Categories

اعلان

Loading…

زموږ د شعر اوسنۍ کره کتنه/ اسدالله غضنفر

په تېرو زمانو کې د ادبي اثارو کره کتنه تر ډېره حده د بلاغت د اصولو په اساس وه. بلیغ کلام هغه دی چې په اورېدونکي باندې اثر پرېباسي او د اثر اچولو لپاره لازمه بلل شوې وه چې کلام د اورېدونکي یا لوستونکي د حال مطابق وي. مثلا هغه لیکنه چې په دېرش کلن ځوان اثر کوي، په لس کلن هلک یې شاید ونه کړي. یا د غمزاري ژبه بېله او د مبارکي بېله پکار ده. د دې لپاره چې یو کلام په مخاطب باندې اثر واچوي، دا هم لازمه ده چې کلمې یې سمې وي. مثلا کلمې دې د جملې په هغه ځای کې راغلې وي چې د ژبې د ګرامر غوښتنه ده، ویل دې یې اسانه وي چې ژبه ورسره په تکلیف نه شي او نا اشنا دې نه وي چې په معنا یې پوه شو. دغسې کلمو ته فصیح وایو او هر هغه کلام چې په نورو اثر اچوي، هم د مخاطب حال ته پکې پام شوی وي او هم له فصیح کلمو رغېدلی وي.

پخوانود کلام د اثرناک والي لپاره ځینې طریقې او تخنیکونه موندلې دي چې په بدیع، بیان او معاني کې یې مطالعه کوو. زموږ پخوانو د ښه شعر د معلومولو لپاره په دغو تخنیکونو او صنعتونو ډېره تکیه کوله. د دوی لپاره شعر هغه کلام و چې وزن او قافیه یې لرله او ښه شعر هغه و چې بدیع، بیان او معاني ته پکې پام شوی و.

دولت شاه سمرقندي په تذکرة الشعرا کې ( نهمه هجري پېړۍ ) په امیرخسرو دهلوي نیوکه کوي چې شعر یې تصنع نه لري او بدیعي صنایعو ته یې توجه نه ده کړې.

د بلاغي پوهنو د درې ګونو څانګو ( بدیع، بیان او معاني) په اساس د شعر کره کتنه تر اوسه پورې زموږ د کره کتنې اصلي جریان دی.

په دې کې شک نشته چې بلاغي علوم د کره کتنې لپاره ډېر مهم دي، مګر زموږ د بلاغي نقد یو عیب دا دی چې اکثره وخت په همدغو دریو څانګو کې له پخوا راهیسې موجودو نیمګړتیاوو ته انتقادي نظر نه کوو او بس په دې پسې ګرځو چې د پلاني شاعر په شعر کې پلانی صنعت شته. ایا دا صنعت په رښتیا د ښکلا په پیدا کولو کې برخه لري او که هسې په پخوانو کتابونو کې راغلی او موږ په پټو سترګو منلی دی؟

زموږ د بلاغي کره کتنې بل عیب دا دی چې په شعر کې به هر صنعت یا هر جز ته جدا جدا ګورو خو د شعر د ټولو اجزاوو تر منځ پیوستون او واحد وجود ته به خاص پام نه کوو. مثلا دې ته به ګورو چې قافیه یې د قافیې د فن مطابق ده او کنه، خو دې ته به نه ګورو چې دغه ډول قافیه د شعر له ټولې موسیقي سره څومره سمون خوري او د شعر ټوله موسیقي د معنا په رسولو کې څومره برخه لري؟

د دې ډول کره کتنې یو لوی عیب دا هم دی چې د ژوند د هغې تجربې په برخه کې ډېر څه نه وایي چې دغه صنعتونه یې د بیانولو لپاره پکارېږي. ایا شاعر په رښتیا د ژوند یوه تجربه او معنا راښیی، که خبره یې هسې د صنعت د استعمال لپاره کړې ده.

موږ د دې وروستۍ نیمګړتیا د پوره کولو لپاره یو بل ډول کره کتنه لرو چې اخلاقي تنقید یې بولو. دغه ډول کره کتنه د بلاغي هغې غوندې د پخواني یونان او روم له زمانې راروانه ده. افلاطون ته معمولا د اخلاقي نقد د سرلاري په سترګه کتل کېږي. دغه نقد ادبي آثارو ته تر ډېره حده له دې نظره ګوري چې اخلاقي ارزښتونو ته یې څومره خدمت کړی دی. مثلا دا خبره به مهمه ګڼل کېږي چې شاعر د سخاوت، صداقت یا عفوې ستاینه او د دروغو، غیبت یا بخل غندنه کړې وي.

شعر د اخلاقي فضایلو د رواجولو لپاره ډېر خدمت کړی دی. د انګرېز شاعر شیلي ( په ۱۸۲۲ کې مړ) دا خبره له حقیقته خالي نه ده چې : د اخلاقو بنیاد واعظانو نه بلکې شاعرانو ایښی دی.

البته، زموږ په اخلاقي کره کتنه کې ډېر ځله دې ته نه کتل شوي چې اخلاقي درس یې وچ په وچه وړاندې کړی دی او که د هنر په جامه کې؟

له بلې خوا زموږ په اخلاقي کره کتنه کې د اخلاقو د مفهوم نسبیت ته چندان توجه نه کېږي. هغه خبره چې دوه سوه کاله مخکې عیب ګڼل کېده، اوس به عیب نه وي او برعکس. کاظم خان شیدا ډېر اخلاقي انسان دی مګر په دېوان کې یې شیعه وو ته په بده سترګه کتل شوي دي او له مزدورانو او لاس لاندې کسانو سره د شدت توصیه کوي.

اوسنی شاعر که دغسې افکار ولري، سختې نیوکې به ورباندې وشي خو د شیدا په زمانه کې د هغه د اخلاقي نظریې دغسې کمزورۍ د زغمولو وړ وې. په پخوا زمانو کې چې د پرمختللې ټکنالوژي نشتوالي د دنیا خلک ډېر سره غوټه کړي نه وو او د ولسونو ارتباط خورا کم و، مذهبي یا قومي نفرتونو ډېر جنجال نه جوړاوه. دغه راز په تېره زمانه کې دا عامه نظریه وه چې لاسبري کسان د شدت حق لري او بلکې شدت ورته پکار دی. شیدا وایی:

نرم چوب وي همېشه غذا د کرم
شیدا مه شه مرد خالي له سیاسته

د وخت په تېرېدو سره د ټولنې نظرونه، غوښتنې او اړتیاوې بدلېږي. په تېره زمانه کې چې د وږي د مړولو لپاره مختلفې لارې نه وې ، د وګړي د سخاوت ستاینو ته ډېر ضرورت و خو اوس د ټولنې له نظامه غوښتنه کېږي چې وګړیو ته کار پیدا کړي اومهارتونه ورزده کړي او که څوک له لوږې مري، په ټولنه یې حق دی چې ویې ژغوري. دغو تغییراتو د وګړي د سخاوت اهمیت کم کړی او ماهیت یې ور بدل کړی دی.

په نولسمه پیړۍ کې په اروپا کې د رومانتیزم پیروانو وویل چې هره زمانه خپلې تقاضاوې لري، موږ څه مجبوریت لرو چې د روم او یونان د اصولو رسۍ په غاړو وګرځوو؟ همدا وجه وه چې د رومانتیک مکتب په نقد کې د شاعر او لیکوال د خپلې زمانې مطالعې ته توجه ډېره شوه، له بلې خوا په نولسمه پېړۍ کې ساينسي علومو چټکه وده کوله، ساينس پوهانو به د طبيعي پېښو د علتونو موندلو ته ډېر اهميت ورکاوه. ادبپوهانو د هغوى په پيروي د شعر عامل يعنې شاعر (د شاعر ژوند او شخصيت) ته توجه ډېره کړه.موږ د اروپا له پرمختگونو په شلمه پېړۍ کې خبر شوو او د شلمې پېړۍ په ادبې څېړنو او نقد کې مو د شاعر د ژوند او زمانې مطالعې ته ډېر پام وکړ. زما په نظر زموږ دغه ډول کره کتنه ځینې عیبونه لري:

یو دا چې زموږ په دغسې اکثرو نقدونو کې هنري او ادبي مقصد هېر شي او لیکنه د هغې زمانې په تاریخ بدله شي. د روښانیانو ا و درویزه یانو په باره کې یا د خوشحال خټک په باره کې زموږ اکثره لیکنې له ادبي تحقیقاتو سره لږې او له عمومي تاریخ سره زیاتې مربوطې دي.

بله دا چې د شاعر د ژوند او د هغه د زمانې ځینو محدودو اړخونو ته ګورو. مثلا دا راته مهمه وي چې د شاعر د زوکړې او مړینې نېټې معلومې کړو، د هغه قبیله، شجره او اولاد وپیژنو، د هغه د زمانې د واکمنو نومونه واخلو او که پیر لري د پیر ذکر یې وکړو، مګر د خپلو پخوانو شاعرانو د وخت د پسولونو، لباسونو، خوراکونو، اجتماعي آدابو، دودونو، ارزښتونو، طبقاتي روابطو یا مثلا تعلیمي نظام له مطالعې سره مو خاصه دلچسپي نه ده ښودلې.

د شاعر د ژوند او شخصیت د مطالعې لپاره له ځینو نورو پوهنو مثلا ارواپوهنې یا سبک پوهنې ډېره ښه استفاده کېدای شي چې مونږ دا کار نه دی کړی. یو شاعر که یو اخلاقي صفت یادوي دا ضرور نه ده چې دی دې همدا صفت ولري، ارواپوهان وایي چې یو څوک ممکن هغه څه ډېر یاد کړي چې نه یې لري.

دا جمله مشهوره ده چې سبک یعنې شخصیت. د یوه شاعر له خپل انفرادي سبک سره ښه بلدتیا مو ممکن د هغه زړه ته ورکوز کړي او د هغه د شخصیت په پټو رازونو مو خبر کړي. په سبک پیژندنه کې د سم متن په برابرولو کې هم ډېره ښه استفاده کېدای شي. څو کاله پخوا ما د رحمان بابا د سبک په باره کې مطالعه کوله. هغه وخت مې په دې یقین راغی چې که د رحمان بابا سبک ښه وپیژنو، د رحمان بابا په دیوان کې به د هغو غزلونو د شاملولو یا نه شاملولو په اړه پرېکړه راته خورا اسانه شي چې په بابا پورې انتساب ته یې د شک په سترګه ګورو.

ځینې کسان شاید ووایي چې د شاعر د ژوند او زمانې په باره کې معلومات د هغه د وخت د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي تاریخ د لیکلو لپاره پکارېږي، نه د هغه د شعر د هنري ارزښت د معلومولو لپاره. خو دا نظر سم ځکه نه دی چې که موږ یوه زمانه ونه پیژنو د هغې زمانې د ادبیاتو سمه پیژندنه راته مشکله کېږي او کله چې یو متن سم نه پیژنو قضاوت هم ورباندې سم نه شو کولای.

د متن تصحیح زموږ د تنقیدي کار یو بل اړخ دی. پخوا چې مطبعې نه وې، په لاس لیکل شوي آثار به څو کاله وروسته وشړېدل او بیا لیکلو ته به یې ضرورت پیدا شو. دغه بیا لیکنه به کاتب کوله او د کاتب د سواد کچه، دقت، حوصله، لهجه، ذوق او نظریات هغه عوامل وو چې د متن د پخوانۍ بڼې په ساتل کېدو یا نه ساتل کېدو یې اثر درلود. معمولا به هر متن په هر ځل لیکلو کې یو څه بدلېده. د متن پیژندونکو لوی مقصد دا دی چې داسې متن برابر کړي چې تر وسه وسه اصلي نسخې ته نږدې وي.

د خوشحال خټک دا بیت مشهور دی:

په سوات کې دی دوه څیزه که خفي دی که جلي
مخزن د دروېزه دی او دفتر د شېخ ملي

د قلمی نسخو د ځینو پوهانو په قول د دغه بیت د ( څیز) په ځای په قلمي نسخو کې ( کفر ) راغلی دی خو څرنګه چې استاد دوست محمد خان کامل مرحوم د ډېرې کلکې عقیدې څښتن و، د شېخ ملي د دفتر او د اخون دروېزه د مخزن الاسلام لپاره یی د ( کفر) کلمه مناسبه ونه بلله، په ( څیز) یې واړوله او اوس دغه بیت په اړولې بڼه مشهور شوی دی. کامل مرحوم په شلمه پیړۍ کې د پښتو متن پوهنې تر ګردو دقیق او امین استاد بللای شو خو ان د هغه غوندې کس هم ممکن په متن کې تصرف وکړي. نوپخوانو کاتبانو او د متن غیرمسلکي تدوین کوونکو به څومره تصرفات کړي وي!

د استاد کامل او څو نورو ګوته په شمار متن پوهانو په لاس له تهیه شویو متنونو پرته زموږ اکثره چاپ شوي کتابونه له بلا شمېر تېروتنو ‌ډک دي.

البته، د متن تصحیح یوازې له قلمي نسخو سره تعلق نه لري، زموږ د چاپ د زمانې اکثره کتابونه هم ګڼې تېروتنې لري چې پکار ده ځوان متن پیژندونکي دې اړخ ته پام واړوي او په تېره بیا د مهمو آثارو د سم متن تهیه کولو ته وخت ورکړي. د ادبپوهنځي محصلانو ته د چاپ شویو متنونو ورکول او د متنپوه استاد تر څارنې لاندې د هغو د سمون چارې ورسپارل به څو اړخیزې ګټې ولري.

هغه کسان چې د متنونو په تصحیح بوخت دي، په حقیقت کې نورو کره کتونکو ته د سمې ارزونې لار پرانیزي. زموږ اکثره متنونه د ګڼو تېروتنو په وجه د نقادانو د کار مخه نیسي. څه موده دمخه مې وغوښتل چې د منشي احمد جان د نثر په باره کې یو څه ولیکم خو په چاپ شویو کتابونو کې دومره تېروتنې وې چې د لیکلو شوق او جرات یې رانه واخیست.

زموږ د شعر د اوسنۍ کره کتنې په دغو اصلي جریانونو سربېره د نقد له ځینو نورو ډولونو مثلا له فورمالیزم، نوې کره کتنېNew Criticism ( چې اوس نو په دنیا کې نوې نه ده او پنځوس، شپېته کاله پخوا یې د ځوانۍ وختونه وو)، ارواپوهنیزې کره کتنې، مارکسي کره کتنې او اسطوره اي نقده هم یو څه او اکثره وخت نیمګړې استفاده شوې ده خو د اوسنۍ زمانې د نقد له ځینو نورو مشهورو نظریو مو نه یوازې عملي استفاده نه ده پیل کړې بلکې د هغو په باره کې نظري معلومات هم زموږ په ژبه کې په نشت حساب دي.د سټرکچرلیزم، فمنیزم، پوست مدرنیزم، نوې تاریخولي New Historicism، هیرمنوتیک او نورو نظریو معرفي او په کره کتنه کې ورنه استفاده به زموږ په ټولنه کې فکر، فرهنګ او ادبیات د پرمختګ نوي پړاو ته داخل کړي.

10 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *