Categories

اعلان

Loading…

کتاب سوځوونه / آصف بهاند

د عربي هیوادو داعشیان

او زموږ د وطن ټوپکیان

د جګړې له توري نه وروسته په قوس کې وژنه، وینې تویول، لوګي، تباهي او ورانی لیکل کیږي. جګړه هر چیرې او هر وخت کې چې وې، جګړه ده. آبادي په کې نه شته، ورانی دی او خرابي. رښتیا یې ویلي دي: «په جګړه کې آسونه نه چاغیږي»

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه مې د بي بي سي په ویبپاڼه کې یو مطلب ولوست چې داعشیانو په خپل قلمرو کې کتاب سوځول پیل کړي دي. د بي بي سي په ګزارش(په موصل کې د داعش کتاب سوځونه) کې د داعشیانو د کتاب سوځونې په باب راغلي دي چې د عراق په شمالي ښار موصل کې داعشیانو د دوو زرو شاو خوا کې کتابونه، د غیر مذهبي کتابونو په نامه له کتابتونونو څخه را ایستلي دي. اوس د دې ډار شته چې د عراقي ورځپاڼو هغه کلکسیونونه چې یوه پیړۍ پخوا خپاره شوي وو، له منځه نه وي تللي.

عیني شاهدانو ویلي دي چې وروسته له هغه چې داعشیانو له مرکزي او عمومي کتابتونونو څخه کتابونه وایستل، خلکو ته يې ویلي چې کفر آمیزه کتابونه باید وسوځول شي.

)http://www.bbc.co.uk/persian/world/2015/01/150131_l26_iraq_mosul_library_books_islamic_state_isis(

د دې مطلب په لوستلو سره مې د خپل وطن ټوپکیان او له کتاب او کتابتون سره یې چلن را په زړه شو او د ککرې په کومبزه کې مې د خپل وطن جګړه، د جګړې اور او لوګي یو وار بیا تاو را تاو شول. ټولې هغه نا خوالې، نا دودې او نا کردې چې ټوپکیانو کابل ته او افغانستان ته په راتګ سره کړې وې، یو وار بیا لکه بریښنا زما د سترګو او ذهن په آیینه کې را ښکاره شوې او ډیر ژر مې دوه منفي یادونه د ذهن له تا خانو څخه را بر سیره شول:

یو دا را په زړه شول چې د نجیب الله د حکومت له سقوط سره سم کله چې ټوپکیان د کابل په بیلابیلو سیمو کې حاکم شول او په خپل منځي جګړو یې پیل وکړ، نو کله به یې چې د خلکو او یو د بل غولولو او خپلو اکمالاتو په غرض د څو ساعتونو او یا څو ورځو له پاره اور بند سره وکړ، نو د بیکارۍ په وخت کې به یې کوڅه ډب سپي او لارویان په نښه ویشتل. دا پیښه ما نه اوریدلې ده او نه مې په کوم کتاب کې لوستلې ده، بلکې زما د سترګو لیدلی حال دي چې زما د اوسیدلو په ځای کې، کابل پوهنتون ته ور څیرمه د دهبوري په سیمه کې ایله جاري او خپلسرو ټو پکیانو تر سره کوله.

او بل مې دا را په یاد شول چې د کابل د نوي ښار په سیمه کې د افغانستان د لیکوالو په ټولنه کې د همدې ټو پکیانو د یوې ډلې له خوا د لیکوالو د ټولنې له ګدامونو څخه په زرګونو کتابونه را ایستل کیدل او د کفري کتابونو په نامه سو ځول کیدل. دا هم لکه د دهبوري پيښه نه اوریدل شوې او نه هم په کوم کتاب کې لوستل شوې ده، بلکې د هغه وخت د لیکوالو د ټولنې څو تنو غړو په خپلو سترګو لیدلې ده او یو له هغو نه چې شاعر او لیکوال هم دي، دا د سترګو لیدلی حال په هنر مندانه ډول لیکلی دی. دا شاعر او لیکوال پرتو نادري دی.

پرتو نادري د خپلو سترګو لیدلی حال په ډیر سوز ناک هنري ډول د« کتاب سوزان در انجمن نویسندګان افغانستان » تر عنوان لاندې لیکلی دی. د ده دا لیکنه د سویدن له ستاکهولم نه په خپریدونکې «فردا» مجله کې زما له نظره تیره شوې ده. د دې لیکنې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«په پای کې ټوپکیانودافغانستان د لیکوالو ټولنې د رییس دفترهم قبضه کړ او موږ ټولو د انجمن د تحریراتو رییس، سید حاکم دفترته ورپه څټ شوو. د افغانستان د لیکوالو په ټولنه کې دا زموږ وروستی سنګرو، که کومه ورځ داسې شوي وای چې موږ دا کوټه هم له لاسه ورکړې وای، نور به د لیکوالو ټولنه یوازې یوه عسکري قطعه وه اوبس.

کوټه ډیره وړه وه او د افغانستان د لیکوالو ټولنې پاتې غړي مجبور وو، چې خپلې ورځې په کې تیرې کړي.

یو قومندان او د هغه نږدې یار، د افغانستان د لیکوالو ټولنې له ریا ست نه د خوب کوټه جوړه کړې وه. د ریاست په کوټه کې د چهارمغزله درانده لرګي څخه جوړ، یو غټ میز ایښودل شوی و، چې ښکلي اوزړه وړونکي نقشونه پرې کیندل شوي وو…

دا میز له لويې حوصلې، د مجاهدینو د دوران له ټپونو او ناخوالو سره، د طالبانو دورې ته هم په میراث پاتې شو. ښايې یو دلیل یې دا وي چې د دروندوالي په وجه یې رستم ډولی سړی په کار و، چې بل ځای ته ولیږدول شي…

د ټوپکیانو قومندان له دې میزنه د خوب د کټ استفاده کوله او موږ په ورځو، ورځو لیدل چې یو څوک پرې ویده وي.

کله چې د۱۳۷۱ لمریز کال ژمی راورسید، د دې میز ترڅنګه بخارۍ کیښودل شوه. د بخارۍ خوله د بې ادبانو د خولې په څیر، تل خلاصه وه.

عجیبه بخارۍ وه، کتابونه یې لوستل. اوشپه او ورځ یې لوستل، خو د شپې له خوایې په رښتیا ډیره مطالعه کوله. لیکه په لیکه یې لوستل نه کول، بلکې فصل، فصل او ټوک، ټوک مطالعه یې کوله. وازه خوله يې درلوده او له کتاب نه يې یوازې درې پایلې تر لاسه کولې:

تودوخه، لوګي او ایرې.

د رییس کوټه چې نور د قومندان د خوب کوټه وه، کله به چې موږ د دې کوټې د کړکۍ له مخې تیریدلو، تر سترګو لاندې به مو دې عجیبې بخارۍ ته کتل، لیدل مو چې بخارۍ پر له پسې مطالعه کوي … »(پرتو نادري، کتاب سوزان در انجمن نویسندګان افغانستان، فردا (مجله)، ۱۳۸۱، د سرطان او اسد ګڼې، شلم مخ.)

زموږ ټوپکیان به چې د اور بند په موده کې کې له جګړې بیکاره شول، نوکوڅه ډب سپي او لارویان به یې په نښه ویشتل او اوس چې د داعشیان غوږونه د څلویښتو هیوادونو د ایتلاف له بمباریو لږ آرامه شي، نو یا خپل اسیران آزاروي او سرونه ور نه غوڅوي او یا په داسې نویو لوبو لاس پورې کوي چې هیڅ څوک یې انتظار ونه لري چې اوسنۍ کتاب سوځوونه یې یوه بیلګه ده.

څنګه چې زموږ د وطن د ټوپکیانو او د عربي هیوادونو د داعشیانو ډیری کارونه سره ورته دي، نو د دې له پاره چې د دوی په حق کې جفا نه وي شوې، نو ښايي چې سکني ورونه او د یوې لارې لارویان وګڼل شي.

21 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *