاى شوه او ډېر د قدر په سترګه به ورته پاملرنه كېده، حتى امر به يې هم د باچا په څېر د منلو وړ او د چنګېزيانو د كلتور يو مهم اصل او برخه وه.

مغل شاهان دې اصل ته دومره ژمن وو چې حتى كه چا ته به يې يوازې مور هم وويل نو د سكه مور په شان احترام به يې ورته درلوده، چې په اړه يې ډېرې زياتې كيسې هم رانقل شوې دي.

نورولي سعيد شينوارى

نورولي سعيد شينوارى

ابوالفضل د بابر او اكبر څو كيسې راوړي چې له مخې يې بابر له خپلې نيا شاه بېګم او اكبر له خپلې مور حميده بانو سره د سختې زړه بدۍ سربېره هم د هغوى هر امر منلى او غاړه يې ورته ايښې وه.

حتى اكبر خو د خپلې مور دومره احترام كاوه، چې يو وار هغه له لاهور نه اګرې ته راروانه شوه، نو په ډولۍ كې كېناستو ته يې زړه وشو. انګرېز تاريخ ليكونكى تامس كورياټ ليكي، اكبر د خپلې مور دا هيله په داسې حال كې پوره كړه چې په خپله يې د هغې ډولۍ ته اوږه وركړه.

د اكبر په اړه يوه بله كيسه ده چې كله جهانګير په اله اباد كې د ده پر خلاف بغاوت وكړ، نو اكبر قسم وكړ چې د جهانګير سر به قلم كړي، اكبر د قسم پوره كولو كې ډېر سخت و خو كله چې د اكبر مور مريم مكاني ( حميده بانو) ترې د خپل لمسي لپاره بخښنه وغوښته، نو اكبر هم خپل قسم مات كړ، د خپلې مور پښو ته وغورځېده او په ژړا شو.

اكبر به د خپلې رضاعي مور جي جي انكا دومره احترام كاوه، چې شايد د سكه مور حميدې يې هم دومره درناوى نه وي كړى.

د اورنګ زيب په څېر سخت زړى پاچا هم د خپلې مور دومره تابع و، چي كله يې د ده له زوى سره په بغاوت كې مرسته وكړه، نو اورنګ خپلې مورته غوسه نه شو بلكې ورغى او د هغې د پښو په چاپي كولو لګيا شو، په ژړا يې ورته پيل وكړ چې ولې رانه دومره خپه شوې وې.؟

د تاريخ په پاڼو كې د مغلي شاهانو او شهزادګانو د دمينتوبونو او ودونو په اړه هم ډېر څه ثبت شوي دي.

تاريخ د همايون په اړه ليكي چې په حميده بانو باندې مين و، ۴۰ جرګې يې د واده لپاره پسې واستولې خو حمېدې نه ورسره منله، اخر هم د كورنيو د زيات ټينګار له امله حمېدې له همايون سره واده ته غاړه كېښوده او د واده مراسمو ته يې خلك ګوته په غاښ پاتې شول.

جهانګير او نورجهان هم په يو بل مينان وو، د مختار محل او شاهجان كيسه خو بيا ډېره مشهوره ده، حتى چې د اورنګزېب په څېر جګړه مار او تريخ مزاجه پاچا هم د مينې په دې مرض اخته و، نوموړى په يوه هندو مذهبې نڅاګرې مېرا باى باندې خپل زړه داسې بايلود چې له سر او ځانه هم پرې تېر شو،مګر هغې ورنه انكار وكړ او دى يې غلى كړ.

يوه خبره چې په ټول مغلي تاريخ كې نه ليدل كېږي هغه دا ده چې ګواكې كومه ښځه دې په زور او جبر د مغل شاهانو او شهزادګانو له خوا په نكا ح شوې اوسي. كه مقابل لوري به له دغو مغلي شاهانو سره د واده خبره ومنله نو ښه ګني كيسه به نيمګړې پاتې شوه.

ويل كېږي، په مغلو كې دا رواج و چې د كشر رور په مړينه به د هغه له مېرمنې سره واده كېده، نو د داراشكو له وژلو وروسته اورنګ هم د هغه مېرمنې رعنايي دل ته د واده پېغام ورولېږه.

رعنايي قاصد ته وويل چې په ما كې اخير څه دي چې د اورنګ خوښه يم.

اورنګ ځواب ورواستاوه چې ستا زلفې مې ډېرې خوښې دي.

د دې ځواب په موندلو سره رعنايي خپل ټول ويښتان غوڅ كړل او عالمګير ته يې راواستول.

د رعنايي دا كار اورنګ ته پر مخ يو ډول څپېړه وه چې ور يې كړه او كه څه هم هغه يې په دې كار سره د ټول عمر لپاره غمجن كړ، خو د رعنايي په زړه ساتلو كې يې هېڅ كمى رانه ووست.

د مغلي كورنۍ ښځو بشپړه ازادي لرله او هغوى به هم په خپله خوښه ژوند تېراوه، پاچا هم پرې كوم بنديز نه شو لګولى.

بله دا چې مغلو مېرمنو ستر او پرده هم نه كوله، دوى به حتى په خلاص مټ د اس سورلي كوله، شهزادګيو او شهزادګانو به يې په يو ځاى درسونه سره لوستل، د بابر او همايون په زمانه كې به شهزادګيو دومره اختيار درلوده چې له يو ملنګ سره يې هم په خپله خوښه واده كولى شو او له هغه سره يې جونګړې ته د تللو اختيار هم درلود.

خو د شاهجهان له راتګ سره سم دغه رواجونه يو څه بدل شول، بيا به زياتره شهزادګيو په خپله خوښه جره او مجرد ژوند تېراوه، د راجپوتانو نه په تقليد يې ستر او پردې ته هم مخه شوه، ځكه نو په اوس وخت كې د دغه دورې د شهزادګيو اومېرمنو انځورونه كم تر سترګو كېږي.

د دوى د ودونو ټول مراسم هم په اسلامي طريقه برابر شول او كه د هر مذهب له مېرمنې سره به واده كېده نو تر څو به چې اسلامي نكاح نه وه شوې حرم ته نشوه داخلېداى.

د شاهجهان په دوره كې د طلاق شويو او كونډو مېرمنو سره واده كول هم رواج او دود و، خو له هغه وروسته داسې نه كېدل. په اسلام كې خو دا كار روا و مګر د هندوانو تر تاثير لاندې راغلو مغلو به بيا له دې كار څخه ډډه كوله.

مغل شاهانو به د اسلامي شعايرو او اخترو د پر ځاى كولو سربېره د اكبر په زمانه كې دهندوانو په اخترونو كې هم ګډون او ميلې كولې.

كله به چې د هندوانو اختر دېوالي راورسېده، نو په هغو ورځو كې به د شاهي ماڼيو سينګار، شور او مستۍ داسې تاثر وركاوه چې په دغه كورنۍ باندې د هندو مذهب او كلتور پوره اغېز او اثر پروت دى.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *