Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د اماراتو له مرکزي بانک سره تفاهملیک لاسلیک کړ

تاند- د افغانستان بانک او د متحده عربي اماراتو مرکزي بانک د معلوماتو د تبادلې او د همکاریو د سرپرستۍ په برخو کې یو تفاهملیک لاسلیک کړ.

د اماراتو خبري اژانس (WAM) نن وویل، د افغانستان بانک له لوري خان افضل هډه وال د متحده عربي اماراتو د مرکزي بانک له رييس مبارک رشید المنصوري سره موافقه لاسلیک کړه.

د اماراتو خبري اژانس وايي، د دې تفاهملیک پر اساس به د اماراتو مرکزي بانک د افغانستان بانک کارکوونکو ته روزنه ورکوي او دغه راز به د تخنیکي چارو او د مقرراتو د تنظیم په برخو کې همکاري کوي.

په همدې حال کې د متحده عربي اماراتو مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا موافقه د چهارشنبې په ورځ لاسلیک شوه. دغه بانک همداراز ویلي چې المنصوري افغان پلاوي ته هرکلی ووایه او د دواړو خواوو ترمنځ یې د همکاریو پر اړتیا تاکید وکاوه.

د افغانستان بانک رييس ښاغلي هډه وال وویل:«خوشاله یم چې د متحده عربي اماراتو له مرکزي بانک سره دا تفاهملیک لاسلیکوم. دا د دوو بانکونو ترمنځ پر موجودو همکاریو سربېره یوه بله مهمه زیاتونه ده.»

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *