Categories

اعلان

Loading…

په میدان وردک کې د سپو پر جنګولو بندیز ولګول شو

۱۳۹۳/۱۱/۱۴

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د مسؤلینو له لورې د سپیو پر جنګونې د بندیز پرېکړه شوه .

جلریز د میدان وردګو ولایت له هغو ولسوالیو څخه وه،چې تر ټولو زیات په کې د سپیو جنګیدو نندارې جوړېدې،چې له امله یې وخت ناوخت شخړې هم رامنځته کېدې .

د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله حیدري وایي د ولسونو په غوښتنه یې نظامي شورا پرېکړه وکړه،چې له دې وروسته به په دغه ولسوالۍ کې هیچا ته اجازه ورنکړي،چې سپي وجنګوي .

ده زیاته کړه،د دغه پرېکړې په پلي کولو کې امنیتي منسوبینو سربیره د سیمې قومي مشران ور سره زیات همکار دي او دوی خپل اولسونو ته پيغام رسولی ترڅو له سپیو جنګولو څخه ډډه وکړي .

دا په داسې حال کې ده،چې یوه میاشت وړاندې په بادغیس ولایت کې ۱۵ تنو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته،چې د سپیو جنګولو له امله یې لفظي شخړه پیدا او وروسته یې بر یو بل ډزې وکړې

اسلامې شريعت پر حيواناتو باندې ظلم کول ، د هغه په جنګ اچول او د هغه نښه او هدف ګرځول حرام کړي دي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

92 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *