Categories

اعلان

Loading…

د داعش غړیو د افغانستان او ترکمنستان په پوله کې خپل بیرغونه پورته کړي

تاند- راپورونه وايي چې د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې یا داعش غړي د ترکمنستان پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې راټولېږي.

د ایشیا پلس د راپور له مخې ځینو سرچینو د جنورۍ په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست په قول ویلي و چې د داعش سختدریځي د افغانستان له جنوبه د دغه هیواد د شمال لور ته روان دي.

ځیني راپورونه وايي چې د داعش غړي د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې فعاله شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي غلام محمد رسولي وویل چې په دې سیمه کې د داعش اکثره غړي د ازبکستان او ترکمنستان اتباع دي.

د ده په وینا د داعش غړي هڅه کوي چې په فاریاب کې مرکز جوړ کړي.

د فاریاب د اوسېدونکو او د افغانستان د ملي امنیت د چارواکو معلومات ښيي چې په دې سیمه کې د داعش فعالیت کېدای شي د افغانستان او ترکمنستان د پولو ترمنځ امنیتي حالات خراب کړي.

 کتونکي وايي چې د افغانستان شمال ته د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې د پام یو اساسي علت دا دی چې خپل نفوذ په لومړي ګام کې ترکمنستان ته وغځوي. ځکه چې ترکمنستان د تېلو او ګازو زیاتې سرچینې لري. دې ډلې ته دا مهمه نه ده چې ترکمنستان تل بې پري دریځ لرلی دی.

94 total views, 5 views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    هغه متل دي جه واي :
    دغريب سري به خله خوك بياز هم نه خوري.
    دوه ورخي دمخه مي دخبلي نظامي او استخباراتي بوهي او دمعلوماتو دلرلو ره دهمدي مطلب به ارتباط خه ليكنه دهمدي تاند دلاري وكره . او دخطر زنك مي دافغانستان او داسيا ءي ميانه هيوادو او دايران اسلامي دولت ته بيشكش كر بياهم سر وخت دي دداعش دخنثي كولو دباره لازمه تدابير به كاردي أو سر وخت دي هرخه عاجل به نطفه كي بايد خني شي كه جيري ريشي و غزولي بيا دريشو قطع كول أسان كارنه بلكه مشكلات منخ ته راوري .

  2. شیراجان"سهاک" Reply

    زما په اند پاکستان اوس کوشش کوی چی دافغانستان شمالی منتقی چی اوس نوی د ورشمو یو مهمه لار جوریزی او افغانستان د اروپا سره نشلوی نو د ا د پاکستان د بازارخلاف یو ستره پروژه ده او دا هیچ کله نه غواری چی افغانستان د ی د بلی خوانه ارین مواد خپل هیواد ته انتقال کری

  3. زلمی Reply

    چین باید خپل دا حرامزاده زوی ته یعنی چتلستان ته باید ووایی چه بچیم((بازی بازی تاریش بابه هم بازی؟ ))

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *