Categories

اعلان

Loading…

په لغمان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې دفتر پرانیستل شو

د لومړي ځل لپاره په لغمان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې دفتر د لغمان سرپرست والي او د کابل څخه د راغلي پلاوي له لوري پرانیستل شو.

هغه مراسم چې په همدې موخه نن په لغمان ولایت کې جوړ شوي ول پر لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي سربیره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او سرپرست خان جان الکوزي، د یادې ادارې عامل رئیس او ورسره پلاوي او دغه راز د ننګرهار او لغمان یو شمیر ملي سوداګرو او د ولایتي ادارې ځینو چارواکو په کې هم ګډون درلود.

پیل کې خان جان الکوزي د خپلې ادارې د چارو او د خصوصي سکتور د ودې او پرمختګ په اړه لغمان سرپرست والي ته معلومات وړاندې کړل او تر څنګ یې یاده کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دولت او د خصوصي سکتور تر منځ د یو ارتباطي پل حیثیت لري.

ښاغلي الکوزي په خپلو خبرو کې د لغمان سرپرست والي له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لغمان د څانګې لپاره د ځانګړې شوې ځمکې او د لویو جلسو لپاره د ولایت مقام د یو تالار په واک کې ورکولو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې د دوی ولایتي څانګه به په لغمان کې د پانګونې په خاطر د ملي پانګوالو په تشویق او جذب کې اهم رول ولوبوي او په ملي او نړیواله کچه به هڅه وکړي چې د لغمان د صنعتي او زراعتي محصولاتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابره کړي.

ورپسې د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د خپل ماموریت په دوره کې د دغه دفتر پرانیسته یوه مهمه لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې ولایتي اداره به په تمامه مانا هڅه وکړي چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د کار ښه زمینه برابره کړي. ډاکتر مجددي په دغه برخه کې د ولایتي ادارې له لوري د پراخې همکارئ ډاډ ورکړ.

دغه راز ښاغلي مجددي په لغمان ولایت کې د خفیفه او ثقیله صنعتي پارکونو لپاره د پراخې ځمکې شتون ته په اشارې په خپلو خبرو کې پانګوالو و هڅول تر څو په دې ولایت کې پانګونه وکړي.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *