Categories

اعلان

Loading…

ولې د قومي  او ژبنیز سیاست  بازار ګرم  دی ؟ \ رباني وحدت

سیاست د قدرت  د لاسته راوړلو اوساتلو  لوبه ده، د علمیت، شتمنی، مهارت ترڅنګ د قدرت د لاسته راوړلو یوه لاره هم  په ټولنه او خلکو کې د نفوذ، درنښت او محبوبیت درلودل دي ، په همدې اساس سیاستوال هڅه کوي، چې د خلکو د هیلو، غوښتنو او اړتیاو په پام کې نیولو سره د بېلا بېلو شعارونو، میتودونو او  وسایلو په  مرسته  خلک  په ځان  راټول کړي .

په نورو هیوادونو کې هغه سیاستوال او مشران دخلکو  په زړونو کې ځای پیدا کولای شي، چې د سپیڅلتیا ، علمیت، مهارت  ترڅنګ  ،  ملي ګټو ، ارزښتونو  او قوانینو ته  ژمن او  وفادار وي . ، مګر له بده  مرغه زیاتره  افغانان د خپلو قوم  دهغه  سیاستوال  او مشر ملاتړ کوي، چې  ملي ګټو او قوانینو  پرځای  قومي او ژبنيزو  ګټو  ته لومړ ېتوب  ورکوي .

دا  تریخ حقیقت  او  واقعیت  باید ومنو هرڅومره، چې یو سیاستوال  او مشر ډېر متعصب او قوم  پالونکی  وي  په  همغه اندازه  يې په خپل  قوم  کې  نفوذ او  ملاتړ  ډېر وي ، ددې  خبرې د ثبوت لپاره  ګڼ  شمېر ژوندی  بېلګې  وجود لري .همدارنګه  د نورو  ولسواکو هیوادونو بله  ځانګړنه  داده ،چې هلته  سیاسي ګوندونه  او سیاستوال  د ملي سیاست  په چوکاټ  کې  فعالیت کوي  او د ملي  ګټو په چوپړ کې  وي ؛خو برعکس په افغانستان  کې زیاتره سیاسي  ګوندونه  دملي ګټو  پرځای د  قومي او ملاتړ کوونکو هیوادونو د ګټو لپاره کار کوي، همدا لامل  دی، چې د هیواد زیاترو سیاستوالو او مشرانو د ملي سیاست  پرځای قومي سیاست ته مخه کړيده .

قومي  ټیکادران  قومي او ژبنیز سیاست د خپل  قوم د سوکالۍ او ښیرازۍ لپاره  نه کوي بلکې د قوم، ژبې  او سمت څخه  خپلو سیاسي او شخصي  ګټو ته د رسیدا لپاره د یوې وسیلې په توګه  ګټه اخلي  او د همدې  قومي او  ژبنیز سیاست په برکت  نن د شهرکونو ، لوړپوړیزو ودانیو ، لس ګونو لوکسو موټرو …. او سیاسي قدرت  خاوندان  دي .ځکه  دوي پدې  پوهیږي ،چې  اوس  د ملي سیاست  پرځای د قومي سیاست  سیزن  دی .

داچې د هیواد زیاتره سیاستوال او مشران زمونږ له ملاتړ او احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي ،یوازې دخپلو ځانونو دسوکالۍ او پرمختګ په فکر کې  دي ،نو نور باید اجازه ورنه کړو چې دا قومي سوداګر زمونږ په سرنوشت لوبې او معاملې وکړي .

په هرصورت افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی ، هرافغان ددې ګډ کور پر وړاندې ایماني ، حقوقي او وجداني مسووليت لري . ددې ګډ کور ابادول ، سوکالي ،خپلواکي ، پرمختګ ،ثبات، امنیت او نیمګرغي هغه وخت شوني ده، چې دافغانانو ترمنخ د کرکې او تعصب درول شوي د ېوالونه ونړول شي او ټول افغانان یوبل ته د ورورولۍ او همکارۍ رښتیني لاسونه ورکړي ،هغه سیاستوال او مشران له ټولنې وشړل شي ،چې دتعصب او نفاق په بل شوي اورباندې د خپلو شومو موخو لپاره تېل پاشي او د هغو سیاستوالو ننګه او ملاتړ وشي ،چې فکر ، احساس او سیاست يې ملي وي.

پوهیالی رباني وحدت

د خوست شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد.

262 total views, 1 views today

1 comment

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    بوهيالي صاحب ستا خبره درسته ده مكر كه سياست مداريان خبلي شخصي كتي دعامو كتو قرباني نه كري دا كارد كيدونكي دي.داسياست مداريان دبيسو به راجمعه كولو كي دي نه دملت به غم كي سر دردي خانته نه بيدا كوي.شخي كتي غواري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2