Categories

اعلان

Loading…

د ټولنیزو او کلتوري کمښتونو بدلون او اصلاح/ محمد عارف رسولي

د ملتونو انسانان، قومونه، سازمانونه، سیمې او نور ګروپونه د یو څه توپیرونو سره سره زیات ګډ کلتوري، ټولنیز او سیاسي ارزښتونه لري. دا ځکه چې ټولنه په ګډه کلتور ته وده ورکوي او کلتور بیا په خلکو یوشان اغیزه کوي. نو په ځای خبره ده چې هر ملت، دهغوي پوهان، فرهنګیان، لیکوالان او شنونکي د ځان، خپلو خلکو او ټولنو د اصلاح لپاره لمړئ خپلو ګډو مثبتو او منفي کلتوري عادتونو او ځانګړتیاوو ته ښه ځیر شي. ښه اړخونه یې لا ټینګ کړي، او د منفي اړخونو د بدلون لپاره چې هغوي وروسته پاتې ساتي هم کره ارزونې، مطالعې او بحثونه وکړي او د منفي انګیرنو د اصلاح او بدلون لپاره د یوه منظم کلتوري او ټولنیز پروګرام له مخې په ګډه هڅې وکړي.

څنګه بدلون غواړو

کله چې وایو بدلون او تغیر غواړو باید ټولو خلکو ته ښه روښانه وي چې څنګه او د څه بدلون غواړو. هغه څه چې غواړو بدل یې کړو باید ویې پیژنو. آیا له بدلون څخه مو موخه د افغاني کالیو په ځای دریشي اغوستل او نیکتایی اچول دي، که غواړو خپلې قوارې بدلې کړو او یا غواړو چې د خپلو خبرو کولو لهجې ته بدلون ورکړو او که مو مطلب د کوم بل شي بدلون دئ؟

ټول پوهیږو چې هغه بدلون چې د اصلاح لپاره پکارده او د قرآني نص موخه هم ده هغه بدلون په اصل کې د درواغو، منکراتو، غبن، رشوت، فریب، د حرامو خوړل، دوه مخي، خیانت، د عامه شتمنیو له غصب څخه ځان ساتنه او د قول او عمل یو والئ دئ. له اصلي او اړین بدلون څخه مو موخه داده چې خپلو تیرو کړو وړو ته وګورو، تر وسه وسه خپل بد عادتونه او غلطې کلتوري انګیرنې بدلې کړو. د خپلو ګټوپه ځای عامه ګټو ته اهمیت ورکړو، په وعدو وفا وکړو، د هیواد د ابادۍ لپاره د قربانۍ په وخت کې په لمړي قطار کې او د امتیاز اخیستو په وخت کې په اخر صف کې ودریږو. دا کار باید زموږټول انفرادي کسان، زموږ ټول ټولنیز، سیاسي او مدني سازمانونه وکړي. که مو دا تغیر په ځان کې راوست نو په دنیا او اخرت کې به له رسوایۍ څخه نجات ومومو او بریالی په شو.

د بدلون لپاره بنسټیز کارونه

دټولنو د کلتوری او فرهنګي کمښتونو بدلون او اصلاح یوه اوږده پروسه ده، ښې تحلیلی پوهې، علمي او کلتوري کار، غوره تګلارې، ریښتینولۍ، زغم، د وړتیا لرونکو ریښتینو رهبرانو او کدرونو ته اړتیا لري. د ارثي لاملونو ترڅنګ چې د چا په کنترول کې نه وي خو د چاپیریال، ښوونې او روزنې، کلتور، فامیل، همزولو او نورو اثر د انسان په شخصیت هم خورا زیات دئ. همدارنګه، دانسان د شخصیت جوړښت ډېره برخه په کوچنیتوب کې سرته رسیږي نو ځکه اړینه ده هغو کسانو او د ټولنې کلتوري اړخونو ته اړینه پاملرنه وشي چې په کوچنیتوب کې د ماشوم په شخصیت، ذهنیت، کلتور او خاصیتونو باندې اغیزه کوي.

د سمون لپاره د لیک لوست، میندو، کورنیو، د وړکتونونو او روزنتونونو او د ښوونځیو د لمړنیو ټولګیو د ښوونکو رول خورا مهم دئ. همدارنګه، د ماشوم د ادبیاتو، درسي کتابونو، د داستانونو، کتابونو او مجلو د لیکوالانو رول چې د لمړي کتار خلک لکه میندې، ښوونکي اونور باید ښه وروزي هم زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري. د دې قشر سره دعلمي کار او دهغوي د ښه موثریت لپاره باید د شته مالوماتو او نورو تلپاته څیړنو په بنا د معارف د کوریکولم د پوهانو، د فرهنګي شخصیتونو، ارواپوهانو، د رسنیو او تلویزیوني خپرونو د کارپوهانو او نورو په مټ د شته ستونزو له ارزونو وروسته یوه ملي ستراتیژي جوړه او پلې شي. همدارنګه، د دې کړنلارې په بنسټ باید اړینې لیکنې، ورکشاپونه، درامې، کارتونیک فلمونه، اړین کتابونه او مجلي د امکان ترحده د هیواد په ټولو ژبو او یا لږ ترلږه په دوو ملي ژبو برابر او تطبیق شي.

زموږ ځینې ټولنیز بد عادتونه

موږ په افغاني ټولنه کې هم ځینې ښې کلتوري ځانګړتیاوې او ښه عادتونه لرو چې باید ورباندې وویاړو او لا نور یې وپنځوو. همدارنګه، منفي انګیرنې، ځانځانۍ او ځینې کلتوري ستونزې لرو چې زموږ د بیلوالي او وروسته پاته والي لامل کیږي. موږ ته اړینه ده چې خپل مثبت او په تیره بیا شته منفي عادتونه او کلتوري نیمګړتیاوې ښې وارزوو، په لاملونو یې ځان پوه کړو او د منظمو کلتوري او علمي ګډو هڅو او پلانونو په مټ یې اصلاح کړو. په دې لیکنه کې موخه داده چې د خپلې ټولنې په یو څو منفي خواوو او عادتونو باندې یو څه رڼا واچوو:

لمړئ، زموږ په ټولنه کې د انفرادي کسانو، ټولنو، کورنیو، ګروپونو، قومونو او ټولې ټولنې یوه کلتوري کمزورتیا داده چې خپلو لنډو تیرو کړو وړو او خپل تیر تاریخ ته د زده کړې په خاطر انتقادي کتنه نه کوو ترڅود خپلو تیروتنو په لاملونو ځان پوه کړو، د راتلونکي لپاره ځان اصلاح او بیا له ورته تیروتنو ډډه وکړو.

دلته یوازې د نړۍ د پرمختللو دولتونو، سازمانونو، ټولنو او نورو اوسنئ او معاصر هغه عادت نه یادوو چې د کارپوهانو په مرسته خپل کارونه په علمي توګه ارزوي، خپلې کمزورۍ ، قوتونه، فرصتونه، او ورته شته تهدیدونه پيژني ترڅو خنډونه لیري، له فرصتونو ښه ګټه واخلي او سم پلانونه جوړ او پلي کړي. که څه هم باور لرو چې بریالیتوب او ناکامي په ژوند کې الله تعال سړي ته ورکوي خو زمینه موږ پخپله ورته برابروو. موږ له ځانه باید وپوښتو چې ایا موږ په خپل ځان کې مثبت تغیر راولو او که نه، په خپلو نفسي خواهشاتو پښه ږدو او که څنګه، د خپل ځان د اصلاح لپاره کار کوو او که ځان تیروو. دې سوالونو ته ځوابونه به زموږ د ژوند مسیرټاکي.

دلته زموږ په ټوله ټولنه او ملت کې د هغه یوه عادت او کلتور نشتون ته ګوته نیسو چې که هرسړئ په خپل فردي او کورني ژوند کې بریالئ نه وي نو په علتونو یې نه پوهیږي، خپلو کمیو ته نه ځیر کیږي، خپل ځان تیروي، او ځکه نو له خپلو کړنو زده کړه هم نه کوي. همدارنګه، په ټولنیز ژوند کې، همداسې ده که یو کس یا یوه ګروپ په دولتي، ټولنیز او یا نا دولتي سازمان کې هره تیروتنه وکړه نو پوله ورته جوړوي، بانې کوي، مسؤلیت نه مني، د خپل بام واورې په بل اچوي او ځان نه ملامتوي.

که څه هم زموږ په ټولنه کې د حساب غوښتلو، عامه څارنې کلتور ورځ تربلې زیاتیږی، مدني ټولنې، رسنۍ، روڼ اندي او غوره لیکوالان د عامه خلکو په پوهاوي کې ستره ونډه اخلي او کیفیت یې هم د زمانې په تیریدو ښه کیږي خو بیا هم موږ په دې ساحه کې لانوره ډېره لاره په مخکې لرو که غواړو چې د یوې پرمختللې ټولنې په لور چټک ګامونه واخلو.

که په حکومت، کومه اداره، او یا نظام کې ستونزې وي موږ په عامه څرګندونو بسنه کوو او له بیلګو او لاسوندونو سره خیانتونه نه رسوا کوو. دا ځکه چې یو خو د قبیلوي فکر برلاسي شته او بله داچې څیړنیز ژورنالیزم لاتر اوسه په موږ کې وده نده کړې ترڅو له اسنادو سره غل له غلا سره وښیو. که غلا ثابته هم وي نو بیا له مصلحت څخه کار اخلو ځکه همدغه قبیلوي فکر مفسدینو ته په ټولنه کې خونديتوب ورکوي او د رسوا کولو مخه یې نیسي. خو اړینه ده چې پوه شو که دا کمښت اصلاح نکړو نو د یوه ملت په توګه په پښو نشو دریدلئ او د تل لپاره به د نورو لاس کتوی وو او ازادي به مو هم نیمګړي وي.

موږ باید د خپل کلتور په هغه کمښت چیرته چې خلک نه په انفرادي او نه په ټولیزه توګه د خپلو کړو وړو، عادتونو، بریاوو او ناکامیو په هکله ښه سوچ کوي او نه خپلې کړنې او تیروتنې ارزوي ترڅو د راتلونکي لپاره ورڅخه زده کړه وکړي. دا کیدئ شي کله کله، یا د کارونو تر پای وروسته، او یا د یوې مودې په پای کې یوازې یو فردي سوچ او تفکر وي، کله هم له خپلې کورنۍ او یا ګروپ او نژدې ملګرو سره د خپلو تیرو کړنو په بهیر باندې نظر اچونه وي او کله بیا د راتلونکي په هکله د پریکړو لپاره د لارې اوارولو په موخه یوه پروسه وي. که زموږ ټولنه او خلک مو په دې عادت شول، په اهمیت یې پوه شول او دا کار یې په موثر شکل وکړو نو به زموږ فردي او ټولنیزه وړتیا ډېره لوړه شي او د زمانې په تیریدو به زموږ په ژوند او کلتور خورا ستر اثر ولري.

دوهم، زموږ د کلتور یوتر ټولو بد مرغ اړخ دادئ چې له یو څه ځانګړتیاوو پرته زموږ لویان خپل ځوانان په مجلسونو کې نه شاملوي، خبرو ته يې غوږ نه نیسي او د ځوانانو نظر ته کوم اهمیت نه ورکوي. دا بد عادت زموږ د ټولنې په پښتون میشته سیمو کې زیات دئ. په اصل کې هغه څوک چې د رهبرۍ په وده، رشد او تداوم نه پوهیږي او یا خو د ځان غوښتنې په ناروغۍ اخته وي او په دې ویاړي چې خلک یوازې په هغه یوه کس او یا په یو څو کسانو باور ولري. په دې توګه په داسې ټولنه کې وړ رهبران نه راټوکیږي او هغه ټولنه له یوڅه وخت وروسته تیت او پرک کیږي او د مشر او رهبر په توګه څوک نلري. که د پاخه عمر خاوندان بد نیت هم ونلري خو داسې انګیري چې ځوانان خو تجربه نلري، احساساتي چال چلند کوي او کارونه خرابوي نو ځکه اړتیا نشته چې ورته غوږ ونیسو.

تاسو ته به معلومه وي چې مور او پلار زموږ په کلتور که هرڅومره زاړه هم شي او زامن او لوڼې یې د اولادونو خاوندان وي، له پوهنتونونو فارغ شوي او په مهمو دولتي او یا نورو کارونو بوخت وي خو پلارته لکه ماشوم ښکاري او ویریږي چې خطا به وکړی او د کنترول هڅه یې کوي. همدا رنګه، زموږ د ټولنیزو مشرانو همدا حال دئ. هغوي کیدئ شي بده انګیرنه ونلري خو دهغوي د نه پاملرنې له کبله زموږ ځوان کهول په قومي، ټولنیزو او سیاسي چارو کې ښه رشد نه کوي. زموږ ځوان کهول ته د خبرو او نظر ورکولو وخت نه ورکول کیږي. هغوي نه پریښودل کیږي چې په پریکړو کې ونډه واخلي، که تیروتنه کوي ورڅخه زده کړه به وکړي او پاخه رهبران به شي. دا سمه ده چې ځینې ځوانان به احساساتي پریکړي کوي، تجربه به نلري خو د دې لامل هم دادئ چې زموږ په ټولنه کې هغوي په مشورو او پریکړو کې نه شاملیږي او هغوي هم په خپلو پښو نه دریږي.

ما ډېر کلونه وړاندې کله چې دیوه ځوان مدیر په توګه په یوه ارګان کې کار پیل کړ نو زما یو مشر او مجرب مدیر له یو څه وخت وروسته به تل راته ویل چې دئ زما په کارونو باور لري، زه باید پخپله تر وسه وسه د حقایقو په رڼا کې پریکړې وکړم، کیدئ شی زه غلطۍ ورکړم خو له خپلو غلطیو به زده کړم او د مدیرانو لپاره ترټولو ښه تجربه او د زده کړې وسیله هم خپله تیروتنه ده. هغه به راته ویل چې که ما تیروتنه کوله هغه به زما تر شا ولاړ وي، مشوره به راکوي او ننګه به مې کوي او زه به ورو ورو د سمو پریکړو کولو جوګه شم. ما ولیدل چې هغه رښتیا ویل او زما د پریکړو ملاتړ به ې کاوه که څه هم یوڅه کمښتونه به یې لرل.

دریم، د رنګارنګ لاملونو له کبله زموږ په تولنه کې د درواغو ویل یو منفی کلتوري او ټولنیز بد عادت ګرځیدلئ دئ. که څه هم د الله رسول فرمایي چې مسلمان کیدئ شي نورې خطاوې او ګناهونه وکړي خو درواغ نشي ویلئ. عالمان وایي چې درواغ ځکه بد دي چې د ټولو نورو ګناهونو او بدیو تومنه سرچینه ده. که یو څوک درواغ نشي ویلئ نو له هر بل بد کار څخه ځان ساتی او له رسوایۍ ویریږي. خو که په درواغو عادت شي نو هربد کار کوي خو ځان پاک ښیي. له بده مرغه دا منفي ټولنیز عادت زموږ په ټولنه کې دومره ژورې ریښې زغلولې دي چې زموږ د ژوند په هره خوا کې اود ټولنې په هر قشر، هره چاره او هر مسلک ته رسدلئ دئ.

دلته د نمونې په توګه زموږ د ټولنیز ژوند یو څو مثالونه راوړو:

سیاسي دروغ. (۱) زموږ په ټولنه کې ځینې پاک مشران او سیاستوال شته خو ډېر بیا که څه هم د عامه ګټو د ساتنې، خلکو ته د خدمت، له فساده د لیریوالي او پاکۍ دعوا کوي خو له ورایه ښکاري چې دروغ وایي او هرڅه ته یې چې لاس ورسي نه یې پریږدي، (۲) هغوي ته د دندې سپارلو په لمړي وخت کې قسم ورکول کیږي او تعهد او ژمنه کوي چې د اساسی قانون او د اسلام د مبین دین د احکامو سره سم به کار کوي، له خپلوۍ پاللو، رشوت اخیستو به ډډه کوي او خپل ټول توان به د افغانستان لپاره په کار اچوي خو ګورو چې هغوی په ښکاره د ځان، خپلې کورنۍ او خپلو خپلوانو او یو څو کسانو لپاره کار کوي، (۳) ډېر ځله استخداموونکي کسان ښه پوهیږي چې په داوطلبو کسانو کې څوک لایق او د یوې وظیفې وړ دئ خو د خپلو شخصي او یا ګروهي ګتو لپاره له رښتیا ویلو ډډه کوي، (۴) په ټاکنوکې که هرڅومره د کاندیدانو تر منځ توپیر روښانه ویني خو د خپلو ګروهي ګټو پاللو له کبله وړ کس ته رایه نه ورکوي.

د تش په نامه روڼ اندو دروغ. زموږ په ټولنه کې داسې خلک شته چې ځانته روڼ اندي او روشنفکران وایي او داسې ښیي چې د ټولنې په غم کې دي او ورته کار کوي. خو که دهغوی کارونو ته ښه ځیر شئ یوازې د خپل ځان د ښودنې لپاره غونډو ته ورځي، د بل چا خبرو ته غوږ نه نیسي، خپل نظر په خلکو تپي، نه کومه موثر ټولنیز کار کوي او لا د نورو خلکو مخه نیسي.

د خپلې تقوا په هکله دروغ. زموږ ډېر خلک په تقوا او پرهیزګارۍ تظاهر کوي خو کله چې وس یې ورسیږي نه د دین پروا کوي او نه د اخرت په فکر کې وي. عامه شتمنۍ ځان ته کوي، ښه پوهیږي خو پوله ورته جوړوي، خپل داکار د تیرو قربانیو په بانه، د نورو خلکو د ورته کړنو په یادولو او نورو ځان خلاصوي، نه له الله تعالی ویره کوی، نه د خپلو مظلومو خلکو بدې ورځې ته ګوري خو خپلې ګټې ساتي.

مسلکي دروغ. په یوه مسلک او فن کې نه پوهیږو، په هغه مسلک کې کار پوه نه یو، خوځان په نړۍ کې ترټولو غوره بولو. دا ستونزه زموږ په ډېرو ډاکترانو، انجنیرانو، شنونکو، دیني عالمانو او نورو ډېرو مسلکي کسانو کې شته ده. ډېر ډاکتران مو بیله پوره ډاډمن تشخیص څخه ښه ډېره دوا ورکوي، ډېر انجنیران مو بیله اړینې او مسلکي پوهې تعمیرونه، سړکونه او نور تاسیسات دیزاین او پلي کوي چې بیا زر خرابیږي. همدارنګه، ډېر نور خلک مو د پوره اړینې دیني پوهې په نشتون کې هم فتواګانې ورکوي او ډېر شنونکي مو له شواهدو پرته غټې غټې خبرې کوي.

دلته زه له لوستونکو سره خپله یوه ترخه خاطره شریکوم. ما په یوه ویبپاڼه کې دیوه کتاب د چاپیدو په هکله ولوستل او دا چې هغه کتاب اوس د هیواد په ډېرو کتابتونونو کې خرڅیږي. زه چې هغه کتاب ته ډېره لیواله شوئ وم د کابل ښار په زیاتو کتابتونونو وګرځیدم د کتاب درک مې ونه لګاوه. دایو مسلکي او کاروباري دروغ وو چې زه یې ډېر ستومانه کړم. په نوره نړۍ کې که کومه اداره یو څه نشر ته سپاري نو وروسته تر ښه غور یې خپروي او خلکو ته د درواغو او غلطو معلوماتو د ورکولو په هکله ځان مسؤل بولي او د خپلې بدنامۍ په هکله ویریږي. خو زموږ په ټولنه کې بیا ډېر خلک د ناسمو معلوماتو په خپرولو هیڅ باک هم نه راوړي.

د معلوماتو نلرلو له کبله دروغ. زموږ ډېر خلک د خبرو، شننو او بحثونو په وخت کې د مسئلو، ستونزو او دهغو د لاملونو د څیړلو په وخت د حدس وهل او ګومان کول له واقعیتونو سره نه توپیروي. په ځینو نورو کلتورونو کې کله چې خلک په یوه پیچلې مسئله کې د ګومان او حدس په بنسټ نظر ورکوي کوي نو وایي: زه فکر کوم، زما په نظر، کیدئ شي زه غلط وم خو ماته ښکاري او نورو په یادولو سره د ګومان په حد کې خپل نظر شریکوي. خو موږ حکم کوو، خپل نظر ته د حقیقت رنګ ورکوو او خپل نظر په نورو په زوره منو.

د ټولنیز عادت له مخې دروغ. زموږ په ټولنه کې د یوه واړه مطلب لپاره خلک دروغ وایي. لکه ځینې میندې خپلو هغو ماشومانو ته چې لا تراوسه په زانګو کې وي او یا په ګځیدو پیل کوي د سمې روزنې په ځای یې په پشۍ، لیوه او یا نورو ډاروي. همدارنګه، کله چې ماشوم کومه پوښتنه وکړي یا ورته سم ځواب نه ورکوي، یا ورته دروغ وایی، یا خو هیڅ ځواب نه ورکوي. زموږ ماشومان ګوري چې په کورنۍ، او ګاونډ کې خلک یوبل ته دروغ وايي او ماشوم ته هم درواغ په ژوند کې دیوې اړتیا په توګه ګوري او ورباندې روږدئ کیږي.

په ناکامیو د نه اعتراف دروغ. پوهیږو چې د کار او پریکړو په وخت ډېر خلک تیروتنې کوي خو بیا په پرمختللو کلتورونو کې ورباندې اعتراف هم کوي او دا نه د شرم‎ او غندنې لامل کیدئ شي بلکه د اعتراف کوونکو د کمال نښه هم ده. خو زموږ ډېرئ خلک عادت لري که هرڅومره په یوه مسئله کې د کمښتونو لرونکي وي، کم کار او غلطۍ یې کړې وي خو ورباندې اعتراف نه کوي بلکه په سرتنبه توب سره د ځان او همفکره خلکو ننګه کوي. په دې زموږ ټولنیز سازمانونه، شوراګانې او مدني ټولنې یا له منځه ځي او یا کمزورې او له پرمختګ څخه پاته کیږي.

وړاندیزونه

  1. زموږ دولت، فرهنګي څیرې، لیکوالان او شنونکي باید د هیواد په کلتور، ټولنیزو باورونو او عادتو کې منفي خواو ته ښه ځیر شي او د اصلاح لپاره یې سمې علمي او کلتوري څیړنې او ارزونې وکړي، وړ پروګرامونه جوړ او په نه ستړي کیدونکې توګه یې پلي کړي.
  2. زموږ شنونکي او لیکوالان باید هڅه وکړي چې په ټولنه کې د خلکو په منځ کې خپلو تیرو کړو وړو په هکله د سوچ کولو، ارزونې او له تیروتنو زده کړې کلتور رامنځته کړي. اړینه دا کلتور په هره کچه که هغه شخصي، فامیلي، سازماني، دولتي او یا په هرګروپ کې وي نهادینه کړو ترڅو زموږ د کلتور نه بیلیدونکې برخه وګرځي.
  3. پوهیږو چې میندې، کورنۍ، ښوونکي، روزونکي زموږ د ماشومانو د کلتوري ودې او د شخصیت په لوړتیا کې مهم لوبغاړي دي. همدارنګه، وړکتون، روزنتون، د ښوونځي لمړي کلونه، جومات، مدرسه او دکلي چاپیریال زموږ د ماشومانو دهغوي د کلتوري باورونو او عادتونو د راټوکیدو مهم ځایونه دي نو د دې ځایونو اړین سمبالښت او ښې تیارۍ ته پوره پاملرنه پکار ده.
  4. اړونده لیکوالانو او پوهانو ته اړینه ده چې داسې ادبي اثار، لیکنې، مجلې، کتابونه، فلمونه، ګردي میزونه، تربیتي کمپونه، دیني محافل او نور رامنځته کړي ترڅو د میندو او ښوونکو سره مرسته وکړي چې د ځوان نسل په روزنه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي او هغوي په هر وخت کې له منفي کلتوري فکرونو لیري کړي.
  5. له ټولو لیکوالانو، استادانو، دیني عالمانو، شنونکو، ډاکترانو او انجنیرانو، مدیني ټولنو، قومي مشرانو او دهغوی ټولو له سازمانونو څخه غوښتنه کیږي چې په خپلو ټولنو او سازمانونو کې په لیکلي توګه د مسلکي اخلاقو رواجول پیل کړي، په خپلو غړو یې تطبیق کړي، په هر مجلس، هر ورکشاپ ، هر سیمینار او کنفرانس کې د فساد، خیانت او درواغو په ضد علمي نظریات او مقالې وړاندې کړي. د درواغو ډولونه، لاملونه او بد دنیوي او اخروي زیانونه یې خلکو ته په ګوته کړي.
  6. لویان باید ځوانانو او دهغوي نظریاتو ته پوره پاملرنه وکړي، په خپلو مجلسونو او پریکړو کې یې شامل کړي ترڅو هغوي د ټولنیزو بدلونونو په لاملونو ښه پوه شي، تجربه لاسته راوړي او په په ښو رهبرانو تبدیل شي. ځوانانو ته باید موکه ورکړو چې په ټولنیزو مسئلو کې پریکړې وکړي، که تیروتنې کوي اصلاح یې کړو او پریږدو له خپلو تیروتنو زده کړه وکړي.
  7. ځوانانو ته هم پکار ده ترڅو د په خپلو کړو وړو کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلي، د تجربه لرونکو خلک سره په کارونو کې اړینې مشورې وکړي او ثابته کړي چې دوي د سمو پریکړو توان لري ترڅو د ټولنې سره بیځایه کلتوري باورونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *