Categories

اعلان

Loading…

پاکستان په یوه میاشت کې ۲۴ زره افغان کډوال ایستلي دي

تاند- ملګري ملتونه وايي چې پاکستان تېره میاشت (جنوري) له خپلې خاورې ۲۴ زره افغان کډوال په زوره ایستلي او افغانستان ته لېږلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۴ میلادي کال کې له پاکستانه همدومره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي ول.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د شنبې په ورځ وویل، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وروسته له دې زور واخیست چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په شپاړسمه نېټه په پېښور کې د پاکستان پر یوه پوځي ښوونځي وسله والو طالبانو برید وکړ او شاوخوا یو نیم سل تنه زده کوونکي او ښوونکي یې ووژل.

په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوالې ادارې د دفتر رييس ریچرډ دنزینګر هم تایید کړه چې پاکستان وروسته له دې له خپلې خاورې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړ چې په پېښور کې د پاکستان د پوځ پر ښوونځي وسله والو حمله وشوه.

له حملې وروسته پاکستان پراخ تبلیغات پیل کړل چې دا برید په افغانستان کې تنظیم شوی و او افغانان پکې لاس لري.

ښاغلی دنزینګر وايي چې روانه میاشت (فبروري) یو نیم زر افغانان له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.

ده دا هم وویل چې له افغان کډوالو سره بد او ځیږ چلند شوی دی، مثلاً پر کورونو یې حملې شوي او پولیسو ورسره تاوتریخوالی کړی دی.

په یو وار د زیات شمېر افغان کډوالو ایستلو پر افغانستان، چې امکانات یې لږ دي، فشار زیات کړی دی.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې د افغانستان ريیس وویل چې یوازې په سلو کې له ۱۰ ستنول شویو افغانانو سره مرسته شوې ده.

ده وویل چې په افغانستان کې د روان کال لپاره یو ملیون او شپږ لکه ډالرو ته اړتیا لري؟

په پاکستان کې شاوخوا درې ملیونه افغان کډوال اوسي چې د هغو لږترلږه یو ملیون یې ناراجستر شوي دي.

57 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *