Categories

اعلان

Loading…

ځوروونکی په ریالسټیک تناظر کې/ نعمت الله صدیقي

ځوورنکی د ډاکټر محب زغم هغه ناول دی چې له موضوعي پلوه رویاتي بڼه لري مګر د کیسیزو تخنیکونو له اړخه یې ځانګړی او استادانه بللی شو،

څه ډول رویاتي موضوع ؟ او کوم ډول تخنیکي ځانګړنې؟

تر کومه چې ما د زغم صاحب ناولونه ( ځانمرګی ) او (د ولسمشرفرمان ) لوستي نو تر ځورونکي پوري یې همدا یوه ځانګړنه راته لویه ښکاري چې د روایاتو او نوښتونو تر منځ یې کیسیز امتزاج په سخت زبردست ډول تخلیق کړی، او همدا امتزاج یې مونږ ته د موضوع له پلوه که څّه هم کله کله کلیشه وښکاري خو بیا هم د نوي والي او ریالیزم کیسیز خواږه راکوي.

د ځورونکي عمومي کیسه لکه د راحت زاخیلي د پښتو لومړی لنډه کیسه ( کونډه جینی ) او د ځورونکي مرکزي کرکټر( معصومه ) لکه د کونډې جینی مرکزي کرکټر( مرغي ) وي. مګر تفاوت يې نه یوازې په لنډه کیسه او ناول کې دی بلکې د ځورونکي د کیسیز هنریت ترڅنګ د افغانستان د انقلاب د المیې یو جزوي تصویر یې هم په ضمن کې وینو، خو مونږ که دلته ځورونکی رویاتی بولو نو منظور مو د موضوع رویات ندی بلکې دا موضوعي زاویه ګڼلی شو دلته روایت د ( ځورونکي ) د ریالسټیک تمایل لمخې ګڼو. چې دا د زغم صاحب د کیسو لوی هنري انفرادیت دی

ریالیزم د واقعیتونو او د ژوند د تفسیر خبره کوي خو دا واقعیتونه په ادبیاتو کې هغه واقعیتونه ندي چې ادبیت پکې نه وي شامل یعنې هنري واقعیت په ادبیاتو کې هغه دی چې رښتنی واقعیت ونلري. په تخییلي ژانرونو کې هنري واقعیت داسې وي لکه د زغم صیب په ( ځورونکی ) ناول کې د ټول کیسیت هنري او فني پیرایه.

ما د کابل د ثراژیدی په حواله ډیری واقعي مقالې او یادښتونه لوستي، د شهرت ننګیال یون لیکونو ویرولی او احساسي کړی وم مګر د زغم صیب ( ځورونکی ) چې همغه زمان ومکان لري ما پکې د خونړیو تصویرونو سره سره د کیسیت تنده اخیستې وه. دا ځکه چې په یون لیکونو کې حقیقت واقعي و. او په ناول کې دا حقیقت هنري شوی و. په ریالسټیک تناظر کې همدې هنري واقعیت ته د ژوند تفسیر وایي.

د ریالیزم ا وتاریخ په ارتباط ( ځورونکی ) ضمنا د ماضي د وړو وړو پیښو غوټې په داسې هنري ډول سپړي چې د ماضي د ستونزو نوعیتونه د حال د اجتماعي عواملو په اساس په شعوري ډول وړاندې کوي چې پخپله ښاغلی زغم صاحب د سر په خبرو کې هم اشاره ورته کوي. ( د دې ناول الهام مې د مرصع له ژوند او مرګه واخیست. په ناول کې معصومه هماغه مرصع ده خو پیښې په کې ټولې خیالې دي، د ناول یوه بڼه هغه ده چې د مرکزي کرکټر د شخصي ژوند پیښې د یو ملت، یوې ټولنې یا د یوه هیواد له عمومي وضعیت سره په موازې توګه پرمخ بیول کیږي، چې دا د وحدت تاثر رامنځته کوي بلکې د ناول اغیز یو په دوه کوي.)

ریالیزم چې ادبي مکتب دی ممکن شخصي او وچو کلکو احساساتو او جذباتو ته ځکه هم ځای ورنکړي چې ادب د پراپګنډې ښکار نه شي.یو شمیر کیسه لیکوال ریالیزم یوازې سوچه حقیقت پسندي بولي او هر هغه څه چې د دوی خواهیش وي. که د کیسو طبعي کرکټرونه او صحنې یی ربط ولري یا نه. مګر ځکه پکې ځای ومومي. چې دا دوی ته ریالیزم ښکاري. حال دا چې ریالیزم دومره خوار ندی.

د زغم صاحب ( ځورونکی ) پدې برخه کې استشنا لري. یو ځای د ابراهیم له خولې چې د مجاهدینو لخوا ځورول شوی اورو ( مجاهدین نه ووسم دم ځناور و )

لومړی پلا که څه هم ابراهیم ځورول شوی وو او د کابل همغه وخت په نامه مجاهدینو سره دا ډول جمله ایسیدله خو د کرکټر په توګه دې خبرې خوند رانکړ مګر ورسته یې منطقیت پدې کې راښکاره شو چې همدا کرکټر څو ځای ورته خبرې ځکه هم کوي چې په غیر مستقیم ډول د انقلاب د ښکیلې غاړې چپ پلوی ښودل شوی دی. یعنې په ټول ناول کې د کیسه لیکوال په توګه راوي بیخي په بې طرفه لګیا دی او هیڅ کوم کرکټرونه یې په ذاتي احساساتو ندي ځپلي. خو دا بې طرفي یې داسې هم نده چې یوازې یې کیسه لیکوال تماشبین پاتی شوی بلکې هنریت یې پدې کې دی چې قضاوتونو ته یې د صحنو په تصویرولو کې په غیر مستقیم ډول ځای ورکړی. مثلا په دوهم باب کې په کابل کې د حزبونو د واک پر سره جګړه روانه ده. چې خلک په خپلو ځانونو او اولادنو پسې تنګ دي خو په بی بي سي سرویس کې خبرونه داسې وړاندې کیږي چې د هغه وخت ټول سیاسي حاکمیت نه یوازی سخت زړی بولو بلکې د ظلم تر حده یې بې رحمه ګنلی شو. نو دا هغه احساس دی چې کیسه لیکوال یې تماشبین نه شو بللی. او دا احساس یې د ریالیزم په تناظر کې لوړ کیسیز هنریت لري.

د ریالیزم په برخه کې بله د پام وړ خبره دا ده چې د جدید ریالیزم په حواله فني تجربو ته پکې لارې شوي. پخوا به له ریالیزم سره ایډیالیزم یو څه متضاد تعریف شوی وي خو وس مهال یې په ځینو کیسو کې په نظریاتیک ټچ سترګې نه شو پټولی. د طاهر اپریدي په کیسو او اثارو کې داسې منطقي نظریاتیک کیسیز پراګرافونه لوستلی شو چې د کتابونو متقاضي دي. د ( ځورونکي) په ضمن کې داسې څه نه ترسترګو کیږی. که څه هم موضوع ورته برابره ښکاري او هم یې د زغم صاحب په څیر ځیرک کیسه لیکوال پکې ځایولی هم شي. خو دا تمایل عموما زمونږ په کیسو او ناولونو کې کم یا نیمګړی دی. البته د ( ځورونکي ) ضمني مکالمې او د کیسې په تسلسل کې يې پیغام ځای په ځای د پام وړ دی.

د ( ځورونکي ) په فني اړخ ډیر څه ویلی شي فني تجربې یی د لویو کیسه لیکوالو په څیر ځانګړنې لري. په هغه ناولونو او کیسو کې چې د پلاټ زمان و مکان ربط یې په دقت سره تعقیب نه شي تر ډیره یې کیسیز خوند د فني تکتیک لامله بې خونده شي او کیسه له ابهام سره پکې مخامخ شي لکه څوک چې په نابلده لارو کې راګیر وي. ځای یې نامعلوم وي، زماني وخت یې د داودخان وي خو دی د طالبانو په دوره کې کرکټرونه خوځوي. د ( ځورونکي ) پلاټ کابل او پيښور دی کله چې ابراهیم دوی له کابله هجرت کوي نو کیسه لیکوال پر همدې لاره پر دوی شپه راولی دا ځکه چې همغه زمان کې دا لارې کندې کپرې وې باید چې شپه پرې راغلې وی د ریالیزم فني تکتیک باید همدومره واقعیت بین وي نه دا چې د زماني واقعیت نه یې کیسیز واقعیت هم کټ مټ واخلو.

همدا ډول د ( ځورونکي ) د کیسې د ژبې په برخه کې پرته له یو ځای چې لولو ( دغه حساسیت هغه مهال لا زیات شو ) نور یې په ژبه کې ډیر د خو ځای نشته یا ممکن کم وي همدا پورته جمله یې کیسیزه کولای شو ( دغه حساسیت یې هغه وخت لاپسې زیات شو. )

د کیسې عمومي ژبه او د کرکټرونو لهجه هم توپیر سره لري یعنې د کابل او پیښور د اوسیدونکیو په لهجو کې فرق شته کله چې د ( ځورونکي ) کرکټرونه له کابله پیښور ته راشي نو د پیښور او کابل د کرکټرونو ترمنځ په مکالمه کې د لهجې د توپیر په اساس پوهیدلی شو چې دا په کیسو کې د تجربه کارو کیسه لیکوالو عمل دی.

په کیسیز نثر کې تشبیهي مثالونه هنري ارزښت لري.نثر او کیسه له پیچلتیا څخه فهم ته بیايي او هغه کیسې چې مثالونه پکې منطقي نه وي د کیسې د استدلال فني کمزوری ګڼلی شي. د ( ځورونکي ) په متن کې غالبا نهه ځای بیلا بیل تشبیهي

په هر صورت ( ځورونکی ) د ریالسټیکو تمایلاتو لمخې او هم یې په نورو ډیرو ځانګړنو سربیره د فني صلاحیتونو په تناظر کې هغه څه دی چې د ډاکټر زغم په څیر لیکوال یې د اصل ریالیزم په چوکاټ کې رامنځتنه کولای شي او هم یې فني تکتیک ورته په هنري تجربو پسوللی شيمثالونه راځي چې د کیسې د نثر تر څنګ یی عمومي کیسې ته هنري خواږه هم ورکړې.

————————–

عکس: ډاکتر محب زغم

14 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *