Categories

اعلان

Loading…

دیوان کاظم خان شیدا/ محمدمعصوم هوتک

دیوان کاظم خان شیدا د( اداره اشاعت سرحدپېښورقبلئيز پاکستان) له خواپه (منظورعام پریس پېښور) کي د۱۹۶۵ ع کال په مئي کي دپنځوسووټوکوپه شمېرچاپ سوی دئ. دکتابت چاري ئې سیدحضرت شاه سرته رسولي دي اوددیوان دترتیب اوتدوین کارهمیش خلیل کړی دئ. مقدمه ئې هم ده لیکلې ده. دېوان پرخړکاغذچاپ سوی دئ اودسره رنگ کلکه وقایه لري.

ددیوان په الف مخ دکتاب نوم اودمرتب نوم اوپه (ب مخ)کي دکتاب پېژندنه راغلی دئ. ورپسې فهرست (۲ مخه) اوبیادهمېش خلیل ( هـ، خ) په قلم  یوه لنډه لیکنه (۳مخه)راځي. دلیکني سرلیک (دادیوان) دئ. په دې لیکنه کي ښاغلی همېش خلیل د۱۹۵۳ ع کال حالاتو” زبون ماحول” ته اشاره کړې ده اودهغې په ترڅ کي ئې د” ادبی ټولی پېښور” په لائبرېرۍ کي دکاظم خان شیدادیوان دیوې قلمي نسخې دموندلو، په کابل کي دعبدالرؤف بینوا په لاس دکاظم خان شیداددیوان دترتیب اوتدوین کولو اوڅه موده وروسته دخلیق صاحب په هڅونه دکابل چاپ اودلائبرېرۍ دقلمي نسخې له مخه ددغه دیوان دبیاچاپولو په باب لنډ معلومات راوړي دي. په هغوکي ددیباچې په لیکلوکي د دوست محمدخان کامل مومندڅخه د”مفیدومشورو” او دپروف په لوستلوکي دخپل شاگرد جهانگیرخان له همکارۍ څخه “شکریه اداکړې ده”.

تردغي لنډي لیکني وروسته د” کاظم خان شیدا او دهغه فن” ترعنوان لاندي یوه اوږده څېړنیزه لیکنه راځي چي داهم دهمیش خلیل په قلم ده اویوویشت مخه ئې نیولي دي. په دې کي ئې دخټکوقبیلئ دنیکه لقمان څخه خبره رانښلولې ده اوورپسې دکاظم خان شیدا دپلار ونیکه  اونورژوند و ژواک، دکور کلي دپرېښوولو اودهغه دشاعرۍدشکل اومحتواپه باب دهغه وخت دمیسرو مدارکوپه استنادگټوري خبري کړي دي. تردغه تفصیلي بیان وروسته ددیوان متن شروع کېږي اوپه ۲۶۴ مخونوکي پای ته رسیږي. ترمتن وروسته لغتنامه ” فرهنگ” راځي چي  ۶۳ مخه ئې په نیولي دي. کتاب پرڅلورمخه غلطنامه باندي پای ته رسېدلی دئ.

لکه وړاندي چي مي ولیکل، دکاظم خان شیدا ددېوان دغه چاپ له یوې چاپي اوبلي خطي نسخې څخه ترتیب سوی دئ ، خوپه سریزه او نورولیکنوکي صرف ددغو دوونسخویادونه کوي او معرفي کوي ئې نه. دمتنپوهني یومهم اصل خودادئ چي دمتن برابرولوپه وخت کي ترکارلاندي نسخې بایدمعرفي سي، ځانگړتیاوي ئې بیان سي، لیکدودئې وښوول سي، داستنساخ وخت ئې څرگندسي.

ددیوان مرتب وایي چي ” دکابل چاپ نسخه اګرکه ډیره نیمګړتیالری خودانیمګړتیامادپورته ذکرشوې نسخې نه پوره کړه.” ( و ــ مخ) داچي دکابل چاپ نیمگړتیائې پوره کړې ده،  داخوئې ډېرښه کړي دي، خودنیمگړوځایونوښوول ئې هم بایدله یاده ایستلي نه وای. کره کتونکی نه پوهېږي چي کم (کوم) ځای نیمگړی دئ؟ او کمه (کومه) برخه ئې بشپړه سوې ده؟

په متن کي ئې اته ویشت مخونه حاشیې لري، خو داحاشیې نسخه بدیلونه نه دي، بلکي په شعرکي دراغلواشخاصواوځایونو لنډه پېژندنه ده. د۱۹۷ مخ او ۲۳۷ مخ حاشیې ئې دبېنواچاپ په حواله کښلي دي.

لغتنامه ئې  ښه مفصله او دالفبې پر ترتیب اوډل سوې ده. لوستونکوته به معلومه وي چي دکاظم خان شیدا کلام له خوراډېرو اوځای ځای بې ضرورته فارسي اوعربي لغتونو ډک دئ. دغه لغتنامه دډېرو لغاتوپه حل کي مرسته کولای سي.

دادېوان که څه هم دمتنپوهني پر اصولوسل په سلوکي برابر نه خيژي، خوپخپل وخت کي دکابل ترچاپ دډاډ وړ متن دئ.

1,188 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2