Categories

اعلان

Loading…

د کوچنیانو ادبیات/ پوهندوی آصف بهاند

تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

دویمه برخه

په فولکلور کې د کوچنیانو د ادبیاتوڅرک:

که د فولکلور په باب له اوږدو بحثونونه تیر شو او په لنډ ډول ووایو چې پښتني فولکلور ښه بډای فولکلور دی، نو په دې بډای فولکلور کې د کوچنیانو له پاره څه شته که نه؟ او که وي نو څومره به وي؟

هوکې، په پښتني فولکلور کې دکوچنیانو له پاره ډیر څه شته چې دوی ته څه ورزده کوي، په دوی کې هنري ذوق او عاطفه روزي او ټولنیزو فعالیتونو ته یې هڅوي. د پښتو ادبیاتو په شفاهي برخه کې د کوچنیانو له پاره یو لړ سندرې، شعرونه، کیسې او متلونه شته چې یا په خپله د دوی له خوا ویل کیږي او جوړیږي، یا د لویانو له خوا د دوی د سویې، طرز تفکر او غوښتنو په نظر کې نیولو سره، د دوی له پاره ویل کیږي او جوړیږي. لکه د میندو سندرې چې د پښتنو په بیلابیلو سیمو کې د کوچنیاو له پاره د میندو له خوا ویل کیږي. یوه ښه بیلګه یې د آللو فولکلوریکه سندره ده. دا سندره مور د ماشوم د ویده کولو په وخت کې په داسې حال کې وايي چې په یوه لاس ماشوم ټپوي، نو په ډیر خواږه آهنګ سره دا سندره وايي:

آللو، للو زویه

سر د شا زلمو زویه

آللو، للو پیشو

پیشو مه راځه له غرو

اڅک جان داسې ویده دی

لکه ګوډی د رنجو.(بهاند آصف، د کوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، کابل، دولتي مطبعه، ۱۳۶۶ ل کال، ۲۸مخ)

په پښتني فولکلور کې کومې برخې چې د کوچنیانو په فولکلوري ادب کې راوستل کیږي، په هغه باندې ښاغلې استاد حبیب الله رفیع په خپل ارزښتمند اثر«دخلکو سندرې» کې ښه اوږد علمي بحث کړی دی. دموضوع د اوږد والي د مخنیوي له پاره یې یوازې نومونه را اخلم:

د میندو سندرې، د وړو سندرې، د کوچنیانو سوال ځواب، کیسۍ، د وړو مشاعرې، کوچنی نکل، بلندره، د پک غندنه، د کیکړ راوړل، فولکلوریکه غندنه، نکلي لنډۍ، فولکلوریکه ستاینه، د ماشوم کرارول، د شنو سترګو فولکلوریکه غــند نه، فــولکوري ستایــنه، د بیــکارۍ او لـټۍ غــندنه، د ښکلا یــا ښایست یــادونه، او نــور.(رفیع حبیب الله، د خلکو سندرې، ۱۳۴۹ ل کال، ۴ مخ)

د غه راز استاد حبیب الله رفیع د ولسي سندرو د ارزښت په لړ کې د هغو سندرو په تعلیمي ارزښت ټینګار کوي چې د کوچنیانو د روزلو له پاره د دوی دراتلونکي ژوند سره اړوند درسونه په کې ورکول کیږي. رفیع صاحب وايي:

« د پښتنو اولسي سندرو په اوږده لړۍ كې ډېره زړه كړۍ د ميندو سندرې دي چې د ويدي سندرو په څیر ماشوم (هلكانو او نجونو) ته د دوى له راتلونكي ژوند سره اړوند درسونه په كې وركول كیږي او د دوى ټولنيز مسؤوليتونه په كې ورښودل كیږي، د همدې لړۍ بله زړه كړۍ د ماشومانو سندرې دي چې د خپلو ميندو له سندرو نه ادبي درس او د ژوند پند اخلي او د چاپیراو طبيعت ساده ارزښتونه په كې رانغاړي او خپلې لوبې اوساتیرۍ پرې تودوي، تر دې راوروسته يې نيم بيت يو ماشوم او بله مسره يې بل ماشوم وايي چې دا د شعر جوړولو او د هغه په چل پوهیدلو ښه تمرين دى او كيسۍ پا چيستانونه هم بيا د ذهني آزموينې او د معلوماتو د ارزونې له پاره دي چې د ماشومانو ځيركي په كې زياتیږي او زباتیږي . ورپسې لويان هم د ژوند په بیلابیلو وختونو او ځايونو كې د سندرو دا لړۍ پالي او ادبي تجربه د ژوند له تجربو سره تسلسل مــومي.» ( http://www.dw.de/د-مور-او-ماشوم-سندري/a-3697012 )

د کوچنیانو له پاره په پښتني فولکلور کې د ځانګړو شو برخو نه یو څو بیلګې:

ــ سوال ځواب:

غنم ــ خبرې دې منم،

اوربشې ــ خبرې دې خوشې،

جوار ــ خبرې دې په وار،

ــ کیسۍ:

پورې خوا کوږک ــ له سپینو مرو ډک،

تور دی کارغه نه دی ــ الوزي مارغه نه دی،

ــ د میندو سندرې:

آللو، للو زویه،

سر د شازلمو زویه،

یا:

آللو، للو، للو

پيشو مه راځه له غرو،

ملوک جان داسې ویده دی لکه ګوډی د رنجو.

ــ د ماشومانو سندرې:

کله چې ماشومان لږ را لوی شي، یعنې خبرې پیل کړي، نو په منځو کې یې د لوبو په وخت کې زمزمه کوي:

شین یې کې، زرغون یې کې

د شنه غوايي لړمـون یې کې

د اوسـپـنـې تـلـبــر یـې کــې

د پـک سړي په سر یې کـې

زمـوږ جـونه پې پنـډې کـې

د نورو جـونـه کونـډې کـې(پتنګ عبدالکریم، ګړنی ادب، د عرفان مجلې خپرونه، ۱۳۵۷ ل کال، ۲۴ مخ)

یا:

ډم، ډم د چرګ واده دی،

چرګ په لاره کې ویده دی.

د کوچنیانو د سندرو یوه بله بیلګه چې په خوست کې په دې ډول ویل کیږي:

اکو، بکو

دنبالکو

سییه لاړه په تبۍ

ما و ویشته په ډبلۍ

نه یې سر و نه لکۍ

پیشو پړنګ (ګړنی ادب، ۲۶ مخ)

ــ سندریزې کیسۍ:

په پښتني فولکلور کې منظومې کیسۍ ډیرې دي او دا د کوچنیانو له پاره ښه ادبي سر ګرمي ګڼل کیږي، هغه داسې چې یو ماشوم کیسۍ وايي او بل یې باید ځواب و وايي:

لښته ده، زر لښته ده،

نه ماتیږي سخته ده.

ځواب یې دی: اوبه.

کیسۍ منثورې او منظومې برخې لري. منظومې کیسۍ په اصل کې یو ساده او روان شعر دی چې مطلب په کنایو او اشارو په کې بیانیږي. دمسرو شمیر یې یو ډول نه وي. کله دوه مسرسیز بیت وي، کله درې مسرۍ او کله بیا څلور مسرۍ وي. دا یې څو بیلګې دي:

تر پاڼ لاندې خونه

په کې ناسته ده زیتونه (ژبه)

زما یو ورور دی

پر هر بازار یې کور دی (لمر)

بریښي کمکی دی

یو سر یې سوری دی

بل سر یې نری دی

جوړونکی د کالی دی

ملګری یې سپڼسی دی

و وایه کوم شی دی؟ (ستن)

(منګل علي محمد(سرمحقق)، د نویو ځوانانو له پاره پوهه او معلومات ، خپرونکی: د اریک د ګرځنده کتابتونونو اداره، ۲۰۰۴ کال، ۷۲ مخ.)

د اکو، بکو سندره په ځینو پښتني سیمو کې په دې بڼه هم ویل کیږي:

اکو، بکو، دنبالکو،سر سیندکو،غوا مې لاړه په ترپکو،

اکو بکو، دنبالکو، سییه لاړه په ترپکو، ما ویشته په ډبلۍ، نه یې سر و، نه لکۍ، پیشو پړنګ.

ــ د وړو مشاعرې:

د وړو مشاعرې د ماشومانو په منځ د مسابقې په بڼه ویل کیږي. استا حبیب الله رفیع د وړو د مشاعرو په باب داسې ویلي دي:

«دا د ماشومانو یو ډول مسابقوي سندرې دي چې خپل ذهنونه د ادبي پانګې د خوندي کولو له پاره پرې روزي. یوه مسرۍ یې یو او بله یې بل وايي. که د دویم ماشوم دویمه مسرۍ یاده نه وه، مسابقه بایلي. دغه راز که د لومړي ماشوم د مسابقې بله سندره یاده نه وه، ماتیږي.»(لونګ(مجله)، له غزني څخه خپریدونکې خپلواکه، ناپیلې، پوهنیزه دوه میاشتنۍ خپرونه، لومړی کال، دویمه ګڼه، د غويي او غبرګولي ګڼه، ۱۳۸۶ کال، ۲۲ مخ)

لومړۍ مسرۍ: دېو تر غزني،

دویــمه مسرۍ: ووړکی پروت دی بې سیزني.

په پښتني فولکلور کې کومې برخې چې فولکلوریستانو او لویو استادانو د کوچنیانو په ادب کې شمیرلي، د دغو ټولو یادو شوو سندرو،کیسو، نکلونو، او نورو برخو څخه چې د کوچنیانو له پاره د ژوند په بیلابیلو وختونو کې، په خپله د دوی له خوا او یا د مور، پلار، ښوونکي، او همځولو له خوا ویل شوي دي؛ د دوی په ماشوم ذهن تاثیر کوي، حواس یې پاروي، یو څه ور زده کوي، هنري ذوق په کې روزي، عاطفه په کې ژوندۍ کوي او یوه ټولنیز فعالیت ته يې هڅوي؛ نو د دغو دلایلو له مخې ځینې د نظر خاوندان، د فولکلور دې برخې ته د کوچنیانو فولکولوریک ادب وايي.

د ماشومانو او کوچنیانو د فولکلوریکو ادبیاتو له لارې هغوی ته ډیر ستر فرهنګي میراث ور ښودل کیږي او ور لیږدول کیږي. ماشومان او کوچنیان بې له دې چې په کوم ټولګي یا ښوونځي کې کیني، د فولکلوریکو کیسو او شعرونو له لارې، له ټولنیزو ارزښتونو او سترې فرهنګي شتمنۍ سره آشنا کیږي او همدغه فرهنګي شتمني د ژوند په پیژندلو کې مرسته ور سره کوي. له تیر تاریخ سره آشنا کیږي، د تیرو انسانانو د ژوند څرنګوالی پیژني او د هغوی له طرز تفکر نه خبریږي.

دا یو ښکاره حقیقت دی چې د هنري لیکلي ادب توومنه په فولکلور کې نغښتې ده، د همدې اصل له مخې دا ویلای شو چې د کوچنیانو د ادب د پیل ټکی هم په فولکلور یا ګړني ادب پورې اړه لري. په شرق اوغرب ډواړو کې د کوچنیانو د ادب د پیل ټکی همدا اولسي نکلونه ګڼل شوي دي چې یا هماغه اولسي نکلونه کټ مټ د وړو له پاره په لیکلې بڼه وړاندې شوي دي او یا له هغو نه په استفادې سره د وخت د ټولنیزو شرایطو په پام کې نیولو سره ورته لږ په ساده ژبه برابر شوي دي.

د دویمې برخې پای

لومړۍ برخه

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *