Categories

اعلان

Loading…

د اوباما ادارې له پاکستان سره د څه باندې ۱ ملیارد ډالرو مرستې وړاندیز کړی

تاند- د امریکا ولسمشر پاکستان ته په بېلابېلو برخو کې د څه باندې یو ملیارد ډالره پوځي او ملکي مرستې ژمنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې مرستو په هدفونو کې له هند سره د پاکستان د اړیکو ښه کېدا، د افغانستان د سولې له بهیر سره د پاکستان ملاتړ او د اتومي وسلو نه خپرېدا شاملېږي.

امریکا ډېره وېره لري چې د پاکستان اتومي وسله به د دغه هیواد له کنټروله ووځي او د خپلسرو ا تروریستو ډلو لاس ته به ولوېږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پاکستان ته له تروریزم سره د جګړې، اقتصادي پرمختګ، د اتومي تاسیساتو د ساتنې او د ځینو نورو هدفونو ترڅنګ له هند سره د اړیکو د ښه کولو په خاطر دا تر یو ملیارد ډالره زیاتې مرستې وړاندیز کړی دی.

 د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د بودجې وړاندیزونه وروسته له دې خپاره کړل چې ولسمشر بارک اوباما کانګریس ته ولېږل.

په وړاندیزونو کې ښکاري چې له پاکستان سره د امریکا بهرنۍ پوځي مرسته شپږ چنده زیاته شوې ده.

له ۲۰۱۴ څخه چې پاکستان ته د امریکا پوځي مرسته ۴۲ ملیونه او دوه لکه ډالره وه، په ۲۰۱۶ کې ۲۶۵ ملیون ډالرو ته زیاتېږي.

د وړاندیز شوې بودجې په کلیدي ټکو کې د سختدریځو پر ضد د پاکستان د پوځ پیاوړتیا، د دغه هیواد د اتومي تاسیساتو ساتنه، د افغانستان ثبات، اقتصادي پرمختګ او له هند سره د پاکستان د اړیکو ښه کېدا شاملېږي.

پر دې سربېره د اوباما حکومت ۳۳۴ ملیونه او ۹ لکه ډالره د اقتصادي ملاتړ او ۱۴۳ ملیونه او یولک ډالره په ځانګړي ډول د تروریستي ضد هلوځلو او د اتومي وسلې د نه پراختیا د فعالیتونو لپاره وړاندیز کړي دي.

د اکانومیک ټایمز خپرونې د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان د امریکا لپاره په افغانستان کې د سولې په بهیر، د اتومي وسلو د نه پراختیا، په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د اقتصادي راکړو ورکړو د پراختیا او د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ په سر کې ځای لري.

د پاکستان لپاره دا مرسته د دغه هیواد د ثبات له پیاوړیتا او سوکالۍ سره د امریکا د ژمنې ښکارندويي کوي.

336 total views, 2 views today

4 comments

  1. بشير رشاد Reply

    دا كومك دامريكاه وباكستان ته صرف وصرف په يوه خاطر چه خبل مركزيت داسيا په منخ كي درشت كرى كه دا كار ونكرى مبادا پاكستان كومه صدمه ونه وينى چه دامريكاه شتون به بيا داسيا په منخ كى كران وى . امريكاه عيننا كار او كومك ويهودو ته هم كوى چه په منخ دعربى نرى خبل حضور درشت كرى او همجنان په نورو قارو كى په هم دى دول

  2. بشير رشاد Reply

    دا كومك دامريكاه وباكستان ته صرف وصرف په يوه خاطر چه خبل مركزيت داسيا په منخ كي درشت كرى كه دا كار ونكرى مبادا پاكستان كومه صدمه ونه وينى چه دامريكاه شتون به بيا داسيا په منخ كى كران وى . امريكاه عيننا كار او كومك ويهودو ته هم كوى چه په منخ دعربى نرى خبل حضور درشت كرى او همجنان په نورو قارو كى په هم دى دول چه په اسانى سره وكولاى سى وخبلو مغرضانه هدفوته لاره پيدا كرى.دوه كاله دمره پوه سبن زيرى ٢٠£ دتكس دنه وركولو له عامله ٢كاله بندى سو او دلته بيا وباكستان ته سخاوتمانده ميلينونه دالره وركوى

  3. بلال واثق Reply

    بې شرمه اوشیطا نه امریکا ده !!! چې دجوال دخولې څخه په مستقیم ډول پیسې اومرستې وافغانستان ته ورکوې. اودجوال دبیخ څخه یې په غیر مستقیم ډول دګران هیواد ومخالفینو ته پیسې اومرستې ورکوې (هم یې سکڼې هم یې رغوې !!!!!!
    )خدا ی دې مو ددغه غربیانو شیطانانو دشر او دګاونډینو دشر څخه خلاص کړې. امین

  4. هلال احمد Reply

    امریکا په دی کار سره تروریزم مخه نه نیسی بلکه تروریزم ته پراختیا ورکوی، ځکه پاکستان خپله تروریست دی او که سل ځله ورڅخه دا ژمنه واخیستل شی چی د تروریزم سره مبارزه وکړه او تروریزم له خپلی خاوری ورک کړه کله هم دا کا ر نه کوی او دا مخکی سل ځل روښانه شویده چی د پاکستان پوځ خپله د تروریستانو په لاس کی ده که باور مو نه شی نو یوټیوب کی یی ویډیوګانی وګوری چی د پاکستان پوځ د طالبانو سره ناست دی او اکاړه کوی، نو وروڼو دا هغه شیطان مردار او لعین هیواد دی چی د اسلام تر پردی لاندی یو شیطان دی سل ځله په دی پلمه چی تروریزم ورک کوو پیسی اخیستی دی او بیا یی کله هم دا کار نه دی کړی بلکه پوهیږی چی دا د پیسو د لاسته راوړلو لپاره ښه کار دی او نور هم تروریزم روزی او پیسی لاسته راوړی خو ددی نه غافل دی چی د الله پاک عدالت دومره پراخ دی چی ان شاءالله ډیر ژر به دا شیطان د ځمکی له کری له منځه لاړ شی

Leave a Reply to بشير رشاد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2