Categories

اعلان

Loading…

ليكوال / اسدالله غضنفر

ځینې کسان د یوې موضوع په اړه واضحې، منظمې ،مدللې او نوې خبرې کوي خو لیکل یې ورته سخته وي. لکه د چا چې ژبه بندېږي، دغسې یې قلم بندېږي. داسې کس په غالب ګومان د لیکوالي تمرین نه دی کړی او یا یې تمرین کړی دی خو ځینو نورو خنډونو یې د چټک پرمختګ مخه نیولې ده او دی یې په دې بې باوره کړی دی چې لیکوال به شي.

اکثره پښتانه په مورنۍ ژبه له زده کړې محروم دي ؛ دوی چې کله قلم راواخلي، په پښتو لیکل ورته مشکل ښکاره شي او په بله ژبه که څه لیکي، د خپلې عاطفې رنګ پکې په آسانه نه شي ګډولای؛ په نتیجه کې خپله لیکنه بې روحه احساس کړي او له لیکلو لاس واخلي.

ځينې کسان هم خبره لري ،هم یې لیکل ورته مشکل نه دي، مګر نه یې لیکي. دوی شاید په روحي لحاظ لیکوالي ته جوړ نه وي.

لیکوالان او د هنر خاوندان تر اکثرو نورو خلکو له دې سره زیاته دلچسپي لري چې له مرګه وروسته هم په ټولنه کې حضور ولري. د فرانسې د شلمې پېړۍ نامتو لیکوال اندره ژید چې د نوبل جایزه یې په نصیب شوې ده، یو ځل لیکلي وو که زه په دې ډاډه کېدای چې په آینده کې به یو وخت یو زلمی زما د آمینتاس کتاب چې خپل فکرونه مې پکې په ډېر موزیکال انداز بیان کړي دي، یا زما بل کتاب، په ډېره مینه او لېوالتیا لولي، نو دې ته تیار وم چې خپل ټول اوسني ویاړونه له هغې راتلونکې شېبې قربان کړم.

زه د ځینو کسانو په دې ګومان کې شریک یم چې هغه څوک چې عمل ورته اسانه وي، ممکن قلم ته لاس ورنه وړي. د لیکلو شوقیان معمولا په خپلو مټو کې زور نه ویني چې دفترونه وچلوي، ولسونه منسجم کړي ، بندونه وتړي او باغونه کېږدي. دوی دغسې چارې په خپل خیال او ذهن کې ترسره کوي او په کیسو او مقالو کې یې بیانوي.

میرزا خان انصاري وایي:

د دنیا توانګرو پرېښووې ماڼۍ
او میرزا عمارتونه په ویل کا

موسی شفیق چې لا متعلم او محصل و، عالي لیکنې به یې کولې خو په سیاسي ژوند کې فعالیت لیکلو ته پرې نه ښود. کېدای شي ووایو چې وروسته یې لیکلو ته وخت نه درلود، مګر که له یوه کار سره مینه په خپل قوت پاتې وي، وخت ورته خامخا پیدا کېږي. البته، داسې کسان هم شته چې لیکل او عمل کول ورته په یوه اندازه اسان وو. د انګلستان صدراعظم چرچل د دغسې کسانو یو ښه مثال دی. دی په لسګونو کلونو د انګلستان د پارلمان غړی، د کابینې وزیر او صدراعظم و خو ورسره یې د زرګونو مخونو مهمې لیکنې وکړې. د چرچل په باره کې ویل شوي دي چې د خپل وخت د تنظیم په چل ډېر ښه پوهېده او همدې شي د لیکلو فرصت وربخښلی و.

د ( لیکوال) کلمه د امان الله خان د وخت د پښتو د زده کړې په یوه کتاب کې چې ( یوازینۍ پښتو) نومېږي، د ( لیک وال ) په بڼه راغلې ده. یوازېنۍ پښتو د پښتو مرکې لومړی چاپ شوی کتاب دی چې د ۱۳۰۱ په سلواغه کې مولوي عبدالواسع کندهاري ورباندې سریزه کښلې ده. ارواښاد عبدالواسع کندهاري په سریزه کې لیکلي چې تر اوسه پورې د پښتو بل داسې کتاب نه دی لیدل شوی چې د پردۍ ژبې کلمې دې پکې نه وي. دی دا هم لیکي چې سوچه پښتو د شاه امان الله غوښتنه ده. د پاچا د دې غوښتنې د پوره کېدو لپاره په یوازېنۍ پښتو کې د ګڼو لغتونو لپاره پښتو معادلونه جوړ شوي دي. زما په ګومان د ( لیکوال) کلمه په لومړي ځل په همدې کتاب کې راغلې ده.

د ( لیکوال) کلمې ته له زوکړې وروسته دوه، درې لسیزې پکار وې چې ومنل شي.

د ( سپېڅلې پښتو) په نوم دري- پښتو قاموس چې لعل محمد کاکړ او عبدالحی حبیبي تالیف کړی او په ۱۳۱۸ کال کې په کندهار کې چاپ شوی دی، د ( نویسنده) کلمې لپاره په پښتو کې ( کښونکی) او ( لیکونکی ) راوړي. ( پښتو قاموس) چې په ۱۳۳۰ کې په کابل کې چاپ شوی دی، د ( لیکوال ) کلمه نویسنده او اهل قلم ترجمه کوي خو ( لیکونکي) ته محرر او کاتب لیکي.

موږ اوس په افغانستان کې ممکن هغه چا ته لیکونکی ووایو چې لیکنې یې علمي او ادبي اهمیت نه لري مګر په پښتونخوا کې لا تر اوسه لیکونکی د لیکوال مترادفه کلمه ده. قلندر مومند به د ( لیکوال) کلمه سمه نه بلله. په پښتونخوا کې د (لیکوال) کلمې استعمال مخ په زیاتېدو او عامېدو دی.

پلار مې چې په ۱۳۳۶ کال کې په کابل کې د پښتون ږغ مجلې مرستیال و، وایي چې د خپل یوه کلیوال ( لطیف اواره) لیکنه یې په مجله کې د چاپ لپاره راواخیسته او ویې لیکل : لیکوال: لطیف اواره. بېنوا مرحوم چې هغه وخت د راډیو رییس و، د ( لیکوال) کلمه لرې کړه ، ویې ویل: هر لیکونکي ته باید لیکوال ونه وایو.

له دې پېښې څو کاله وروسته چې بېنوا صاحب د ( اوسني لیکوال) تذکره برابروله، ډیر هغه کسان یې لیکوال وبلل چې مونږ ته اوس لیکوال نه ښکاري. دا ولې؟

د دې پوښتنې یو ځواب دا دی چې د ( لیکوال) او ( نه لیکوال ) تر منځ پوله ډېره څرګنده نه ده. که یو څوک لیکل کوي او ځان ته لیکوال وایي، موږ یې ممکن لیکوال وبولو. که د یوه زلمي لیکنې کمزوري هم وي، په آینده کې د ښه کېدو په تمه یې ممکن ( زلمی لیکوال ) وبولو. که د چا لیکنه ډېره معمولي وي خو چې راته ووایي چې څو ناچاپ کتابونه لري، شاید لیکوال راښکاره شي. د لیکوال او هغه چا تر منځ توپیر چې د لیکوال ګومان ورباندې کوو، د زمانې غلبیل ته اړتیا لري.

په تذکرو کې ګڼو کسانو ته د ( لیکوال) نوم ورکول، نور علتونه هم لري. که څوک وغواړي د لیکوالو یا شاعرانو تذکره ولیکي، ممکن ډېر کسان هغه ته ورشي او په کتاب کې د ځای ورکولو غوښتنه ورنه وکړي. دا هم کېدای شي چې د کتاب د غټولو هوس تذکره لیکونکی وهڅوي چې ګڼ کسان لیکوال وبولي. د ارواښاد بېنوا غوندې کسانو خو دا ارزو هم لرله چې د پښتو خدمت ته لا ډېر کسان وهڅوي او د دې هڅونې یوه لاره دا ورښکارېده چې ګڼ کسان د شاعرانو او لیکوالو په تذکره کې شامل شي. د خپل پلار او ځینو نورو کسانو له خولې مې اورېدلې دي چې بېنوا صاحب د نورو کسانو په تشویق کې تر بل هر چا وړاندې و. په دې سربېره بینوا صاحب په دې هم مشهور دی چې د هر چا خاطر به یې کاوه او حیا ورباندې زیاته غالبه وه.

موږ د طب پوهنځي فارغ ته ډاکتر وایو، چې انجنیري یې لوستې وي انجنیر یې بولو او چې نېغ دیوال دروي، خټګر یې ګڼو. خو د لیکوال تشخیص دومره آسانه نه دی، ځکه لیکوالي نه د پوهنځي له سند سره تعلق لري او نه یې کوږوالی او سم والی هاغسې له ورایه راښکاري لکه د خټګر د دیوال. همدا وجه ده چې د ( لیکوال څوک دی؟ ) پوښتنه زیاته اورو.

یو شمېر کسان خپله خبره نه لري خو د بل خبره ښه واضح لیکلای شي. دوی به ژورنالیستان یا راپورتران وي، مګر لیکوال نه دي، ځکه لیکوال ته پکار ده چې هم خپله خبره ولري او هم د لیکلو له لارې د هغې د رسولو په هنر وپوهېږي.لیکوال د نظر څښتن وي او د لیکلو له لارې د نظر د رسولو هنر ورسره وي. د دغه هنر ځانګړنې کومې دي؟

یوه لویه ځانګړنه یې وضوح ده. د پوهنتون استادان یا د علومو اکاډیمي غړي د خپلې دندې په اساس مجبور دي کتابونه ولیکي. دوی تقریبا ټولو کتابونه لیکلي دي ، مګر ټولنه یا د ادبیاتو تاریخ دوی ټولو ته لیکوال نه وایي. یوازې ځينې یې د لیکوال په حیث پیژني. هغوی چې خپله خبره په وضاحت سره بیا ن کړي او پیچلتیا یې کمه کړي، لیکوال بولو، خو هغوی چې دغه کمال نه لري، د کتابونو له لیکلو سره سره لیکوال نه بلل کېږي.

ځینې لیکونکي چې مطلب ورسره نه وي، په لوی لاس پیچلې جملې او کلمې انتخابوي، حال دا چې که څوک خبره ولري او هغه ورته ارزښتناکه ښکاره شي، تر وسه وسه هڅه کوي چې خپل مطلب په اسانۍ سره لوستونکي ته ورسوي.

ځینې لیکونکي د خپل بروالي د ثابتولو لپاره په لوی لاس پېچلتیا ته مخه کوي. دوی غواړي غونډۍ ته وخېږي خو کوهي ته کوزېږي.

د وضوح په مقصد له لیکواله نورې غوښتنې هم کېږي. دی د پېچلیو مفکورو د بیان لپاره، د خپل احساس د مجسم کولو لپاره او د ناڅرګندو خبرو د څرګندولو لپاره له مختلفو بلاغي وسیلو مثلا له آیروني، تشبیه، تاکید یا له موضوع سره متناسب آهنګه استفاده کوي. دی د سره ورته کلمو په منځ کې هغه پیژني چې د ده مطلب ورباندې ښه بیانېدلای شي. دی په دې پوهېږي چې د جملو او پاراګرافونو ترتیب یې څنګه وي او کومه خبره اول پکار ده ،کومه ورپسې.

سعدالدین شپون په خان اباد کې د خپل کلي هدیره داسې انځوروٍي: (هدیره لکه تل په ترخو ، ځوزاڼو پټه وه. یوه نیمه لکړه ، لکه د ښاري پاړسیوانانو اتڼ، څه یوه خوا، څه بله، لکه وه، که دا نښه رښتیا وي، دا د روس یا تربور د لاس شهیدان وو. پیکه، له دوړو ډکې ټوټې یې ریښکۍ ریښکۍ باد ته رپېدې، لارویو ته یې بای بای ویل.)

په دې متن کې مو د محسوسو کلمو( ترخه، ځوزان، لکړه…) په مرسته هدیره سترګو ته درېږي. هدیره د غم او نهیلۍ ځای دی. لیکوال د غم او نهیلۍ د کمولو لپاره طنزي تشبیه راوړي. دغه تشبیه او نوره منظره د خلکو بیوسي او بې کمالي راښیي او راته وایي چې دلته د بل له لاسه یا له خپله لاسه وژل شوي کسان هم په خاورو کې پټ دي.

لیکوال په څو کلمو کې هدیره او د هغو خلکو کمزوري، بې هنري او بې اتفاقي راوښوده چې هدیره ورسره تعلق لري او د دې لپاره چې نه کلیوال خوابدي شي، نه لوستونکي، د بیان غیرجدي سبک یې ورته غوره کړ. واقعي لیکوال د پېچلي فکر او احساس د بیان په هنر پوهېږي.

هغه څوک چې لیکوال نه وي ، لیکنه یې صرف په دې نیت لولو چې په یو څه خبر شو. د دفتر ایمېلونه د خوند لپاره نه بلکې د عملي استفادې لپاره ګورو. د لیکوال لیکنه یوازې د عملي استفادې په نیت نه بلکې د خوند په خاطر هم لولو. ځينې مورخان لکه بیهقي د لیکوالو په حیث مشهور دي خو ځينې نور نه دي. دا ځکه چې د بیهقي نثر د خپلې ښکلا په وجه هم لوستونکي لري.

لیکوالي لوی هنر دی. تکړه لیکوال د ملتونو په معرفي کولو، نږدې کولو او هدایت کولو کې لویه برخه اخیستلای شي. د روسیې په معرفي کې به ډېرو لږو کسانو د تولستوی، داستایوسکي یا چیخوف غوندې برخه لرلې وي. ارسطو په پیړیو پیړیو د بشر د فکر د کاروان څاروان و. له محمود غزنوي سره په لسګونو زره کسان هندوستان ته لاړل. دوی چې اکثره توریالي وو ،سره او سپین یې راوړل، ښځې یې راوړې او وینې یې وبهولې. له دې لښکرو سره ابوریحان بیروني هم هندوستان ته لاړ چې توره نه بلکې قلم ورسره و. ده هند ته د خپل سفر او د هندوانو د کلتور او عقیدو په اړه د تحقیق ماللهند په نوم کتاب ولیکه.دغه کتاب د هند د خلکو د تاریخ په باره کې ډېر زیات مهم سند بلل کېږي. هغو نورو کسانو د ملتونو تر منځ فاصلې جوړې کړې خو د مورخ مبارک علي په قول، ابوریحان بیروني د دغو فاصلو په سین باندې د تفاهم او پوهاوي پل وتاړه.

د بشر فرهنګ او تمدن ته د لیکوالو له خورا سترې نذرانې سره سره، د قلم خاوندان په تېره بیا په بې وزلو هېوادونو کې ارام ژوند نه لري. دوی د اکثرو نورو خلکو برخلاف مجبور دي د ډوډۍ لپاره بېل او د خپل هنري او اجتماعي رسالت لپاره بېل کار وکړي.

د افغانستان حکومت او نورې ادارې چې په دې وطن کې خپروونې کوي ، د لیکوالو د حق الزحمې لپاره روښانه پروسیجر نه لري. په دې وطن کې کېدای شي چې د یوې نشریې اداري مامور، کمپوزر، چپړاسي، عکاس یا ډیزاینر معاش ولري خو هغه څوک حق الزحمه ونه لري چې دا نور کسان د ده د لیکنو د خپرولو لپاره په کار بوخت دي. دغه رویه د دې سبب کېږي چې لیکوال ته ځان ساده او بې فایدې کس ښکاره شي او نتیجه دا راووځي چې له لیکوالۍ لاس واخلي یا تر وسه وسه ځان ورباندې ستومانه نه کړي.

تېرو حکومتونو لږ تر لږه یو شمېر لیکوالو ته ځينې داسې کارونه ورسپارل چې د وخت او اقتصاد له اړخه به واره داره وو. مثلا د ولسمشر کرزي د حکومت په نسبت د ظاهر شاه د سلطنت په زمانه کې لیکوال په سفارتونو او مشرانو جرګه کې زیات وو. په اوسني حکومت کې خو ان د کلتوري آتشې پوستونه چې د لیکوالو د تخصص ساحه ده، معمولا غیرلیکوالو ته ورکول کېږي.

د لیکوالو د ملاتړ بله طریقه ادبي جایزې دي. په اوسني افغانستان کې دا جایزې نه مادي او نه معنوي اهمیت لري.
پخوانو حکومتونو د لیکوالو د کتابونو چاپول د خپل فرهنګي کار یوه برخه ګڼله. اوسني حکومت د ازاد بازار په پلمه د کتابونو له چاپه غاړه غړولې ده. دا سمه ده چې د ازاد مارکیټ ناشران ځينې آثار چاپوي، مګر ناشران هغو کتابونو ته ترجیح ورکوي چې عام پسنده وي او هغه لیکوال چې د خلکو د ذوق او فکر د سویې لوړول یې مرام وي، ممکن د بازار په خپلولو کې پاتې راشي. حکومت ته پکار ده چې د معیاري آثارو له چاپولو غاړه ونه غړوي.

له لیکوالو سره د مرستې بله ښه طریقه دا ده چې د معارف، د ښاروالیو او نور عمومي کتابتونونه د وطني لیکوالو د آثارو پیرودلو ته بودیجه ولري. د سیسرو دا خبره مشهوره ده چې بې کتابه کوټه بې روحه بدن ته ورته ده. زما په خیال هغه هېواد چې لوی لیکوال ونه لري، داسې دی لکه روح چې یې نه وي. سیسرو چې په لومړۍ میلاد مخکې پیړۍ کې ژوند کاوه، د لاتین ژبې خورا لوی لیکوال او مقرر بلل کېږي .دا هم د ده خبره ده: که یو باغ او یو کتابتون لرې، ګویا هر هغه څه لرې چې ضرور دي.

37 total views, 1 views today

2 comments

  1. نجيب بياباني Reply

    استاد غضنفر ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم.

    د ليکوال تر سرليک لاندې ليکنه مې ستاسې ولوستله او ډېر يې خوند راکړ. که چېرته د ليکوال له همدغو ځانگړنو سره سم چې تاسې يې خپله ليکنه کې يادونه کړې، يو لنډ تعريف موږ ته وليکئ خوشاله به شو. همداراز د ليکوال، ليکونکي، کښونکي او ليک کښونکي تر مېنځ توپيرونه روښانه کړئ نو زموږ سره په مالوماتو کې به مو مرسته کړې وي.

    يو ځل بيا ستاسې د گټورو ليکنو څخه مننه کوم چې دلته په تاند کې يې خپروئ

  2. hazrat u llah gaheez Reply

    استاده الله دې تر ډیر ښه اوږد او باایمانه عمر درکړي باور وکړه هره ورځ څو وارې تاند پدې موخه ګورم چې ګوندې ستاسو د جادوګر قلم کرښې به پکې راوتي وي ستاسو هرې لیکنې زما مینه د یو مئن ترکچې پورې وي خو استاده یوه هیله درنه کوم هغه داچې که امکان وي خپلې لیکنې په کتابي بڼه چاپ او تر هیوادولو یې ورسوه ځکه زمونږ ټول هیواد نیټ ته لاس رسی نلري ددې کار به دوه ګټې وي یو داچې د هیوادوالو په فکري روښانتیا کې به مو ونډه له نورو ډیره وي او بله ګټه به یې دا وي چې تا به خپل هغه پور او قرض چې زمونږ درباندې دی ادا کړی وي او زه فکر کوم چې تر یوې کچې تاسو زمونږ قرض ادا کړی او دا کار مو کړی دی مګر تاسو زمونږ زیات قرضداره یاستی او مونږ ته باید خپل قرض خامخا او په لازم وخت کې راکړی او پام دې وي استاده چې ددې کار لپاره مونږ درنه کله هم مننه نه کوو ځکه دا زمونږ مسلم حق دی له تاسو سره یوازې دعاګانې درپسې لپه کوو او دحمزه بابا دا بیت درته وایو چې:
    خدای دې مئن ډیر کا چې خیرې کوي ـ نور راته هیڅ چل ددعا نه راځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *