Categories

اعلان

Loading…

ناممکن اظهار/ نجیب منلی

په کټ کې پروت یم.

د سر څرمن مې داسې ده لکه په خټو چې لېب شوې او بیا وچه شوې وي. مخ مې داسې دی لکه د ایلفي سریښو پنځوس بوتله چې پرې تش شوي وي. خوله مې وچه، ستونی مې تریخ او شونډې مې سره نښتې دي. د کوپړۍ دننه مې عسکري مارش روان دی.

ورمېږ او مټې مې له بهر نه د ترکاڼۍ په شکنجه کې راګیر دي او د هډوکو په منځ کې یې د پولیو بټ لګېدلی دی. لاسونه او څنګلې مې پرسینه ایښي. لکه له تیږو چې جوړ وي، شخ او درانه دي. پوښتۍ مې ورلاندې ماتېږي.

نرۍ ملا مې لکه په تبر چې غوڅه شوې وي، درد هم کوي او ښکته بدن مې د مغزو له کنټروله وتلی دی. ورنونه مې هم د تيږو دي. د زنګنونو تر سترګو لاندې مې ویلي شوي سرپ خوټېږي، کټ مت لکه کله به چې په ماشومتوب کې د دولتي مطبعې د زینګوګرافي څانګې ته تلم او هلته به د حرفونو جوړولو د ماشین په خوله کې، په یوه کوچني لوښي کې، ویلي شوي سرپ ایشیدل. پونډۍ مې هم درنې دي، داسې احساس کوم چې له کټه به لاندې لوېږي. د پښو پوستکی مې داسې دی لکه سرې اوبه چې پرې توی شوې وي او دننه هډوکي یې داسې تړکېږي لکه غوښه چې د غوړیو په کړایي کې پرته وي.

په وجود کې مې دوه سوه او څو هډوکي دي. د دوي ترمنځه که ډېر نه وي نهه شلې مفصلونه خو شته. د هر یوه درد بېل بېل حس کولای شم.

په سینه کې مې زړه رېږدي، له خولې مې زګېروی خېژي.

څنګ ته مې مېرمن پرته ده. کله کله په خوبولي غږ را ته ووایي: «نجیب جانه، کوم ځای دې خوږېږي؟»

شل دېرش کاله کېږي چې همدا یو ځواب ورکوم: «د کوټې له دېوالونو نه یم خبر، نور ټول درد دی!»

چې سهار راپاڅم د ستړیا احساس کوم خو چاته ویلای نه شم چې ولې، سره له دې چې اوه، اته ساعته خوب مې کړی، لا هم ستړی یم.

کله ډاکټر ته ورشم خو هغه بېچاره چېرته دومره وخت لري چې زما د دردونو شاعرانه تفصیلات واوري او فکر پرې وکړي. بس هماغه عاجله موضوع ورسره مطرح کړم، په سینه راته ستېتسکوپ وګرزوي، فشار مې اندازه کړي، نسخه راته ولیکي والسلام.

خدای آدم ته ټول نومونه وروښودل. د همدغو نومونو په برکت، چې ده ته ښودل شوي وو خو ملایکو ته نه وو ښودل شوي، د تعلیم د همدغه امتیاز په برکت، آدم «اشرف المخلوقات» شو او ملایکو باید سجده ورته کړې وای.

اوس هم، انسانان چې یو بل سره خبرې کوي، چې مفاهمه سره کوي، یا په اوسني تعبیر «د کمونېکېشن کانالونه سره سِټ کوي» یوازې هغه څه باندې سره لګیا وي چې نوم لري. هغه څه چې نوم نه لري، هغه څه چې نوم یې د دوو تنو تر منځ یو شان نه دی – مترادف نه دی – پر هغې هېڅ ډول مستقیم «کمونېکېشن» نه شي کېدای. انسان د احساساتو له پلوه ګونګی خلق شوی دی. همدا وجه ده چې دوه کسه هېڅکله یوه خبره نه شي کولای، یو بل نه شي درک کولای، یو بل ته خپل حقیقتونه نه شي بیانولای. زه د خپل درد له پاره داسې نوم نه لرم چې ټول کوایف یې په یو ځل بیان کړي نو زما څنګ ته پروت انسان، چې زما پر درد دردمن هم دی، څرنګه کولای شي چې هغه درد وپېژني او په دې پوه شي چې پر ما څه تېرېږي؟

د دغو ناممکنو اړیکو د تلافي له پاره هنر ایجاد شوی. هنر ځکه د ټول بشریت دی چې هر څوک فکر کوي چې د هغه دردونه او احساسات په کې منعکس شوي دي. شاعر چې شعر لیکي، نقاش چې انځور جوړوي، سازي چې ساز غږوي خپل درد په کې بیانوي خو د شعر لوستونکی، د انځور کتونکی او د ساز اورېدونکی په دغو هنري توکیو کې خپل درد منعکس شوی بولي. هغه هم خوشاله او دا هم. هغه فکر کوي چې ولا ما خپله خبره وکړه او په ښه بیان مې تر بل ورسوله ځکه چې بل هم زما له خبرې متأثر شو؛ خو دې ته یې نه دی پام چې هغه بل ترې څه اخیستي؟ دا هم فکر کوي چې هنري اثر د ده احساسات منعکس کړي او پر هنرمن آفرین وایي چې څومره په دقت یې د ده ناویلی حالت درک کړی دی.

خو ډېر ځله د ویلو په چاره کې یا د اورېدلو په چاره کې ناکامي سوء تفاهم پیدا کوي. زه یو څه وینم، احساسوم یې خو یا د هغه په بیان کې کافي دقت نه کوم او یا هم دې ته نه متوجه کېږم چې مخاطب ترې څه مفهوم اخلي. دا ستونزه یوازې د عادي وګړو تر منځ نه پیدا کېږي، هغه خلک چې ځان تر عادي وګړو ډېر لوړ هم ګڼي او حتی حکومتونه او نظامونه د همدغسې نا ممکنو افادو له امله ناسم تصمیمونه نیسي.

مخکې له دې چې د یو چا په خبره خوا بده کړو، مخکې له دې چې د یو کار د کولو یا نه کولو په خاطر له یو چا څخه ګیله وکړو، مخکې له دې چې «د کمونېکېشن کانالونه» بند کړو، ضرور ده چې پر دې خبره فکر وکړو چې هغه څه چې ما د مقابل لوري له بیان څخه اخیستي ريښتیا هم هغه څه دي چې هغه یې ویل غوښتل؟ مخکې له دې چې پر بل د نه پوهېدو – یا تر دې بتر، د احساس نه لرلو – تور پورې کړو ښه به وي چې له ځانه وپوښتو چې خپله خبره مو په مناسب ډول تر مخاطب رسولې که نه؟

که دا کار وکړو د ډېرو خوابدیو او خپګانونو مخه به مو نیولې وي.

8 total views, 1 views today

2 comments

  1. zyar Reply

    ډېر گران او هڅاند منلی صاحب
    د داسې يوه انځوريز او تمثيلي ناپېيلي شعر تش سرليک مې درپښتو(ناشونی څرگنداوی) کړ تاته پته ده چې پسشرغښتي ژبپوهنه په ژبني کارونگ(پرگتيک) کې غږېدونکی او اورېدونکی هممهاله په پام کې نيسي نه يوازې په مانا پوهنه کې بلکې ان په غږپوهنه کې يې اوريزه يا ادراکي څانگه ورته رامنځته کړې ده، ژب- ارواپوهنه او بيا د ماناپوهنې يوه څانگوړې چې دوديزه نومونه يې (علم المعانی) ده د ذهني او عيني انځورونو او سېمبولونو د راسپړنې چاره پرځای کوي، نو زه دې د همدغو په مرسته د زړه هراوازه اورېدای شم، ډاډه اوسه! ستا زيار

  2. م.ا. جاويد Reply

    سلامونه او احترامات،
    چی دی، چی دی،
    چي دی چي دی
    او چي دی
    ددې چي دی به لاس وانخلم
    که مي سر غوټ پر چي دی پرې سي
    چي دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *