Categories

اعلان

Loading…

و) او (وو) – اجمل ښکلى

درېيم يوګړي ته د (و) او (وو) دواړو پر کارونه نظرونه مختلف دي؛ خو لومړي ډېرګړي(جمع) ته زموږ رسنۍ په غلطۍ سره (وو) کاروي:

موږ راغلي يوو.

په حال زمانه کې د (ول) مرستيال فعل ته په ګرامر کې (يل) وايي، چې د درېيمګړي له (دى/دي) پرته پکې د لومړي شخص او دويمګړي مرستيال فعلونه راځي، ځکه چې په دوى کې(ي/y) ريښه ګډه ده؛ نو که د لومړي ډېرګړي فونيميکي بڼه يې وګورو او تلفظ يې کړو، پته به راته ولګي، چې (وو) نه دى، (و) دى:

موږ راغلي يو(yu)/ موږ د خداى سادګان يو(yu)/ هر چا پېژندلي يو(yu)/ ناست يو(yu)

په فونيمکه بڼه کې وينو، چې يوه(ي/y) ده او يو (و) دى. د دې پرخلاف د (يوو) تلفظ (yawu) دى، چې سم ورته نه شو ويلاى.

دا (وو) په اصلي او نورو مرستيالو فعلونو کې هم ورته ستونزه جوړوي، چې حل يې همدا پاس خبرې دي. دلته د همداسې څو فعلونو سمې بڼې ليکو، چې رسنيو کې يې په (وو) وينو:

موږ ډوډۍ خورو/ اوبه څښو/دوښمن شړو /موږ شاعران شو/ډاکټران شو/زه سياستوال نه شوم؛ خو سياستپوه شوم/زه دې په خبره پوه شوم/موږ خط ليکو/هيڅ بې هيڅه خلک رټو/خط کاږو.

خو هغه متعدي فعلونه چې يو (و) يې له مخکې نه په ريښه کې وي، بل (و) ورسره د مرستيال فعل يوځاى شي او دوه شي. دلته بيا د (وو) کارونه سمه ده:

موږ خپل بچي لويوو(loyawu) نه، غټوو(wu) يې.

قراۤن ښکلوو(wu)، خو عمل پرې نه کوو(wu).

خپل کور جوړوو(wu)، د بل ورانوو(wu).

د پاسنيو فعلونو مصدرونه (لويول، غټول، ښکلول، کول، جوړول او ورانول) دي، چې د مصدر له (ل) پرته يې ريښې (لويو، غټو، ښکلو، کو، جوړو او ورانو)؛ نو وينو، چې يو واو لا له مخکې نه په ريښه کې شته دى.

هغه ټول فعلونه-چې يو (و) يې له مخکې نه په ريښه کې وي، همداسې په (وو) ليکل کېږي.

ځينې رسنۍ ان لويول، غټول، جوړول او ورانول په (لويه وو، غټه وو، جوړه وو او ورانه وو) ليکي، چې سم نه دي، ځکه دلته د (لويه، غټه، جوړه، ورانه) خپلواک صفتونه نه دي، بلکې د ترکيبي فعل يوه نابېلېدونې برخه جوړوي؛ نو يوځاى يې ليکل سم دي. پر دې بنسټ يې درېيم شخص ته د (لويه وي، غټه وي، جوړه وي او ورانه وي) هم سم نه دي، ځکه دا بڼې هله سمې دي، چې دا صفتونه مستقل نومونه وي او مستقل فشار ولري؛ نو بيا به د (حويلۍ لويه وي، خونه وړه وي) او (زما به له چا سره جوړه وي، له چا سره ورانه)؛ خو په (احمد کور جوړوي) او (پسرلى ګلونه لويوي) کې فشار وروستي توک(وي) ته تللى دى او بل چې پوخ ترکيبي فعل جوړوي؛ نو يوځاى ليکل کېږي.

پر فعلونو سربېره پر الف د ختمو جمع مونثو او پر زور د ختمو ځينو مذکرو نومونو اوښتې بڼې هم په دوو (وو) راځي. هغه (وو) فعل دى او دا د جمعې روستاړى دى:

ښکلاوې=ښکلاوو، رڼاوې=رڼاوو، دعاوې=دعاوو، بلاوې=بلاوو=کلاوې=کلاوو.

چې همت درسره نه وي، په دعاوو څه نه کېږي.

له بلاوو مې زړه چوي.

له کلاوو نه مې راتاو کړ.

په مذکرو نومونو کې:

د نارينه وو کار دې ورسره وکړ.

له ښايسته وو څوک ګيله نه کوي.

479 total views, no views today

4 comments

  1. ګنډېری Reply

    که دا ګړي مړي په کې نه وای سړی به سم پرې پوه شوی وای. په خدای قسم دی چې زمونږ خلک خپله ژبه پخپله سختوي. دویم ګړی خو شته، نو ډېرګړی یې لا څه معنی؟ د ډاکټر زیار ګرامر ما درې که څلور ځلې شروع کړ چې پښتو ګرامر زده کړم، والله د همدغو ګړو، تړنګونو، پړنګونو، کړوالونو له وجې مې زړه داسې ترې تور شو لکه د هندو له کلمې نه. د خدای پار دی ولې دا ژبه په ډېران لړۍ؟ د پاړسیوان ژبه د پکتیا او پکتیکا د غرونو، د کندهار د لیرې پرتو ولسوالیو او د مشرقي د درو خلکو ویلې وای او ویلی یې شي خو د همدې له امله چې هم په کې عربی موجوده ده هم یې خپل لغتونه دي او هم په کې لا پښتو هم وراچوي. له تاندوالو نه مې هیله دا ده چې زما تبصره دې نه پټوي بلکه پرې دې یې دي چې دا ځوان لیکوالان یې وګوري او په پټو سترګو د نورو تقلید ونه کړي. د مطبوعاتو په دا دومره پراخه نړۍ کې یوازې تاند دی چې یو څه مو پرې سترګې یخې وې، دوی هم اوس پاړسي شروع کړې ده.

  2. محمد نظیف حیدرزی Reply

    ګنډېریه وروره خبره دې تر یو حده سمه ده! خو دا چې دوي لیکنې کوي او خپراوي ته یې نسپاري یا یې نشي سپارلی، او تر موږ نه رارسي، جدا خبره ده. نو ځکه ورڅخه موږ نه خبرېږو. بله اړینه خبره دا ده چې موږ هم مطالعه نلرو. مطالعه ځکه نه کوو چې پښتو سخته ده. او همدې بدرنګې خبرې نه یوازې د نورو ژبو خلک بلکې پخپله پښتانه هم له پښتو لرې کړي. زه پخپله پدې عقیده یم چې د پښتو په نوو تورو کې باید د (ړ) توری راکم شي او (ړی) چې هندي اصل دی هم له پښتو وایستل شي. اوس خو یو بل دود هم زیات شوی چې فارسي (ش) لرونکې کلمې په (ښ) واوړوي او په ویاړ یې پښتو بولي، لکه فارسي تشناب دا اوسني ناپوهان تښناب لیکي چې ډېر ناسم کار دی. او بله دا چې فارسي یا هندي کلمه راواخلي او (ړی) ورپورې کړي او ویاړي چې پښتو ته مې خدمت وکړ.

    خو په هر صورت، پورته لیکنه یو علمي او له اصیلو څرګندوونو چې موږ ترې خبر نه و، ډکه لیکنه ده. د لیکوال ډېرمنندوی یم چې زما او د بل هر افغان پوهه یې لا غني کړه.

    محمد نظیف حیدرزی

  3. شاه محمود کډوال Reply

    مننه ، ښاغلی ښکلی

  4. جانان Reply

    سلامونه د تاند پاڼې ښاغلو او قدرمنو چلوونکيو
    پاڼه ډېره ښکلې او په تول پوره ده
    خو يوه کمي لري هغه دا چې د فنټ يعنې ليکبڼې مو هيڅ خوند نشته
    هيله ده ليکبڼه مو بدله کړئ، داسې چې لوستونکي ليکنې ښې، اسانه او پرته له ستونزې په ارامۍ او راحت ولوستلی شي
    په درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸